غزني ښار (پژواک ٢٧سلواغه ٩٠): د غزني د تاريخي کلا (قلعه غزنين) د نړېدو ګواښ له هغه وروسته زيات شو، چې د روان کال د ليندۍ مياشتې په ٦مه يې د دېوالونو د پاکولو کار پيل شو.
د دې لرغونې کلا يو برج او د لوېديځي برخې د دېوال شاوخوا دېرش متره برخه د روانې مياشتې په ٢٣مه او ٢٤مه، ونړېدل.
دغه کلا د غزنويانو د واکمنۍ پر مهال د غزني کلا بلله کېده او د هېواد مرکزيت او د لوى واکمن د ناستې ځاى و.
که څه هم د دې تاريخي کلا د جوړېدو اصلي نېټه ورکه ده، خو په کلا کې له موندل شويو اثارو پيدا شوې، چې دغې کلا په لومړۍ زېږديزې پېړۍ کې خورا ستراتيژيک ارزښت درلود.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس حميدالله سروري دا مني، چې د دې کلا د دېوال يوه برخه نړېدلې ده.
هغه وايي، په پام کې لري چې د راتلونکي کال په پسرلي کې د کلا دېوال رغونه پيل کړي او په همدې موخه يې د کلا د دېوالونو بېخونه يوه مياشت مخکې پاک کړل.
دى وايي، ځينو کسانو په کې په خپلسر کورونه جوړ کړي، چې له امله يې د کلا د دېوال ځينې برخې زيانمنې شوې دي.
سروري له هغو کورنيو چې کورونه يې د کلا دېوال ته نږدې او د چپه کېدو له ګواښ سره مخ دي، د وتلو غوښتنه وکړه.
څو ورځې مخکې د دې لرغونې کلا يو برج هم راونړېد، چې د يوه کور دوه کوټې هم ورسره نړېدلې وې.
د هغه کور خاوند نورمحمد، چې د کلا له دېوال سره يې د کور درې کوټې هم نړېدلې دي، وايي چې د کلا د دېوال بېخونه او پشتي ورژول شول او له امله يې د کلا ځينې دېوالونه د نړېدو له ګواښ سره مخ شول.
دى وايي: ((زما کور تر دې مخکې هېڅ ستونزه نه لرله، خو کله چې د کلا دېوالونه پاک شول او د بنسټ خاورې يې واېستل شوې، د کور په دېوالو کې درزونه او چاکونه راپيدا شول.))
هغه ادعا وکړه، چې په دې کور کې يې پلرونه او نيکونه اوسېدلي دي،
د هغه په وينا، په کلا کې جوړ شوي کورونه په خپله تاريخي ارزښت لري، بايد د کلا د ساتنې ترڅنګ د کورونو ساتنې ته هم پاملرنه وشي.
د زاړه ښار يو اوسېدونکى ٩٠ کلن عبدالغفور وايي، چې په کلا کې کورونه نوي نه دي جوړ شوي، بلکې هر کور درې يا څلور سوه کاله لرغونتيا لري.
د سرچينې په وينا، هغه زمانه يې ښه په ياد ده، چې د بالابين په برج کې په يوه ښوونځي کې يې زدکړه کوله.
دى وايي، هغه مهال غزني ډېر کوچنى و، نوى ښار نه و، دومره نفوس او خلک نه وو، زاړه او له ښاره د باندې يو څو دوکانونه او کورونه و.
هغه زياته کړه: ((زما د عمر په موده کې تېرو شويو شاوخوا لسو حکومتونو دې کلا، زاړه ښار او بالاحصار ته هېڅ پاملرنه نه ده کړه، دا کلا له شاوخوا ١٥٠٠ کلونو را پدېخوا پوځي مرکز او اوس هم يو ښه پوځي مرکز دى.))
د ولايتي شورا وکيل سيد شېراغا په وينا، يوه مياشت مخکې د کلا د دېوالو بېخونه پاک شول، دا کار بايد په پسرلي کې شوى واى.
دى وايي، په ژمي کې د سختو واورو او بارانو له کبله د کلا نور دېوالونه او برجونه هم د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
د جرمني د اخن پوهنتون ژمنه کړې، چې په نوي کال کې به د بالاحصار او دې لرغونې کلا د رغونې په موخه شاخوا دوه ميليونه يورو ولګوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم په پلان کې لري، چې د ٢٠١٣ کال لپاره د چمتووالي په موخه ٣٦ لرغوني ځايونه او ابدې، چې ټولې يې په مرکز کې دې، ورغوي.










