پل علم (پژواک ٤ سلواغه ٩٠): د اردن هېواد ځواکونو د لوګر ولايت په مرکز او ولسواليو کې يو شمېر جوماتونه تجهيز کړل.
د لوګر د حج او اوقافو رييس مولوي غلام رسول کامران پژواک خبري اژانس ته وويل، اردني ځواکونو چې په غاليو، څاګانو، سولر او لوډسپيکرونو د دې ولايت د جوماتونو د تجهيز لړۍ لس ورځې وړاندې پيل کړې وه، نن پاى ته ورسېده.
د نوموړي په وينا، د دې پروګرام له مخې د لوګر په مرکز او ولسواليو کې ٨٠ جوماتونه مجهز شوي او خلک ترې استفاده کوي.
کامران زياته کړه، چې د جوماتونو تجهيز توپيرلري؛ د اړتيا له مخې غالۍ، لوډسپيکر او سولر پرې وېشل شوي او د څښاک اوبو څاګانې ورته کېندل شوي دي.
هغه په داسې حال کې چې د دې پروګرام کره مالي لګښت يې په ګوته نه کړ، په ډاګه يې کړه چې هر جومات ته له ٨٠ تر ١٢٠ متر مربع غالۍ ورکړل شوې دي.
سرچينې وويل چې په پام کې لري، څو د نورو مرستندويو ارګانونو په همکارۍ په راتلونکي کې نور جوماتونه هم تجهيز کړي.
د پل علم ښار د کلنګار سيمې يوه اوسېدونکي سيد عبدالمجيد، چې جومات يې نن په غاليو ښکلى شوى دى، پژواک ته يې وويل: ((زموږ جومات کې تر دې وړاندې موکيت اوار و او اوس چې هوا هم سړه ده، ښه شو چې قالينې اوارې شوې.))
د نوموړي په وينا، د هغوى له جومات سره د اردن هېواد ځواکونو ١٢٠ متره مربع غالۍ مرسته کړې ،چې ددوى جومات ته بسنه کوي.
د لوګر د حج او اوقافو رياست د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې د ٧٥ جامع جوماتونو په ګډون ٢٥٥ جوماتونه له هغوى سره ثبت دي.










