کابل (پژواک ٢٤ سلواغې ٩٠): د کولتوري چارو يو شمېر پوهان په هېواد کې د عاشقانو د ورځې نمانځل د بهرني کولتور يرغل بولي او له دولت څخه غواړي چې د دا ډول يرغلونو مخه ونيسي.
د دې ترڅنګ ديني علما هم وايي، چې د عاشقانو د ورځې نمانځل د اخلاقي مفاسدو لامل ګرځي؛ نو د اسلام له نظره يې نمانځل ناورا دي.
دا ورځ، چې د فبرورۍ په څوارلسمه (سبا) د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې نمانځل کېږي، په دې وروستيو کې د کابل ښار په ګډون د هېواد په يو شمېر لويو ولايتونو کې يې هم نمانځنه پيل شوې ده.
د عاشقانو نړيواله ورځ (Valentine Day) په لوېديځو هېوادونو کې دود دى، چې عاشقان په دې ورځ يو بل ته د خپلې مينې څرګندونه کوي او د مينې دغه څرګندونه معمولاً د عاشقانو د ورځې د کارت، د ګلانو ګېډۍ، شېريني، ټېلېفوني پيغامونو او نورو بېلابېلو ډاليو په لېږلو سره نمانځي.
په دې ورځ په يادو هېوادونو کې د ګلانو، ګاڼو، شيريني او کارتونو په پلورنځيو کې ځانګړې ګڼه ګوڼه وي.
په افغانستان کې هم دا ورځ د عاشقانو له لوري خپلو معشوقو ته د عاشقانو د ورځې د کارتونو، د ګلانو ګېډۍ، شېريني، ډاليو او داسې نورو په لېږلو سره نمانځل کېږي او يو بل ته د مينې څرګندونه کوي.
د کولتوري چارو کارپوه او ليکوال څېړندوى استاد حبيب الله رفيع، د عاشقانو د ورځې نمانځل په هېواد کې د بهرني کولتور يرغل بولي او زياتوي، چې ځينې لوېديځوال هڅه کوي خپل کولتور په افغانستان کې پلى او د هېواد ملي فرهنګ له منځه يوسي.
هغه وايي: ((د عاشقانو د ورځې نمانځل يو ډېر مزخرف کار دى او په افغاني ملي فرهنګ کې ځاى نه لري.))
استاد رفيع پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ځينو لوېديځوالو د پردې تر شا هڅې پيل کړي او په دې برخه کې ډېرې پيسې لګوي، څو ځوانان دې ته چمتو کړي چې په افغانستان کې غربي فرهنګ پلى شي، چې يوه بېلګه يې د عاشقانو د ورځې د نمانځلو رامنځ ته کول دي.
نوموړى وايي: ((بهرنيان غواړي په دې کار سره زموږ ملي فرهنګ له منځه يوسي او ځوانان له ملي فرهنګ څخه لرې وساتي.))
د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد وحيد غروال هم د عاشقانو د ورځې نمانځل فرهنګي يرغل بولي او زياتوي، چې دا کار د هېواد له منل شوي ملي او اسلامي فرهنګ سره سمون نه لري.
هغه وايي: ((په عدلي او قضايي ارګانونو کې جنايي دوسيې شتون، کورنى تاوتريخوالى، له کورونو څخه تېښته، خپلسري ودونه، دا ټول هغه کارونه دي چې له همدې ډول ناوړه فرهنګ څخه سرچينه اخلي.))
د ده په وينا، دا ټول کارونه د يو شمېر بهرنيانو له لوري د ځوانانو د بې لارې کولو په موخه په کار اچول شوي او بايد کورنۍ په دې برخه جدي کړنې ترسره او مخنيوى يې وکړي.
نوموړي پژواک ته وويل: ((که د دې ډول ناوړه فرهنګونو د يرغل مخه ونه نيول شي، نو په راتلونکي به د ((د دروغو ويلو)) ورځ هم ونمانځل شي.))
استاد غروال وايي، که چېرې دولت د دې کار مخه ونه نيسي او د مسووليت احساس ونه وکړي، نو افغاني ملي فرهنګ به تر پښو لاندې او ځاى به يې غربي فرهنګ ونيسي.
د دې ترڅنګ ديني علما هم په هېواد کې د عاشقانو د ورځې نمانځل د بهرني فرهنګ يرغل بولي او وايي، چې د دې ورځې نمانځل په هېواد کې د اخلاقي مفاسدو لامل ګرځي.
