کابل ښار (پژواک ٩ سلواغه ٩٠): په لومړي ځل نن د مسلکي او علمي زده کړو د ترلاسه کولو په موخه د رسنيو له سټنډرډونو او معيارونو سره سم يو انسټيټيوټ پرانيستل شو.
د افغانستان له رسنيو څخه د ملاتړ دفتر (نى) اجرايوي مشر عبدالمجيب خلوتګر، دا انسټيټيوټ د افغانستان په کچه او د هېواد د رسنيو په تاريخ کې لومړنى انسټيټيوټ وباله، چې کسانو ته په مسلکي او علمي ډول روزنه ورکوي.
نوموړي وويل، چې دا انسټيټيوټ د افغانستان له رسنيو او د نړيوالو رسنيو د روزنې له متخصيصينو سره په مشوره جوړ شوى او د راډيو، ټلويزيون او انټرنيټي خپرونو د برابرولو په برخه کې حرفوي مطالعات چمتو کوي.
خلوتګر د ياد شوي انسټيټيوټ زده کړې له نړيوالو معيارونو سره سمې وګڼلې او زياته يې کړه، چې اټکل کېږي درسونه به يې په راتلونکي کال (١٣٩١) کې په رسمي توګه پيل شي.
د نى دفتر اجرايوى مشر زياته کړه، چې د يوه مسلکي او عملي خبريال لپاره ټول اړين توکي په پام کې نيول شوي دي.
د هغه په وينا، په لومړي سر کې هر داوطلب تن د نوم ليکنې يو فورم ډکوي، دا پروسه د روان کال د مرغومي له ٢٦مې پيل او د کب تر ٢٩مې پورې به دوام ومومي او داوطلب کسان د کانکور له ازموينى څخه وروسته، کولاى شي په دې انسټيټيوټ کې شامل شي.
خلوتګر وويل چې د کانکور له ازموينې وروسته، ٥٠ کسان کولاى شي په دې انسټيټيوټ کې زده کړو ته دوام ورکړي.
نوموړي د انسټيټيوټ موده دوه کاله او د تدريس موده څلور سمسټره په ګوته کړه او زياته يې کړه، چې روزنيز نصاب يې نوى او په نړيواله کچه دى.
پر رسنيو د څار مشر صديق الله توحيدي وويل، چې دا انسټيټيوټ د نى دفتر، انټرنيوز او د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې ( USAID) په همکارۍ فعاليت ته چمتو شوى دى.
هغه زياته کړه، چې نى دفتر پخوا هم لنډمهالي رسنيز کورسونه پر لاره اچولي دي، چې په هېواد کې د رسنيو په پراخېدو سره، د داسې يوه پوره مسلکي انسټيټيوټ جوړېدو ته چې د ژورنالېزم ټولې برخې له ځان سره ولري، اړتيا ليدل کېده؛ نو له همدې کبله نى دفتر هوډ وکړ چې لومړنى رسنيز انسټيټيوټ رامنځ ته کړي.
د توحيدي په وينا، په هېواد کې د رسنيو د تخصصي کېدو لپاره د لنډمهالو کورسونو دوام ډېر ګټور نه تمامېده؛ نو ځکه بايد خبريالانو ته پرله پسې روزنې ورکړل شوې واى، چې ښه او مسلکي کار وکړي؛ نو له همدې کبله هغوى د دې انسټيټيوټ پر جوړولو لاس پورې کړ.
له بل لوري د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې د ډيموکراسۍ او حکومتدارۍ د دفتر مرستيالې مېرمن مورا بيري (Mora Berea) د افغانستان د راتلونکd لپاره د رسنيو رول مهم وباله او ويې ويل، چې دې ادارې له ٢٠٠٢ کال راپدېخوا د افغانستان له ناپېيلو رسنيو څخه ملاتړ کړى او په راتلونکي کې به يې هم ملاتړ وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د نى دفتر له ٢٠٠٥ کال راهيسې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې په همکارۍ رامنځ ته شوى او تر اوسه يې څه باندې ٣٥٠٠ کسانو ته په دې دفتر کې د رسنيو په برخه کې مسلکي او عملي روزنه ورکړې، چې يو شمېر يې ښځې دي.









