کابل ښار (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٠): افغان دولت ته د پروان د محبس، چې لومړى د بګرام په نوم يادېده، د چارو لېږد او ولسي جرګې ته د کابينې د پاتې وزيرانو د نوملړ د استونې په څېر موضوعاتو سربېره د کابل چاپ ډېرو ورځپاڼو نن هم د افغان سولې بهير او په قطر کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ ترسره شوې خبرې اترې د خپلو سرمقالو لپاره غوره کړې دي.
د ويسا ورځپاڼه په خپله نننۍ سرمقاله کې په قطر کې د امريکا د ځانګړي استازي ګروسمن او د طالبانو د استازو ترمنځ خبرو اترو ته په اشارې سره په داسې حال کې، چې د دغو خبرو اترو له ناکامۍ خبرې کوي، د افغانستان د سولې په اړه د امريکا نيت ته د شک په سترګه ګوري.
ويسا ورځپاڼه بيا هم د تېر په شان د قطر په پروسه كې د افغان حکومت نه ګډون د لومړي شك په توګه شمېرې او په دې باور ده، چې تر څو د بين الافغاني تفاهم زمينه برابره نه شي، څو په خپله افغانانو ته دا شرايط برابر نه شي، چې په خپلو كې سره كېني او يو د بل دريځ درك كړي، د بهرنيو لوريو او كوم افغان اړخ ترمنځ خبرې نه شفافې بلل كېداى شي، نه باوري بهير كېداى شي، چې ولس يې ملاتړ وكړي.
ويسا ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې پر سرمقالې سربېره يوه تحليلي ليکنه هم خپره کړې او د هغې په ترڅ کې يې د ناټو او امريکا له لوري د افغان ملي ځواکونو دنه پياوړي کولو لاملونه څېړلي دي.
د ليکوال په دغه نظر دى، چې افغان ملي اردو، ملي پوليس او ملي امنيت له يوې خوا يوه اوږده بې هدفه او ستومانوونكي جنګ ته ورټېل وهل شوې، چې هره ورځ تلفات وركوي او له بلې خوا يې امريكا په نن او سبا غولوي اونه غواړي افغان پوځ له ضرورت سره سم وسلوال كړي.
د محور ورځپاڼه هم په خپلې نننۍ سرمقاله کې د امريکا او د طالبانو د استازو ترمنځ خبرو اترو ته اشاره لري او د هغو دريو وړانديزونو يادونه کوي، چې د ورځپاڼې په ليکنه، طالبانو ته وړاندې شوي، خو د هغوى له خوا نه دي منل شوي.
د محور ورځپاڼه تر دغه سرليک لاندې (سوله، خو په کومه بيه) ليکي، چې د افغانستان لپاره اوس تر ټولو مهم لومړيتوب سوله ده، خو داسې سوله نه چې پاى يې بېرته کورنۍ جګړې وي.
د سرنوشت ورځپاڼې هم همدا موضوع څېړلې او په دې نظر ده، چې دا تر ډېره ښکاره شوې، چې د قطر خبرې د سولې لپاره نه، بلکې هر لورى له دغو مذاکراتو ځان ته ځانګړې موخې لري او د ورځپاڼې په خبره د افغانستان سوله ورته ډېر ارزښت نه لري.
د سرنوشت ورځپاڼې په سرمقاله کې د قطر د خبرو اترو د دواړو لورو (امريکا او طالبانو ) د موخو او اهدافو تر څېړنې وروسته وړاندې ليکل شوي، چې له بده مرغه د قطر د خبرو اصلي قرباني په افغانستان کې سوله ده؛ ځکه د قطر خبرې نه يوازې دا چې موږ ته سوله نه راوړي، بلکې په کور د ننه او بهر د سولې لپاره جوړ شوى عامه ذهنيت، عمومي اراده او پيل شوې نيمګړې هڅې هم له پښو غورځوي.
د سرنوشت ورځپاڼه هم په خپله نننۍ ګڼه کې پر سرمقالې سربېره د سولې خبرې اترې او د پاکستان سودا تر سرليک لاندې يوه تحليلي ليکنه خپره کړې، چې په ترڅ کې يې د افغان سولې موازي خبرو اترو ته اشاره لري او ليکوال يې په دې اند دى، چې پاکستان به اوس هڅه کوي، چې له تر ناټو وروسته د افغانستان په راتلونکي کې ځان ته ځاى وګوري.
د افغانستان ورځپاڼې هم خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې او په دې اند ده، چې د سولې لپاره په ازمويل شوې لاره بايد لاړ نه شو.
