منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۱ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

يو شمېر ښځې د شريعت او افغاني کولتور پر رعايت ټينګار کوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

کابل ښار (پژواک ١٨ کب ٩٠): يو شمېر ښځې، چې له کوره بهر کار کوي، د مارچ د اتمې (د ښځو نړيواله ورځ) په مناسبت د مبارکۍ په ترڅ کې وايي، چې ټولې ښځې او نجونې بايد له کوره بهر د شريعت په رعايتولو او افغاني فرهنګ په ساتلو سره کار وکړي.

نن (د کب ١٨مه) د مارچ اتمه نېټه د ښځو له نړيوالې ورځې سره سمون خوري، چې دغه ورځ د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

د ښځو چارو وزارت د انسجام او نړيوالو اړيکو د رياست کارکوونکې ذکيه ابراهيمي د هېواد ښځو ته د مارچ د اتمې د مبارکۍ ترڅنګ وايي؛ په کار ده، د ټولنې هغه خويندې، چې له کوره بهر کار کوي، شرعي جامې واغوندي او مسلمانې ښځې بايد وښيي، چې هغوى هم کولى شي د اسلامي شريعت په چوکاټ کې له کوره بهر کار کولاى شي.

نوموړې، چې تور اوږد کمېس يې اغوستى او سپين ټيکرى يې پر سر و، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((يو شمېر ښځې او نجونې ټيکري نه پر سروي، لوېديځې جامې لکه تنګ پتلون او لنډ جمپر او ځينې نورې بيا نازکه او نيمه بربنډې جامې اغوندي، چې د اسلامي شرعيت خلاف دي.))

د هغې په وينا، د داسې جامو اغوستل د دې لامل کېږي، چې يو شمېر خلک پرې نه ږدي، چې د هغوى ښځې او لوڼې له کوره بهر کار وکړي.

ذکيه چې د ښځو چارو وزارت د کار له پيله تر اوسه په دغه وزارت کې کار کوي، زياتوي، چې له لومړيو نه تر اوسه يې د دندې پر مهال هڅه کړې، څو داسې جامې واغوندي، چې د اسلام د سپېڅلي دين خلاف نه وي.

د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسيون د ملکي خدمتونو د رياست د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې کارکوونکې شفيقه احمدي هم د ښځو د نړيوالې ورځې مبارکي وايي او په تېرو لسو کلونو کې د ښځو د ژوند د ښه کېدو او پرمختګونو نه خوښه ده.

دغې ٤٢ کلنې مېرمنې وويل: ((د طالبانو له حکومت وروسته، د ښځو او نجونو لپاره د زده کړې، تحصيل او له کوره بهر د کار زمينه برابره شوې ده او ان کولاى شي، چې د زده کړو لپاره له هېواده بهر ولاړې شي.))

احمدي وويل، چې ښځې او نجونې بايد له دغه فرصت نه سمه ګټه پورته کړي او له اسلامي شريعت سره سمې جامې واغوندي، درس و وايي او له کوره بهر کار وکړي، چې دا مسئله نه يواځې د هغوى په ګټه ده، بلکې د دې لامل کېږي، څو نور خلک هم د هغوى پر وړاندې مثبت ليدلورى ولري او وهڅول شي، څو د خپلو لوڼو د کار او زده کړې مخه ونه نيسي.

هغې، چې کمېس او فولادي رنګه پتلون يې په ځان او لوپټه يې پر سر وه، زياته کړه، چې له ٢٧ کلونو راپه دېخوا په ملي راډيو ټلويزيون، د کډوالو چارو او پوهنې وزارتونو په بېلابېلو پُستونو کې کار کړى او تل يې هڅه کړې ده، چې شرعي جامې واغوندي.

شفيقه، چې درې لوڼې او دوه زامن لري، وايي: ((تل مې خپلو لوڼو ته نصيحت کړى، چې هېڅ کله داسې جامې په ځان نه کړي، چې زموږ په افغاني کولتور کې ځاى نه لري او هغوى هم زما لارښوونو ته غوږ اېښى دى.))

د اداري اصلاحاتو په خپلواک کمېسيون کې د تنخواګانو د تنظيم کارپوه رييسه کوهستاني هم د ښځو د ورځې مبارکي وايي او زياتوي: ((هغه تيارې ورځې، چې د طالبانو د حکومت پر مهال وې، تېرې شوې او اوس د ښځو لپاره د کار، زده کړې او تعليم زمينه مساعده شوې ده او بايد له همدغه فرصت نه سمه ګټه پورته کړو؛ هم هېواد او هم خپلې کورنۍ ته خدمت وکړو.))

هغې هيله څرګنده کړه، چې د هېواد په لرې پرتو سيمو کې هم د ښځو د ژوندانه وضعيت ښه شي.

دغو مېرمنو له حکومت نه وغوښتل، څو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي عاملين مجازات کړي.

د افغانستان د بشري حقونو په کمېسيون کې د ثبت شوو شمېرو له مخې، په تېرو لسو کلونو کې د هېواد په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي څه باندې ٣٩زره پېښې ثبت شوې دي.

يوې المانۍ مېرمنې کالازکتين  (Clara Zektin) او د ښځو د نړيوال سازمان منشي په ١٩١٠ زېږديز کال کې د مارچ اتمه د ښځو د نړيوالې ورځې په توګه د ډنمارک د کوپنهاګن په کنفرانس کې د ښځو نړيوالې غونډې ته وړاندې کړه او له ١٩١١ کال راپه دېخوا دغه ورځ د ښځو د نړيوالې ورځې په توګه هر کال په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.