منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۸ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د بلخ ژورناليستانو په پکتيکا کې د يوه خبريال وژنه وغندله

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۷۱ کتنې

مزارشريف (پژواک ٤ کب ٩٠): د بلخ ولايت ژورناليستانو په پكتيکا كې د وژل شوي خبريال وژنه وغندله او دولت يې له ژورناليستانو سره په نه همكارۍ تورن كړ.

 د بلخ ولايت په مركز مزارشريف ښار كې ((د بلخ د خبريالانو كور)) په دفتر کې د كب په ۴مه، په خبري ناسته كې په پكتيکا كې د مېلمه راډيو د خبريال صمدخان وژنه د ژورنالېزم په ډګر كې يوه ضايعه وبلل شوه.

 د پکتيکا چارواکو تېره ورځ رسنيو ته وويل، چې په اورګون ښار کې د يوې سيمه ييزې راډيو د خبريال ٢٥ کلن صمد خان بهادرزي مړی، چې سر ترې پرې شوى و، د چهارشنبې په شپه، څو ساعته وروسته له دې خپل کور ته نږدې وموندل شو، چې څو تنو ورته ټېلېفون وکړ.

 ((د بلخ د خبريالانو كور)) د ژورناليستانو د دفاع كمېټې مسوول قيوم بابك پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دولت په تېرو لسو كلونو كې د ژورناليستانو هېڅ ډول ملاتړ نه دى كړى.

 نوموړي زياته كړه، د صمدخان بهادرزي وژنه يوه ضايعه ده؛ خو دولت يې پړ وګاڼه، چې له ژورناليستانو سره د نه همكارۍ له امله، په تېرو لسو كلونو كې د بهادرزي په څېر لسګونه نور خبريالان هم د مرګ كومې ته لوېدلي دي.

 د هغه په وينا، له ژورناليستانو سره نه ملاتړ، يواځې د هېواد سوېل پورې لنډ نه دى، بلكې په شمال كې هم ژورناليستان تر پوره ګواښ لاندې دي.

 نوموړي د بېلګې په توګه د فارياب ولايت يادونه وكړه، چې يو شمېر سيمه ييز خبريالان په كې په سمه توګه خپلې دندې نه شي تر سره كولاى.

 همداراز ((د بلخ د خبريالانو كور)) وياند ذبيح الله احساس وويل، چې افغان دولت د خپلو تېرو لسو كلونو په لاس ته راوړنو كې د بيان ازادۍ ته ځانګړى ځاى وركړى، چې د همدې خبريالانو پر مټ يې ترلاسه كړې ده.

 نوموړي زياته كړه، چې صمدخان هم د هېواد د هغو کسانو له ډلې څخه و، چې په تېرو څو كلونو كې يې د بيان د ازادۍ لپاره كار كاوه او بايد دولت يې ساتنه كړې واى.

 د هغه په وينا، افغان دولت د ژورناليستانو د ساتنې او ملاتړ لپاره كومه رڼه پاليسي نه لري، نو ځكه ورته ستونزې پيدا كېږي.

 د خبريالانو د كور څارونكي سمېع الله غوښتون د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل، چې دولت بايد د صمدخان د وژنې پېښه په جدي ډول وڅاري او په رڼه توګه معلومات له ژورناليستانو سره شريك كړي.

 نوموړي هم په دې ټينګار كاوه، چې په شمال كې خبريالان تر ډېره د دولتي او امنيتي ارګانونو د بيا بيا ګواښ له امله له ستونزو سره مخ دي.

 غوښتون كومه كره شمېره په ډاګه نه كړه، خو ويې ويل، چې ډېر وخت د فارياب، جوزجان او سرپل ولايتونو خبريالان له ورته ستونزو سره مخ كېږي.

 په مزارشريف كې د كليد راډيو خبريال عظيم رسالت د صمدخان وژنه وغندله او كورنۍ ته يې د صبر غوښتنه وكړه.

 نوموړي زياته كړه، دولت بايد د ورته پېښو د سپړنې لپاره جدي هڅې وكړي، چې د ورته پېښو د مخنيوي يوه چاره يې ګڼلى شو.