منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۱ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ولسمشر : خلک او امنيتي ارګانونه د لاريون له فرهنګ سره اشنا نه دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

کابل ( پژواک ٢٠ کب ٩٠ ) : ولسمشر حامد کرزي په ډاګه کړه، چې يو شمېر هېوادوال او امنيتي ارګانونه اوس هم د لاريونونو له فرهنګ سره بلد نه دي.

له ارګ څخه د کب په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندونې نن د پروان ولایت په دوو وروستيو پېښو کې د وژل شويو او ټپي کسانو د کورنيو غړيو سره د ليدنې پر مهال وکړې.

درې اونۍ مخکې د پروان ولايت په بګرام نظامي مرکز کې دامريکايي ځواکونو لخوا دقران کريم د نسخو له سوځولو وروسته د لاريون پر مهال پر لاريون کوونکو امنيتي ځواکونو ډزې کړې وې او مرګ ژوبله يې ورته اړولې وه، دغه راز د روان لمريز کال د زمري په مياشت کې د پروان د ولايت پر مقام شوي ځانمرګي بريد کې هم يو شمېر ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په ياده کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې تر سره شوه، ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا په يادو پېښو کې د وژل شويو کسانو کورنيو او په نوموړو پېښو کې له ټپیانو سره خپله غمشریکي څرګنده کړه او هیله یې وکړه چې نورې داسې غمناکې پېښې رامنځته نه شي.

ولسمشر حامد کرزي د قرانکریم د سوځېدو په غبرګون کې د لاريون او په هغه کې رامنځ ته شویو تلفاتو ته په اشارې سره وویل چې دا ډول پېښې دوه دلیلونه لري.

د هغه په وينا، لومړی دا چې افغانستان لا تر اوسه پوره آرام شوی نه دی او بل دا چې د لاريونونو په فرهنګ او رواج کې یواځې عام خلک نه، بلکې امنیتي قواوې هم رسیدلي نه دي.

د ولسي جرګې منشي عبدالستار خواصي د پروان د خلکو په استازیتوب له ولسمشر څخه مننه وکړه چې د قرآنکریم د سوځېدو په غبرګون کې یې د رامنځته شوې مظاهرې په ترڅ کې د مرګ ژوبلې له امله، د ټیلیفون له لارې د پروان له خلکو سره خپله غمشریکي او زړه سوی څرګند کړ.

خواصي زیاته کړه چې د  افغانستان ولسمشر د قرانکریم د سوځېدو د جنایت د غندلو په ترڅ کې له هغه څخه په ډېره زړورتیا ملاتړ وکړ، چې د افغانستان ټول خلک پرې ویاړي.

وروسته د پروان والي عبدالبصیر سالنګي ددغه ولایت پر مقام باندې د زمري د میاشتې د تروریستي برید او د غوربند درې په شینواري ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې او په هغه کې د تلفاتو په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.

د غونډې په پای کې د هېواد جمهور رئیس په داسې حال کې چې د ملي شورا استازي او د پروان والي هم حاضر و، د یادو پېښو د قربانیانو کورنیو او ټپیانو ته د افغانستان د حکومت نغدي مرسته وسپارله.