جلال اباد (پژواک ٢١ مرغومى ٩٠): په ختيځو ولايتونو کې ژورنالستان شکايت کوي، چې چارواکي پر وخت او له اړتيا سره سم، له دوى سره معلومات نه شريکوي.
د دغې ستونزې په اړه په هغې غونډه کې خبرې وشوې، چې د ژورنالستان د ختيځې سيمې د ټولنې، دفاع کمېټې او سوېلي اسيا د ژورنالستانو د ټولنو استازو په کې ګډون کړى وو.
د ژورنالستانو دفاع کمېټه وايي، چې د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان په ولايتونو کې د رسنيو کارکوونکي معلوماتو ته لاسرسي نه لري.
په ختيځو ولايتونو کې د دې کمېټې د سيمه ييز دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې چارواکي د پېښو پر مهال ټيلېفونونه بندوي، ولسوالان او رييسان له ژورنالستانو سره له خبرو کولو ډډه کوي.
سرچينې زياته کړې، چې کورني او نړيوال امنيتي ځواکونه يا د پېښو پر مهال معلومات نه ورکوي او که ورکوي يې لومړني معلومات مرکز ته ورکوي، چې سيمه ييزو ژورنالستانو ته په ځنډ ور رسېږي.
خبرپاڼه زياتوي، چې د پېښې د ټپيانو د تصوير اخيستنې پر مهال يې روغتيايي چارواکي مخه نيسي او ځينې ادارې ترې د ولايتي ادارې د مشرتابه مکتوب غواړي.
دوى دا هم ويلي، چې په کابل کې د ژورنالستانو په نومونو د دوى د حقونو د ملاتړ ادارې ورسره هېڅ اړيکې نه لري.
په ختيځو ولايتونو کې د ازادۍ راډيو خبريال شېرشاه همدرد وويل، چې په ختيځه سيمه کې رسنۍ تر سانسور لاندې دي.
د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو ټولنې مشر لال پاچا ازمون د پورتنيو ستونزو ترڅنګ وويل، چې ژورنالستان يوه صنفي اتحاديه ده او د دې وړتيا لري، چې له خپلو ژورناليستيکو فعاليتونو څخه ننګه وکړي.
د بېلابېلو رسنيو د استازو د شکايتونو له اورېدلو وروسته د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د تېرې ورځې په چاودنه کې د پژواک خبري اژانس د ويډيو ژورنالست په ټپي کېدو خواشيني څرګنده کړه.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې والي ګل اغا شېرزى به ټولو دولتي ادارو ته د يو متحدالمال مکتوب په لېږلو سره ټينګار وکړي، چې له ژورنالستانو سره دې د راپور چمتو کونې پر مهال مرسته وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې تر دې وروسته به له والي سره د ځانګړو مرکو په برخه کې ستونزه نه وي او د پېښو پر مهال به ژورنالستانو ته د خبرپاڼې او غږ په لېږلو سره ستونزې هوارې شي.
عبدالزي ژمنه وکړه، چې ولايت به يې ډېر ژر د ملي امنيت، امينه قوماندانۍ، سرحدي پوليسو او نورو رييسانو د رسنيو له استازو سره ګډه غونډه راوبلي، چې يو له بل سره مخامخ خبرې وکړي.
د مجلس په پاى کې پرېکړه وشوه، چې د لمريزکال د هرې مياشتې په لومړۍ نېټه به ولايت مقام له ژورنالستانو سره ګډه غونډه ولري.










