کابل (پژواک ١٦ کب ٩٠): په کابل کې د حضرت محمد(ص) د (سيرت ستوري) سياليو له شاوخوا ١٢زره ګډونوالو څخه ٢٤٠٠ تنو، چې ٤٠سلنه يې ښځينه وې، د دغو سياليو دويم پړاو ته لار ومونده.
دا څرګندونې په کابل کې د وزير محمداکبرخان د جامع جومات د کولتوري کمېټې مشر قاري عبدالمبين ماهر پژواک خبري اژانس ته وکړې.
د هغه په وينا، په دغو سياليو کې، چې د کابل د وزير محمد اکبرخان د جامع جومات له لوري پر لاره اچول کېږي، د مرکز او ولايتونو له ١٦ کلونو د لوړ عمر لرونکي کسان، چې لږ تر لږه تر اتم ټولګي زده کړې ولري، ګډون کوي.
د ده د معلوماتو له مخې، دغو سياليو ته ١٣زره تنو، چې شاوخوا ٣٥ سلنه يې ښځې وې نوم ليکنه وکړه او د نوم ليکنې پر مهال ورته د حضرت محمد(ص) د سيرت اړوند ١٠٣ پوښتنې په ليکلې بڼه ورکړل شوې.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، ګډونوالو ته د کب تر څلورمې وخت ورکړل شوى و، تر څو پوښتنې په ليکلې بڼه ځواب او يادې کمېټې ته يې وسپاري.
دى وايي، چې د ازموينې پاڼې د شل کسيزې کمېټې له خوا وکتل او پايلې يې نن اعلان شوې.
د ده د معلوماتو له مخې، ياد شوي ٢٤٠٠ تنه هغه کسان دي، چې سل سلنه نومرې يې تر لاسه کړې دي.
د هغه په وينا، د دغو سياليو د دويم پړاو ازموينه د کابل د پل خشتي په جومات او يا د سلام په پوهنتون کې د راتلونکې جمعې په ورځ اخيستل کېږي او هغه سل تنه دريم پړاو ته لار مومي، چې تر نورو يې ډېرې نومرې ترلاسه کړې دي.
هغه زياته کړه، چې له يادو سلو کسانو د تقريري ازموينې له لارې د سيالۍ د لومړي، دويم او دريم مقام ګټونکي (د سيرت ستوري) پېژندل کېږي.
د ده د څرګندونو له مخې، د لومړي مقام ګټونکي ته صفر کيلومتر لوړ ماډل کرولا موټر ورکوي، د دويم مقام ګټونکي ته د عمرې د دوو حجونو امکانات او د دريم مقام ګټونکي ته د عمرې د يوه حج امکانات برابروي.
دى وايي، چې پاتې نورو ٩٧تنو ته د سيرت د کتابونو، کمپيوټرونو او د ګرځنده ټيلېفونونو د سيټونو ډالۍ په پام کې نيول شوې دي.
هغه وويل، چې دغه ډالۍ د افغانستان د سوداګرۍ د خونې په مرسته برابرې شوې دي.
تر دې وړاندې د وزير محمداکبر خان د جومات له خوا د سيرت د ستوري دوې سيالۍ تر سره شوې دي.
قاري عبدالمبين ماهر وايي، چې تېر کال د دغو سياليو په دويم پړاو کې ٤٥٠٠ تنو، چې ٤٠سلنه يې ښځينه وې، ګډون کړى وو او د لومړي مقام ګټونکي ته يې، چې عبدالظاهر نومېده، ٢٠١١ ماډل کرولا موټر ورکړل شو.
دى وايي، چې د دويم او دريم مقام ګټونکې نجونې وې، چې هرې يوې ته يې د حج د دوو عمرو امکانات برابر شول، ترڅو د عمرې پر مهال له ځان سره شرعي محرم هم ولري.
ده وويل، چې د دغه پړاو د سياليو پاتې ٥٧ نورو کسانو ته د سيرت کتابونه، کمپيوټرونه او د ګرځنده ټيلېفونونو سيټونه ورکړل شول.
د هغه د معلوماتو له مخې، د دې دورې ډالۍ هم د سوداګرۍ خونې په مرسته برابرې شوې وې.
سرچينه زياتوي، چې د سيرت ستوري لومړۍ سيالۍ په ١٣٨٨ کال د ٢٥٠٠ تنو په ګډون، چې ٣٠ سلنه يې ښځينه وې، ترسره شوې.
دى وايي، چې په دغو سياليو کې د سيرت د دريو ستورو په ګډون ١٢ تنو ته، چې درې يې نجونې وې، ډالۍ ورکړل شوې.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو ډاليو کې د لومړي مقام لپاره يو کمپيوټر او نورو ته د سيرت کتابونه او د ګرځنده ټيلېفونونو سيټونه، چې د همدغه جومات له خوا برابر شوي وو، ورکړل شول.
قاري عبدالمبين ماهر وايي، چې له دغو سياليو څخه موخه د بشريت د ستر لارښود حضرت محمد(ص) له سيرت سره د خلکو، په تېره بيا د ځوانانو لا ډېر اشنا کېدل دي.