افغانستان ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې ليکي، چې د افغانستان د خلکو د غوښتنو ځانګړې کېدل، د خبرو اترو د پلاوو مشخص تعريف او د دوى د پېژندګلوي مشخص کېدل، هغه سياسي او ټولنيزو ډلو ته د ونډې ورکول دي، چې د افغانستان د خلکو له يوې برخې استازيتوب کوي، هغه لومړني کارونه دي، چې بايد د مذاکرې پر مېز تر ناستې وړاندې څرګند شي.
د ملي باور ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د پاکستان دريځ ته ګوته نيسي او د دې پوښتنې په را ولاړولو سره، چې سوله هم چا ته زيان اړولى شي؟ ليکي، چې سوله د ټولې نړۍ په ګټه ده او د نړۍ ټول هېوادونه، په تېره بيا د افغانستان ګاونډي هېوادونه بايد په افغانستان کې د سولې له بهير څخه ملاتړ وکړي.
د هشت صبح او هېواد دولتي ورځپاڼو په خپلو نننيو سرليکنو کې افغان دولت د پروان زندان د چارو د سپارلو موضوع له دوو جلا جلا اړخونو څېړلې ده.
هشت صبح ورځپاڼه په دې باور ده، چې د افغان دولت تر کنټرول لاندې محبسونو څخه د بنديانو ډله ييزه او انفرادي تېښته او دغو زندانونو ته د وسلوالو مخالفينو لاسرسى، د دغو محبسونو په اداره کې د دولتي ځواکونو نا تواني ښکاروي او دا خبره د اندېښنې وړ گڼي، چې بايد مخنيوى يې وشي.
خو هېواد دولتي ورځپاڼه بيا د هشت صبح په غبرګون افغان دولت ته د دغه زندان د چارو د سپارلو د ژر تر ژره عملي کېدو غوښتونکې ده.
د هېواد ورځپاڼې د سرمقالې ليکوال په دې اند دى، چې د افغانستان په دننه کې د امريکايي او نورو بهرنيو ځواکونو د زندانونو شتون د افغانستان د ملي حاکميت د تر پښو لاندې کېدو په معنى ده او په همدغه دليل بايد د بگرام زندان چارې ژر تر ژره افغان دولت ته وسپارل شي.
د خدمتګار ورځپاڼې په خپله نننۍ سرليکنه کې دکندهار د ميانشين ولسوال هغو خبرو ته اشاره کړې، چې د دې ولسوالۍ د خلکو په ژوند کې اسانتياوې را منځ ته شوې او د ورځپاڼې په خبره، جګړه له خلكو د كارونو او پرمختګ فرصت اخلي او د ارزښتونو د توليد مخه نيسي.
د خدمتګار ورځپاڼه په دې اند ده، چې د افغانستان اوسنۍ جګړه له بهر نه تمويلېږي او ليکي، پوښتنه دا ده، چې كه ايران، پاكستان او طالبان افغانانو ته زيان اړوي او فرصتونه يې لوټي، نو افغانان ولې دا حق ونه لري، چې د دغو زيانونو مخنيوى وكړي.
د خدمتګار ورځپاڼې هم په خپله نننۍ ګڼه کې د ورځپاڼې د ليدلوري په دايمي کليشه کې د افغانستان، پاکستان او ايران د راتلونکې سرمشرېزې غونډې په اړه يو تحليل د(( په اسلام اباد کې سرمشريزه د چا په ګټه ده؟ )) تر سرليک لاندې خپور کړى دى.
د دغه تحليل ليکوال په دې نظر دى، چې دا غونډه د پاکستان له خوا په داسې حال کې رابلل شوې، چې له امريکا سره هم د ايران او هم د پاکستان اړيکې تر ډېره حده ترينګلې دي.
دنوموړي په اند، دغه سرېزه به افغانستان ته د ګټې پر ځای تاوان ولري؛ ځکه د پاکستان او ايران اصلي مقصد به دا وي، چې امريکا ته په کې خپل زور وښيي، حال دا چې د افغانستان دا په ګټه نه ده، چې لوېديځ له ځانه مايوسه کړي.
او په پاى کې د ارادې ورځپاڼه د کابينې د سرپرستو وزيرانو په اړه په خپله سرمقاله کې ليکي، چې په تېر يونيم کال کې څوځلې ولسي جرګې ته د کابينې د پاتې غړو د ور پېژندلو غوښتنه کړې، خو حکومت هر ځل ژمنه کړې او عملي کړې يې نده .










