کابل (پژواک ١٢ سلواغه ٩٠): د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د مبارک ميلاد (زوکړې) په وياړ نن په کابل کې د سلګونو تنو په ګډون غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې، چې د اماميه شيعه ګانو د مشر شهزاده کريم آغا خان د کونسل لخوا جوړه شوې وه، سلګونو تنو مذهبي شخصيتونو او عامو خلکو ګډون کړى وو.
د ربيع الاول ١٢مه د روان هجري لمريز کال د سلواغې ١٦مه د متعال خداى (ج) د نازولي پيغمبر حضرت محمد (ص) د زوکړې له ورځې سره برابره ده.
په دې اړه نن په کابل کې د جوړې شوې غونډې يو شمېر ګډونوالو د بشريت د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د شخصيت او ژوند پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اغاخان کونسل شېرباز حکيمي وويل، چې امانتداري، وفا، سخاوت، له بې وزلو سره مرسته، د ناروغانو عيادت، تواضع او پر ستونزو صبر د اسلام د پيغمبر د ژوند له ځانګړنو څخه دي او په دې اړه يې بنسټيزې لارښوونې کړې دي.
د ده په وينا، ټولو ته لازمه ده، چې د اسلام د پيغمبر لارښوونې د خپل ژوند تګلاره وګرځوي او د هغه (ص) پر سنتو ځان برابر کړي.
شېرباز حکيمي وايي، د اسلام دين د بشريت لپاره يو جامع قانون لري، چې د ژوندانه ټولې چارې په کې په ښکاره ډول ښودل شوې دي.
دى وايي، په رښتيني ډول د اسلام پر بنسټيزو مفاهيمو عمل، بشري ټولنه د پرمختګ پر لورى بيايي.
د غونډې يو بل ويناوال نعمت الله محمدي وويل، چې حضرت محمد (ص) د جهالت په دور کې پر پيغمبرۍ مبعوث شو، هر ډول تبيعض يې له منځه يووړ او د بشري حقونو، په تېره بيا د ښځې پر حقونو يې ټينګار وکړ.
د ده په وينا، د جهالت په دور کې د نجلۍ زېږول شرم بلل کېده او نجونۍ ژوندۍ خښېدې، خو اسلام دغه ناسم دود ته د پاى ټکى کېـښود او ښځه د قدر وړ وګرځېده.
د هغه د څرګندونو له مخې، له دې امله چې د اسلام د دين پيل د (اقراء) په کلمې سره شوى او حضرت محمد (ص) مسلمانان پوهې او علم ته هڅولي، نو بايد مسلمانان د علم په ترلاسه کولو کې ډېرې هڅې وکړي.
د اسلام د پيغمبر د مبارک ميلاد ورځ په نړۍ کې د مسلمانانو له خوا په ځانګړو مراسمو سره نمانځل کېږي.










