کابل ښار( پژواک ٢٢ مرغومى ٩٠ ) : د قران کريم تر ټولو ستره نسخه ، چې ديوه افغان لخوا خطاطي شوې ده ، نن په کابل کې د حکيم ناصرخسروبلخي په فرهنګي کانون کې پرانېستل شوه.
دغه نسخه په ٢١٨ مخونو، ٢،٢٨ سانتي مترو اوږدوالي، ١،٥٥ سانتي متره سور او ١٧ سانتي متره پنډوالي کې په ټوټه کې په قلم او ځانګړي انګليسي رنګ ” اکرليک” ليکل شوې ده.
ياده شوې نسخه ، دېرش سپارې په بېلابېلو ډيزاينونو په نسخ خط او ځانګړي ډول د استاد صابر ياقوت حسيني لخوا خطاطي او ميناتوري شوې ده او د هرې ميناتورۍ طرحه د اعدادو د شمېر او د ديني فلسفې د سپېڅلو کلمو له مخې نقاشي شوې ده.
ددې اثر پښتۍ د وزې د پوستکي له ٢١ پارچو په نصواري طبيعي رنګ ښکلې شوې ده. د ميناتورۍ رنګ يې د سروزرو په اوبو د بهزاد په سبک په ٨٠ درجه سانتي ګرېډ او دېرش ټُنه وزن په فشار کې حک شوى دى.
ددې نسخې د پاڼو په حاشيه کې طيبه کلمه ( لااله الاالله محمد رسول الله) په ميناتوري ډول ليکل شوې ده.
د ديني عالمانو، فرهنګيانو ، وزيرانو او د ملي شورا غړيو ددې ستر اثر ليدنه وکړه ، کوم چې کار يې د ١٣٨٣ کال د تلې په مياشت کې پيل او د ١٣٨٨ کال د تلې په مياشت کې پاى ته ورسېد.
د حکيم ناصر خسرو بلخي د فرهنګي کانون رييس سيد منصور نادري ددې نسخې د پرانېستې پر مهال د قرآن کريم ددې نسخې کار د پاى ته رسېدو مبارکي د نړۍ ټولو مسلمانانو ته وويله او زياته يې کړه چې ددې نسخې ليکل هغه مهال پيل شول، چې دى په ١٣٨٣ کال کې په دې فکر کې شو، چې دى څرنګه کولى شي د اسلام سپېڅلي دين ته بې مثاله خدمت وکړي.
نادري، چې په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازى هم دى، وويل چې د قرآن شريف ددې نسخې د ليک طرحه د ارشاد ، حج او اوقاف وزارت او سترې محکمې لخوا تصديق شوې ده.
هغه زياته کړه چې د قران شريف د نسخې ليکل د پنځو کلونو په موده کې د ياقوت حسيني او د هغه د ٩ شاګردانو د هڅو له امله بشپړ شول .
حسيني په دې اړه وويل چې د پنځو کلونو په موده کې يې هره ورځ له خپلې ډلې سره ١٨ ساعته کار کړى ، څو وکړاى شي دغه ستره نسخه وليکي.
هغه زياته کړه چې د قران کريم دغه نسخه دهغې نسخې په پرتله ، چې د عربي خطاط محمد عثمان (طه) لخوا په ٢٠٥ مخونو کې ليکل شوې ده او د عربستان د خداى بښلي ملک فهد لخوا په مکه مکرمه کې چاپ شوې ده ، ستره ده .










