منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۱ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د دولتي ادارو د ويندويانو او خبريالانو ګډه ناسته جوړيږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

کابل ښار (پژواک ٢٠ کب ٩٠): ټاکل شوې، چې ډېر ژر به د خبريالانو او د دولتي ادارو د ويندويانو او مطبوعاتي مسوولينو ترمنځ، معلوماتو ته د خبريالانو د لاسرسي په موخه يوه ناسته د حکومت د رسنيو په مرکز کې جوړه شي.

نن يو شمېر ښځينه خبريالانو، چې د حکومت د رسنيو د مرکز له خوا د ښځې د نړيوالې ورځې د نمانځنې په غونډه کې شکايت وکړ، چې يو زيات شمېر ويندويان معلومات پر خپل وخت له دوى سره نه شريکوي.

د کليد ګروپ مسوولې مېرمن نجيبې ايوبي په دې غونډه کې وويل، چې د حکومت د رسنيو د مرکز جوړښت د خبريالانو د ستونزو د لرې کولو په موخه اغېزمن ګام وو، خو لا اوس هم خبريالان د اطلاعاتو د لاس ته راوړنې په لار کې له ستونزو سره مخ دي.

هغې زياته کړه، هغه وخت چې دغه مرکز جوړ شو، له خبري رسنيو سره يې ژمنه کړې وه چې د خبريالانو ټولې ستونزې به حل شي، خو ليدل کېږي، چې تر اوسه هم دا ستونزه نه ده هواره شوې.

نوموړې زياته کړه، چې په ځينو حالاتو کې يو خبريال د خپل راپور جوړولو لپاره په ورځو ورځو انتظار باسي، تر څو لومړني اطلاعات ترلاسه کړي.

مېرمن ايوبي د حکومت د رسنيو د مرکز له مشر څخه غوښتنه وکړه، ترڅو د دې ستونزې د هوارۍ لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

د حکومت د رسنيو د مرکز رييس ډاکتر حکيم عاشر په دې ناسته کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ١٣٩١کال په لومړيو کې به د حکومتي او غير حکومتي رسنيو د خبريالانو او د حکومتي ادارو د ويندويانو او مطبوعاتي مسؤولينو تر منځ يوه ناسته جوړوي.

هغه اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په اړه د خبريالانو ستونزه ومنله او ويې ويل، چې دغه مرکز د دولتي چارواکو او رسنيو تر منځ يو ارتباطي پول دى او په ياده ناسته کې به د دولتي ادارو او خبريالانو ستونزې وڅېړل شي.

په ١٩١٠کال کې يوې المانۍ مېرمنې او د ښځو د نړيوال سازمان منشي، د کلارا زکتين (Clara Zektin) په نوم د ډنمارک هېواد په کوپن هاګن کې د ښځو د نړيوالې ورځې په نوم د مارچ د اتمې نېټې وړانديز وکړ او له ١٩١١ ميلادي کال څخه راپه دېخوا دغه ورځ رسماً د ښځې د نړيوالې ورځې په نوم په نړۍ کې نمانځل کېږي.