منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۰ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

خانان په باليووډ کې کتاب مخ کتنه وشوه

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۵۴ کتنې

کابل ( پژواک ٢٢مرغومى ٩٠ ) : په هندي سينما باليووډ کې د افغاني خانانو د ونډې په اړه د يوه افغان ليکوال محبوب الله څېړنيز اثر (خانان په باليووډ کې)  مخکتنه وشوه اوپه پښتو ژبه کې د سينما په اړه دغه اثر بې ساري وبلل شو.

 خانان په باليوود کې اثر ليکوال او ژورنالېست محبوب الله  ليکلى، چې دوه اونۍ مخکې په جرمني کې دافغانستان دکولتوري ودې ټولنې له خوا په ٢٤٤مخونو کې په ښه کاغذ د٥٠٠٠ ټوکونو په شمېر دګڼو هندي سينمايي لوبغاړو له تصويرونو سره په کابل کې خپور شوى ، ټول ټال پنځه فصلونه لري، چې په لومړي فصل کې دهندي سينما پېژندنه ، په دويمه برخه کې هندي سينما او افغانستان، په درېيم فصل کې خانان په هندوستان کې ،په څلورمه برخه کې خانان په هندي سينما کې او په پنځمه برخه کې په باليووډ کې دخانانو په ونډې بحث شوى دى .

دافغانستان دکولتوري ودې دټولنې يوه غړي او ليکوال استاد محمد حسين ، چې ياد شوى اثر يې دټولنې له خوا خپور شوى په خپله وينا کې ددغه کتاب  په اړه وويل چې په ښکلې قطعه او صحافت سره ددې کتاب خپرېدلو د کتاب ارزښت ډېر کړى دى .

سرچينې زياته کړه چې افغانان په ځانګړي توګه پښتانه په نړۍ کې يواځې د ورانکونکو په نامه مشهور دي، خو دغه اثر له دې نه پرده پورته کړه چې پښتانه په نورو برخو کې هم لوړ استعداد لري هغه وويل : (( که چېرته پښتانه څوک ژوند ته پرېږدي، نو ډېر کارونه کولى شي .))

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال غلام نبي فراهي وويل چې خانان په باليووډ کې دسينما په اړه يو ناياب او ارزښتناک کتاب دى او کوم افغاني الاصله پښتانه لوبغاړي چې په کې معرفي شوي هنري کارونه يې له خوار لوړ فلمي ازرښت څخه برخمن دي.

  فراهي وويل چې افغانان دبل هرهېواد له وګړيو نه له هندي سينما او فلمونو سره زياته مينه لري.

 هغه زياته کړه : (( خانان په باليووډ کې په تاريخي او هنري لحاظ اوچت ازرښت لري او بايد په بيا بيا چاپ شي. ))

 له هند څخه راغلي افغاني الاصله پښتنې  شلپا بترا چې خپله هم فلمي ډايرکټري په غاړه لري او لايې هم پښتو نه ده هېره کړې  په خپلو خبرو کې وويل چې دکتاب ليکوال ددې څېړنې لپاره خورا ستونزې ګاللي او دغه کتاب نه يواځې دافغانستان، بلکې خپله دهندوستان لپاره ه خورا مهم دى .

کره کتونکي او د کابل پوهنتون دژبو او ادبياتو پوهنځي استاد پوهندوى محمد اسماعيل يون  د ياد شوي اثر د نثر او ليکنې په اړه وويل چې بندښت نه لري او په روانه پښتو ليکل شوى دى.

هغه په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل : (( دکتاب ليکوال ددې څېړنې نه وړاندې په شعر، راپورليکنه او داستان ليکنه کې پوره کار کړى او دغه اثر ددې ترڅنګ چې نثر يې ساده او روان دى ؛ دسينما بېلا بېلو ستورو په زړه پورې تصويرونو هم ښکلا ورکړې چې لوسونکي ورسره نه زړه تنګي کېږي ))

ليکوال او دسيمه ييزو مطالعاتو دمرکز مشر عبدالغفور لېوال وويل چې افغانان او هندوان په خپل روان کې ګڼ هنري مشتقات لري او ددې فلمونو دمنفي کرکټرونو په ليدو دهر افغان په روان کې غوټې پيدا کېږي علت يې دادى چې  افغانان په ژوند کې له دغسې بدماشانو زيات ځورېدلي حال دا چې دغه ځانګړتيا په امريکايي سينما هاليووډ کې نشته .

ده وويل : ((موږ بايد په دغه اثر بسنه ونه کړو ، هغه دکتاب ليکوال ته مشوره ورکړه چې بايد دې لړۍ ته دوام ورکړي او په دې اړه چې هندي فلمونه ولې په افغانستان کې ډېر مينه وال لري او ولې خانان دهند په سيمنا کې ښه ځلېږي  ؟  نورې څېړنې وکړي .))

 که څه هم تر دې مخکې دفلمونوافغان ډايريکټر او سناريو ليکونکي عبدالقيوم کريم  دسينما په اړه ځينې مقالې او ليکنې خپرې کړې دي ، خو خانان په باليووډ کې اثر په پښتو ژبه د سيمنا په اړه يو کم سارى مستقل اثر دى ، چې ليکوال يې ددې څېړنې لپاره په بار بار هندوستان ته سفر کړى او ګڼې څېړنې يې له لوبغاړو سره د مرکو په بنست کړې دي .