منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۹ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د ننګرهار ملى راډيو تلوېزيون ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

جلال اباد ) پژواک ١٣  کب ٩٠  ) : د هندوستان د ٥٥٠ زره ډالرو په مرسته د ننګرهار د ملي راډيو تلويزېون نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د دې ودانۍ د پرانېستې په مراسموکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير مخدوم رهين، د هندوستان سفير ګاتم موکو فادا ،د ننګرهار والي ګل اغاشېرزي او د ملي راډيو تلوېزيون لوى رييس محمد زرين انځور ګډون کړى وو.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه دوه پوړيزه ودانۍ  ١١٥ خونې لري او  چارې يې په يوه کال کې بشپړې شوې دي.

نوموړي زياته کړه ، چې نوې ودانۍ ته دوه پنځوس جريبه دولتي ځمکه ورکړل شوې او د وخت په تېريدو به د يوه کمپلکس بڼه غوره کړي.

د هغه په وينا، ددې ودانۍ د احاطې دېوال د شېرزي فاونډېشن په مرسته جوړ شوى دى.

والي د هندوستان له سفيره وغوښتل، چې د ډهلي ((مکس)) روغتون په بڼه يو روغتون دې په جلال اباد ښار کې جوړ کړي ، چې ځايي اداره به يې  ځمکه په اختيار کې ورکړي.

د هندوستان سفير ګاتم موکو فادا،وويل چې هېواديې په تېرو لسو کلونو کې له افغانستان سره دوه ميليارده ډالره مرسته کړې او خپلې مرستې به جاري وساتي.

نوموړى ننګرهار والي ته د رسمي سفر بلنه ورکړه او ژمنه يې وکړه ، چې د يوه ستر روغتون جوړولو هڅې به وکړي.

د ننګرهار ملي راډيو تلوېزيون د خپرونو مدير امرالله روان پژواک ته وويل ، چې د ننګرهار تلوېزيون په ټولو اسيايي هېوادونو کې د ليدو وړ دى .

نوموړى زياته کړه، چې د ننګرهار راډيو ٢٤ ساعته او تلوېزيون په شپه او ورځ کى شپاړس ساعته خپرونې لري.

روان وويل ، چې د نوې ودانۍ له جوړېدو سره يې د ځاى د نشوالي ستونزې هوارې او له دې وروسته به دوى هڅه وکړي، چې د تلوېزيون خپرونې هم زياتې کړي.