منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۰ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

· ۶ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

 کابل ښار (پژواک ١٤ کب ٩٠): د کابل د نن چاپ ورځپاڼو مهم سرټکي په ولسي جرګه کې د وکيلانو شخړو او د دې جرګې د کورنيو دندو په اصولو کې د بدلون په اړه هڅې او د ملي امنيتي ځواکونو په ليکو کې د وسلوالو مخالفينو نفوذ او تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان اقتصادي وضعيت ته ځانګړي شوي دي.

  د ملي باور، سرنوشت او هشت صبح ورځپاڼو درې واړو د ولسي جرګې کشالې را اخيستې او د دې جرګې د کورنيو دندو د اصولو د بدلون موخې يې څېړلې دي.

 د ملي باور ورځپاڼې په خپله نننۍ سرليکنه کې ((په ولسي جرګه کې فساد)) ليکي، چې د کورنيو دندو په اصولو کې بدلون هغو وزيرانو ته د رايې ورکونې په موخه ترسره کېږي، چې تېر ځل يې ونه شو کړاى له پارلمان څخه د باور رايه ترلاسه کړي.

 ورځپاڼه د هغو وکيلانو خبرو ته هم ګوته نيسي، چې پرون يې د جرګې په تالار کې يو شمېر کانديد وزيران تورن کړل، چې ځيني وکيلانو ته يې پيسې ورکړې او پوښتي، چې ولې ښاغلى ولسمشر دغه ډول کسان د وزيرانو په توګه ټاکي، چې د ورځپاڼې په خبره له وړاندې په فساد کې ښکېل دي؟

 د سرنوشت ورځپاڼه تر دغه سرليک لاندې، چې فساد قانوني کېږي، همدا موضوع څېړلې ده او په دې اند ده، چې که تر دې دمه افغانستان په فساد کې د ښکېلو هېوادونو په ډله کې راځي، نو اټکل دى، چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان د نړۍ لومړى درجه مفسد نظام ولري.

دغه ورځپاڼه په پارلماني ټاکنو کې د فساد هغه اوازې هم څېړلې، چې د ورځپاڼې په خبره، په سمه توګه ونه څېړل شوې، خو ليکي چې اوس ويل کېږي چې د ولسي جرګې غړي له کانديد وزيرانو پيسې اخلي، اوس هم دا مسئله جدي نه نيول کېږي، وېره ده چې دا تقنيني ارګان فساد ته قانوني رنګ ور نه کړي.

د هشت صبح ورځپاڼې هم ورته موضوع څېړلې او د ولسي جرګې د کورنيو دندو د اصولو په چوکاټ کې د بدلون راوستلو موخو ته په اشارې سره ليکي، چې اساسي ستونزه د ولسي جرګې د داخلي دندو په اصولو کې نه ده، بلکې دا موضوع په معاملو، جوړ جاړيو او ترټولو مهمه په قومي او تنظيمي مسايلو پورې اړه لري.

 هشت صبح ورځپاڼه د ولسي جرګې دا پرېکړه، چې ټولو نهو کانديد وزيرانو ته په يو ځل او په ښکاره رايه ورکوي، عملي نه ګڼي او په دې اړه ليکي، چې ټوليز غبرګون او په ډاګه رايه ورکونه به وکولاى شي ټول قوي او ضعيف وزيران د پارلمان له فلټر څخه تېر کړي او وړانديز کوي، چې وکيلان دې په غور د وزيرانو کاري پلانونه وګوري او په اجرايي کارونو کې دې د هغوى پخوانۍ کړنې هم و ارزوي.

 د افغانستان او ماندګار ورځپاڼو بيا د دولت د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د وسلوالو مخالفينو نفوذ څېړلى او په دغه نظر ده، چې ملي اردو ته د منسوبو کسانو په لاس، په تېره لنډه موده کې د امريکايي سرتېرو او افسرانو پر له پسې وژل د افغانستان او اړوند هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ د فضا په رامنځ ته کېدو کې مرسته کوي.

 د افغانستان ورځپاڼه په دې اند ده، چې د امريکايي ځواکونو پرله پسې او په زنځيري بڼه وژنو د افغاني او نړيوالو امنيتي ځواکونو ترمنځ ډېر پېچلى او ماتېدونکى وضعيت را منځ ته کړى دى.

