کابل(پژواک١٢مرغومى٩٠): د جاپان دولت د شاوخوا ١٥ میلیون ډالرو په ارزښت د بامیان ولایت د مرکز د سړکونو د ښه والي او رغونۍ په برخه کې مرسته کوي.
د ولسمشر له مطبوعاتي دفتر څخه د مرغومي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوى خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د کابینې غونډې د بامیان ولایت د مرکز د سړکونو د ښه والي او رغولو لپاره د جاپان له دولت سره د افغانستان تفاهمنامه تايید کړه.
خبرپاڼه زياته وې ، ددغه تفاهمنامې پر اساس چې د بهرنیو چارو د وزارت او جاپان د دولت تر منځ لاسلیک شوې ده، د جاپان دولت د شاوخوا ١٥ میلیون ډالرو په ارزښت د بامیان ولایت د مرکز د سړکونو د ښه والي اورغونۍ په برخه مرسته کوي.
سرچينه ليکې ، چې د کابینې په غونډه کې د کرنې د وزارت هغه وړانديزهم تايید شو چې له مخې به یې د د هېواد په٢٠ ولایتونو کې له وچکالۍ ځپلو سره د خوراکۍ توکيومرسته و شي.
سرچينه زياته وي ، دغه مرسته چې ۶۰زره ټنه خوراکۍ مواد کیږي، د جنوب او جنوب لویدیځو ولایتونو په شمول د هغو ولایتونو پر مستحقو کسانو وېشل کیږي چې په روان کال کې یې دا ډول مرستې تر لاسه کړي نه دي.
همدارازد کابینې په غونډې د کرنې وزارت ته دنده وسپارشوه، چې د دغو موادو د وېش طرزالعمل جوړ کړي او ژر تر ژره دې په اړو کسانو ووېشي.
د سرچنيې په وينا، په ياده غونډه کې د مالیې وزارت ته دنده وسپارله چې ددغو مرستو د چټک انتقال لپاره بودیجه ځانګړې کړي او اړوندو ادارو ته دې یې وسپاري.