ديني عالم مفتي شمس الرحمن فروتن وايي، دا چې د دې ورځې نمانځل په هېواد کې د اخلاقي مفاسدو لامل ګرځي، نو نمانځل يې د اسلام له نظره ناروا دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د دې ورځ نمانځل پر ځوانانو ډېر ناوړې او منفي اغېزې لري، د عاشقانو د ورځې د نمانځلو په بهانه ډېر ځوانان (هلکان او نجونې) تښتول کېږي، له اسلام نه منحرفېږي او اخلاقي مفاسدو ته مخه کوي.
د ده په وينا، د عاشقانو د ورځې نمانځنه د اسلام له نظره کوم شرعي بنسټ نه لري، ډېر شمېر نجونې او هلکان د دې ورځې له نومه ناوړه استفاده کوي او خپل ناروا هوسونه ترسره کوي.
فروتن وايي: ((د عاشقانو د ورځې نمانځنه ناروا کارونو، ابتذال او اخلاقي مفاسدو ته لاره هواروي، نو دا کار ګناه او حرام دى.))
هغه وايي، د عاشقانو د ورځ په نوم د ورځې نومول ناروا نه دي او بله دا چې دا ورځ په خپله ناروا کارونو ته لار هواروي، نو ځکه يې نمانځل ناروا دي.
نوموړي په دې اړه د رسول الله صلى الله عليه وسلم يو حديث مبارک وړاندې کوي، چې فرمايلي يې دي: ((هر هغه کار، هر هغه فرهنګ، هر هغه عمل چې سبب د ګناه وګرځي، ګناه او حرام دى.))
هغه څرګنده کړه، چې د عاشقانو ورځ يو بهرنى فرهنګ او له لوېديځې نړۍ راغلى يو غير اسلامي کار دى؛ غربي نړۍ غواړي د دې فرهنګ له لارې پر ځوانانو منفي اغيزې وښندي، ګمراه يې کړي، ناورا او اخلاقي مفاسدو ته يې وهڅوي.
فروتن وايي: ((که د هلک او نجلۍ ترمنځ د زوجيت رابطه نه وي، هر ډول تماسونه، ټېلېفوني پيغامونه، ناسته ولاړه، تحفې او ډالۍ او نورې هر ډول اړيکې په هر وخت کې ګناه او حرام دى.))
خو هغه د دې ترڅنګ زياته کړه، چې داسې ډېرې ورځې شته چې نمانځل يې د ناروا او اخلاقي مفاسدو لامل نه ګرځي؛ په اسلام کې يې نمانځل نه دي منع شوي، لکه د ښځو، معيوبينو او يا هم د يو شمېر نورو ورځو نمانځل.
هغه په اسلام کې مينه او محبت ناورا نه بولي، خو زياتوي: ((که چېرې عاشقي مشروع او روا وي، مينه له هغه چا سره وي چې اسلام نه وي منع کړي، له الله جل جلاله سره مينه، له پيغمبر صلى الله عليه وسلم سره مينه، له اسلام سره مينه، له قران کريم سره مينه، له خپلې مېرمنې سره مينه، دا مشکل نه لري؛ خو د ورځې تعيينول يا د ورځې ځانګړې کول نه دي ضروري.))
د ده په وينا ، دا کار بايد هره ورځ او هره شېبه وشي او د دې لپاره د ورځو ټاکل نه دى ضرور.
د دې ورځې په اړه ويل کېږي چې په پخواني روم کې، دا چې ډېر ځوانان جګړو ته لېږل کېدل، نو د وخت د پادشاه له لوري واده کول منع اعلان شول؛ خو يو شخص چې سنټ والنټاين (Saint Valentine) نومېده او د روم په کليسا کې و، په پټه يې د نجونو او هلکانو نکاح تړلې.
کله چې د وخت بادشاه له دې موضوع خبرېږي، نو والنټاين زنداني کوي؛ خو په زندان کې والنټاين د فبروري په ١٤مه، د زندان پر يوې نجلۍ مين شو، کله چې د وخت حکومت غوښتل ياد کس اعدام کړي، نو هغه خپلې معشوقې ته وليکل: ((ستا والنټاين!)).
له هغه وروسته دا ورځ د عاشقانو د ورځې په نوم ونومول شوه، چې معمولاً د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې په دې ورځ عمومي رخصتي وي او د ډېرو خلکو له خوا نمانځل کېږي.










