منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۱ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

مريم درانۍ د زړورو ښځو نړيواله جايزه ترلاسه کړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

واشنګټن ( پژواک ١٩ کب ٩٠): د کندهار د ولايتي شورا غړې مريم درانۍ د ٢٠١٢ کال د زړورو ښځو نړيواله جايزه ترلاسه کړه .

دغه جايزه تېره ورځ ( د کب ١٨مه ) د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزيرې هيلرې کلنټن لخوا مريم درانۍ ته ورکړل شوه.

د امريکا د متحده ايالتونو د زړورو ښځو نړيواله جايزه هر کال هغو ښځو ته ورکول کېږي ، چې د ښځو د حقونو او ملاتړ ددفاع په مشرتابه کې استثنايي جرئت لري.

درانۍ دغه جايزه، چې سږ کال ورته له ټولې نړۍ څخه لس ښځې ټاکل شوې وې، د ټولو افغانو ښځو لپاره وياړ وبلله.

نوموړې ددې جايزې له ترلاسه کولو وروسته د امريکا د جمهور رئيس د مېرمنې ميشل اوباما په حضور کې وويل : ” زه ډېره خوښه يم، ځکه چې فکر کوم زما کار محسوس دى. دغې جايزې زه لاپسې هوډمنه کړم، څو موخوته د رسېدو لپاره زيات کار وکړم. “

 مريم وويل ، چې د امريکا متحده ايالتونه په افغانستان کې د طالبانو د رژيم له ړنګېدو وروسته د ښځو د وضعيت په ښه کېدو کې مهمه ونډه لرلې ده.

هغې زياته کړه : ” موږ ښځو ددې لسو کلونو په موده کې زياتې لاسته راوړنې لرلې دي او دا ډېره ښه ده،چې  اوسمهال ښځې په زياتو برخو کې ونډه لري. “

 د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې وويل، چې درانۍ د يواځينۍ سيمه ييزې راډيو مالکيت او مديريت، چې په کندهار ولايت کې د ښځو پر مسايلو تمرکز کوي، پر غاړه لري.

سرچينې زياته کړه : ” په داسې حال کې ، چې افغانې ښځې د خپل غږ د اوچتولو لپاره مبارزه کوي، مريم درانۍ ددې مسئلې د يقيني کولو لپاره کار کوي، نه يواځې دا ، چې دهغوى غږ اورېدل کېږي، بلکې غږ يې خپرېږي هم. “

د امريکا د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو د وزيرې په وينا، کندهار ولايت ، چېرته چې مريم ژوند کوي، د افغانستان يو له خطرناکو ولايتونو څخه دى، خو دې ستونزې ونشواى کړاى ، چې د ښځو د حقونو او له هغوى څخه په ولايتي شورا کې د استازيتوب په برخو کې د مريم مخه ونيسي.

د هغې په اند، دداسې نظرياتو خپرول ساده کار نه دى او مريم په داسې حال کې نن  د تولو په منځ کې ده، چې څو ځلې يې د مرګ هڅه شوې او دا ترې روغه وتلې ده.

 هغې مريم ته په خطاب کې وويل : ” موږ نن ستا، چې د خديجه کبرا په نامه د ښځو د کولتوري ټولنې مشره او دکندهار د ولايتي شورا  غړې ياست، له دې امله ستاينه کوو، چې تاسو د رسنيو، حکومت او مدني ټولنې له لارې د ښځو د غږ د اوچتولو لپاره له امنيتي او ټولنيزو ننګونو سربېره مبارزه کړې ده. “

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په ٢٠٠٧ کال کې ددې جايزې له پيل څخه تراوسه د نړۍ له ٣٤ هېوادونو څخه ٤٦ ښځو ته د ښځو د زړورتيا جايزه ورکړې ده.