غزني ښار (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٠): د غزني له ښار تېرېدونکى د کابل-کندهار د لويې لارې ترڅنګ ١٤ کيلومتر سړک تر پخېدو يوه مياشت وروسته بېرته خراب شوى دى.
د غزني ښاروال سيد عبدالبصير نوري نن (د سلواغې ٢٤مه) پژواک اژانس ته وويل، چې په ياد سړک کې د ټيټ کيفيت مواد کارول شوي وو او له همدې امله ژر خراب شو.
د هغه په وينا، چې له ولايتي ادارې او د دغه سړک د جوړونکي ساختماني شرکت له مسوولينو سره يې خبرې کړې او په اړه يې څېړنې هم پيل شوې دي.
د غزني ښار اړوند دغه دوه طرفه سړک، چې د کابل-کندهار له سړک سره موازي جوړ شوى، په غزني کې د امريکا د ولايتي بيارغونې ډلې له لوري پرې پنځه ميليونه امريکايي ډالره لګښت راغلى دى.
د دغه سړک د پخېدو کار اته مياشتې مخکې پيل شو او نږدې دوه مياشتې مخکې پاى ته ورسېد، چې اوس بېرته خراب شوى او کندې په کې جوړې شوې دي.
د غزني د ولايتي شورا غړى امان الله کامراني هم په دې نيوکه کوي، چې په غزني کې د اړيکو او واسطو له مخې قراردادونه کېږي.
کامراني، چې په ولايتي شورا کې د څارنې د کمېټې غړى هم دى، پژواک اژانس ته وويل، چې په غزني کې ډېرى ساختماني کارونه بې کيفيته او لنډمهال دي.
د هغه په وينا، دغه څوارلس کيلومتره سړک د لسو کلونو لپاره تضمين شوى و، خو تر دوو مياشتو په لږه موده کې ويجاړ شو.
تر دې مخکې د غزني په ښار کې د اوبو رسولو د يوې سترې پروژې کار هم له دې امله له نيوکو سره مخ شو، چې د اوبو د نل ليکې پيوندونه د اوبو د فشار له امله وچاودېدل.
د غزني والي موسي خان اکبرزاده هم دا مني، چې سړک خراب شوى او په کې ناکاره ساختماني توکي کارول شوي دي.
د ده په خبره، د سړک جوړونکي قراردادي کمپنۍ به را وغواړي او د خپل پخواني قرارداد له مخې به يې د دغه سړک بېرته جوړولو ته اړ باسي.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه په خپله د دغه سړک د جوړونکي ساختماني شرکت د مسوولينو نظر هم واخلي، خو ونه توانېد.
د يادونې ده، ډېرى ساختماني کارونه د شرکتونو تر منځ د څو لاسه کېدو له امله په ټيټ کيفيت جوړيږي او ژر بېرته خرابېږي.










