منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۸ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د ننګرهار په دره نور کې د يوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پيل شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

جلال اباد (پژواک ١٣ سلواغه ٩٠): د فوايد عامې وزارت له خوا د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د ٥٥٠ متره په اوږدوالي د استنادي دېوال د جوړولو چارې د سلواغې په ١٣مه پيل شوې.

د دغه ولايت د فوايد عامې رييس انجنير فضل ربي ولي زي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه استنادي دېوال د شپږ ميليونه او ٩٠ سوه زره افغانيو په لګښت په دوو مياشتو کې بشپړېږي، چې ٢ متره سور، ٥٥٠ متره اوږدوالى او له ٢ تر ٤ مترو لوړوالى به ولري.

د هغه په وينا، د ياد استنادي دېوال چارې يې د دره نور ولسوالۍ د املې په کلي کې پيل کړې، چې د پسرلي له زورورو سېلابونو وړاندې د سيمې کرنيزه ځمکه او پوخ سړک خوندي کړل شي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه استنادې دېوال په جوړولو کې به تر ٦٠ ورځو پورې د سيمې ٧٠ تنو ته د کار زمينه برابره شي.

د ولايتي شورا غړى او د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکى ضابط اميرمحمد دره نوري پژواک ته وويل، چې د ولايتي شورا له نورو غړو سره په ګډه يې څو ځلې د دغه دېوال د جوړولو غوښتنه کړې وه.

د هغه په وينا، که تر راتلونکو دوو مياشتو ياد استنادي دېوال بشپړ شي، په ډاډ سره ويلاى شي، چې د پسرلنيو سېلابونو پر مهال به د سيمې زرګونه جريبه ځمکه، لسګونه کورونه او سلګونه متره پوخ سړک د سېلاب له زيانونو خوندي پاتې شي.

نوموړي له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د دغې ولسوالۍ د شګې په سيمه کې دې هم د لوى خوړ پر وړاندې، چې ټول کال روانې اوبه لري، د يو بل استنادي دېوال چارې پيل کړي.

د يوه بل خبر له مخې، د حقوقي پرمختيايي موسسې (ALSDO) له لوري د ننګرهار په اوو ولسواليو او شپږو ښاري حوزو کې پر ٥٣٠ پوليسو او ځوانانو د سلواغې په ١٣ سپورټي وسايل و وېشل شول.

د دغې موسسې رييس قاضي محمد اسماعيل شګيوال پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پروژه يې له کورنيو چارو وزرات سره په ګډه د اوو مياشتو لپاره په دې موخه پيل کړې، چې د پوليسو او ټولنې تر منځ باور او اړيکې زياتې شي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغې پروژه به ٢١٧زره امريکايي ډالر لګښت راشي.

د شګيوال په وينا، ياد توکي يې په ٢٨ لوبډلو و وېشل، چې ١٤يې د کرکټ او ١٤نور د فوټبال وو.

نوموړي زياته کړه، د کرکټ په هره لوبډله کې پنځه او د فوټبال په هره لوبډله کې درې پوليس غړيتوب لري، چې د هرې مياشتې په اوږدو کې به يو ځل د دوى د موسسې په لګښت د ٤٨ لوبډلو ترمنځ يوه سيالي جوړيږي.

شګيوال وويل، چې له لوبه کوونکو٥٣٠ تنو څخه ٣٢٢ پوليس او ٢٠٨ د ښوونځيو زلمي زده کوونکي دي.

د جلال اباد ښار د دوهمې امنيتي حوزې مرستيال لومړي څارن مسافرخان پژواک ته وويل، چې د خلکو او پوليسو دغه ګډه پروژه به له ولس سره د پوليسو همغږي رامنځ ته، ځوانان به د پوليسو ليکو ته ورجلب او يو بل به د ډاډ او باور په فضا کې له خپلو دندو خبر کړي.

د جلال اباد ښار کې د الخدمت ټولنې يو غړى اتلس کلن زلمي محمداجمل پژواک ته وويل، چې ځوانان به له پوليسو سره د لوبو له لارې اړيکې پيدا کړي، له ورانکارو کړنو او نشه يې توکو له روږدي کېدو به يې وساتي.

د يادونې ده، چې د دغې پروژې د روزنې درې مياشتنۍ لړۍ دوه اونۍ وړاندې سر ته رسېدلې وه.