منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۰ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د انجنيرۍ په برخه کې لومړۍ مجله له چاپه راووته

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۲ کتنې

کابل (پژواک ١٣ کب ٩٠): په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د انجنيرۍ په برخه کې مجله له چاپه راووتله.

د (قُلې) په نوم د دې مجلې لومړۍ ګڼه د ۵۰۰۰ ټوکو په شمېر په ۴۶مخونوکې په خورا ښايسته صحافت، ښکلي ډيزاين او رنګه انځورونو سره چاپ شوې ده.

د دې مجلې مسوول مدير محمد شفيق هېوادپال د کب په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مجله د هېواد په تاريخ کې د انجنيرۍ په برخه کې لومړنۍ يوه مياشتنۍ مجله ده، چې ټول مطالب يې په انجنيرۍ پورې اړه لري او ټول افغان انجنيران ترې ګټه پورته کولای شي.

هغه زياته کړه، چې د دې مجلې ټول مطالب په انګليسي، پښتو او دري ژبو کې دي او محصلين ترې ښه ګټه پورته کولى شي.

د هېوادپال په وينا، ياده مجله د ورټکس ساختماني شرکت په مالي لګښت او نوښت چاپ شوې، چې افغان انجنيران به په نړۍ کې د انجنيرۍ په برخه کې له نويو بدلونونو څخه خبروي.

نوموړى وايي، چې دا مجله به له کابل سربېره په يو شمېر ولاياتو کې هم ترلاسه کېداى شي.

د ننګرهار پوهنتون د انجنيري پوهنځي محصل عمران الله کاکړ پژواک اژانس ته وويل، چې له دا ډول مجلو څخه محصلين کولى شي ښه او نوي معلومات ترلاسه کړي.