  ورځپاڼه په دولتي ادارو او په تېره بيا په کورنيو چارو او دفاع وزارتونو کې شته نيمګړتياوو ته په اشارې سره ليکي، چې دمګړى د امنيتي سازمانونو مسوولين نه د استخدام د پروسې د کنټرول توان لري او نه هم کولاى شي شکمن او ناکاره کسان تر څېړنو ګروېږنو لاندې ونيسي؛ ځکه نو دا شک شته چې دا ډول پېښې به په راتلونکي کې په بل ډول هم تکرار شي.

 د ماندګار ورځپاڼه هم پر همدې موضوع ليکنه کوي او ليکي، چې د هېواد د امنيتي ځواکونو له خوا پر بهرنيو سرتېرو ډزې، د ناټو او ايتلاف ځواکونه په کلکه اغېزمن کړي دي.

دغه ورځپاڼه وړاندې ليکي، چې دا پېښې ښکاروي، چې د سيمې استخبارات په تېره بيا د پاکستان استخبارات منظم پروګرام جوړ کړى دى، تر څو وکولاى شي ناټو او ايتلافي ځواکونه په خپلو امنو خونو کې له امنيتي ګواښونو سره مخ کړي.

  همدارنګه خدمتګار ورځپاڼه هم په امنيتي ادارو كې د اشخاصو په ګومارلو كې اداري معيارونو او نورمونو ته پاملرنه ضروري ګڼي او هغه شکونه څېړي، چې د افغان ملي ځواکونو په لاس د امريکايي او نورو بهرنيو سرتېرو له وژل کېدو څخه را ولاړ شوي دي.

 دا ورځپاڼه په داسې حال کې، چې په دې وروستيو كې په امنيتي ځواكونو كې د طالبانو او بهرنيانو د اعمالو د نفوذ له امله را ولاړې شوې اندېښنې څېړي، په دې اند ده چې افغان امنيتي ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو په سپارلو سره د دوى كار جدي كېږي او ټينګ انضباط او ډسپلين ته اړتيا شته، چې د اشخاصو په ګومارلو كې مسلكي وړتيا، تجربه، شاليد او د نورو اداري معيارونو او نورمونو په پام كې نيول د دغو ځواكونو د ننني خونديتوب ډاډ وركولاى شي.

 د ملي آرمان ورځپاڼه بيا د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن حنا رباني کهر هغه څرګندونې را اخيستې، چې وايي د افغانستان په اړه د پاکستان اوسنۍ کړنې بايد د دغه هېواد د تېرو کړنو د له په پام کې نيولو پرته وڅېړل شي.

 دغه ورځپاڼه د پاکستان د بهرنيو چارو د وزېرې د دې خبرو په څېړلو سره په دې اند ده، چې د پاکستاني چارواکو دغه ډول نظريات د افغانستان په تېرو کورنيو جګړو کې د هغوى ککړتيا ښيي.

 د ويسا ورځپاڼې بيا هم د تېرې ګڼې په څېر له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو د سند لاسليک ته ګوته نيولې او تر دغه سرليک لاندې، چې ا صلي ستونزه چيرته ده؟ په دې اند ده چې له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو د سند د لاسليک په لار کې اصلي خنډ د دواړو هېوادونو د ولسونو او چارواکو ترمنځ شته فکري او نظرياتي توپير دى.

 ويسا ورځپاڼه د دغو فکري او نظرياتي توپېرونو په څېړلو سره ليکي، چې له امريكا سره د افغان حكومت د ستراتيژيكو همكاريو د تړون او له نړۍ سره د ښـو اړيكو په مخكې تر ټولو ستر خنډ همدغه فكري توپير او د مفاهيمو تعبيرونه دي، تر هغو چې دغه ستونزه حل نه شي، د زور او فشار تر سيوري لاندې كه تعهدونه او تړونونه وشي هم، بې معنا دي، هېڅكله به هغه كركې كمې نه كړي چې امريكايي انسان ته يې نړۍ په سره تنور بدله كړې ده.

  او د محور ورځپاڼه بيا په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان څخه د بهرنيو سرتېرو تر وتلو وروسته د افغانستان اقتصادي وضعيت ته پاملرنه کړې او په دې اند ده، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به د افغانستان يوازېنۍ غټه عايداتي سرچينه د دغه هېواد کانونه دي.

 ورځپاڼه په دغه نظر ده، په داسې حال کې چې افغان چارواکي د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګې اچونې لپاره د بهرنيو پانګه والو په تشويق بوخت دي، په کور دننه د کانونو د را ايستلو لپاره د يوه ميکانيزم د جوړلو په برخه کې خاص څه نه دي ترسره شوي.