کابل (پژواک ١٨سلواغې٩٠ ) د محمد شفيق حقپال لخوا ژباړل شوى کتاب ( د قران کريم اعجاز) او د هغه لخوا ليکل شوي کتابونه ( د اسلام حقانيت ) او ( د اروايي ستونزو برى ) له چاپه راووتل .
ليکوال محمد شفيق حقپال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اسلام حقانيت په نوم کتاب کې يې د اسلام د سپېڅلي دين دحقانيت په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
هغه زياته کړه : ((په دې کتاب کی هڅه شوې، چې د اسلام سپېڅلى دين له نورو دينونو سره پرتله شي او د اسلام د دين ښېګڼې او د مسلمانانو د بېرته پاتي والي عوامل په کې په ګوته شي .))
دى وايي، چې د اروايي ستونزو برى کتاب ده په پښتو ژبه ليکلى او د دوو کسانو ( شريف بها او ضيا روشنګر ) په مرسته يې دري ته هم ژباړلى او په دواړو ژبو چاپ شوى دى .
هغه زياته کړه ، چې په دې کتاب کې له اروايي ستونزو سره د مبارزې د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، د قرآن کريم اعجاز هغه کتاب دى ، چې ترکي ليکوال هارون يحيى ليکلى، ډاکتر فريد دري ته او ده پښتو ته ژباړلى دى .
حقپال وايي، چې دغه کتاب د هېواد په ځينو پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت د مضمون په توګه تدريس کيږي.
سرچينه وايي،چې دغه کتابونه په دې وروستيو کې د ( عليشاه کتاب پلورنځي او خپرندويه مرکز ) لخوا په ښکلي صحافت چاپ شوي دي.
د ( دهيلو غوټۍ) په نوم د حقپال شعري ټولګه او د ( اوسنی عصر او مسلمانانو دندې) په نوم د هغه بل کتاب مخکې چاپ شوي دي .
محمدشفيق حقپال د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ د کريمدادو په سيمه کې په ١٣٤٤ کال کې زېږېدلى دى.
دى د کابل ښار د سپين کلي له لېسې او د کابل د تخينک انستيتوت د برېښنا له څانګې فارغ شوى دى.
حقپال په پېښور کې د سيد جمال الدين په لېسه او د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ د خالد بن وليد په لېسه کې د ښوونکي ، د باختر په خبري اژانس کې د سياسي مبصر، په ملي راډيو کې د وياند په توګه او په ځينو نورو موسسو کې يې هم بېلابېلې دندې تر سره کړې دي .









