Language

اسعد اباد ( پژواک ۲۳ مرغومی ۹۰ ) : دکونړ ولایت دافغان سیدجمال الدین پوهنتون  د کرنې دپوهنځي د ودانۍ دبنسټ ډبره کیښودل شوه.

دافغان سیدجمالدین پوهنتون رییس استادمیراحمدحامد د مرغومي په ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دزراعت دپوهنځي لپاره دغه ودانی  چې د نشه یی توکیو پر وړاندې دمبارزې وزارت له لوري  د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت په دریوپوړو کې جوړیږي.

هغه زیاته کړه چې په دې ودانې کې ۳۰ خونې او نور ملحقات دیوه کال په موده کې جوړ شی.

د کونړ والي سیدفضل الله وحیدي ددې پروژې دکار دپرانستلو پر مهال وویل چې  دغه پيسې یې د کونړ د ولس په مرسته چې پخپلو ځمکو کې یې کوکنار ونه کرل، ترلاسه کړل.

د هغه په وینا، ترلاسه کړې پيسې یې ددې ولایت د ځوانانودراتلونکی روښانه کولوپه موخه دپوهنتون ودانې  ته ځانګړې کړې .

وحیدی ژمنه وکړه چی دپاتی پوهنځیوودانی جوړولولپاره به هم هڅې وکړی .

دکونړدولایتی شوراریس میاحسن عادل د ولسونووغوښتل چی دولت په دې  ولایت کی دزده کړې ټولې اسانتیاوې برابرې  کړي.

یاده دې وي چې یوه اونۍ وړاندی هم په یادپوهنتون کی دتعلیم اوتربیی دپوهنځی دودانی دبنسټ ډبره کیښودل شو.