غزني ښار (پژواک ٢٢ کب ٩٠): په غزني ولايت کې د يوې مېرمنې او يوې سيمه ييزې شورا د ښځو د لاسي صنايعو درې ورځنى نندارتون پرانيستل شو.
ياد نندارتون د غزني د ولايتي شورا د غړې حميدې ګلستاني او د قره باغ ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا له لوري پرانيستل شو.
دغه نندارتون، چې د غزني د ولايتي شورا په ودانۍ کې پرانيستل شوى، د ٣٠ مېرمنو لاسي ګنډلي توکي په کې نندارې ته اېښودل شوي دي.
د غزني د ولايتي شورا غړې حميدې ګلستاني پژواک اژانس ته وويل، چې له دغه نندارتون څخه يې موخه د مېرمنو د وړتياوو نندارې ته وړاندې کول دي.
د هغې په وينا، په دې سره به مېرمنې وهڅول شي، د کورني اقتصاد په پياوړي کېدو او لاسي صنايعو ته د بازار موندلو په برخه کې مرسته وشي.
د فريدې په نوم يوې مېرمنې، چې په خپل لاس ګنډلي توکي يې نندارې ته اېښي وو، پژواک اژانس ته وويل، چې دا د مېرمنو لپاره يوه ښه کاري زمينه ده.
د دې په وينا، تر ټولو لومړى شرط دا دى، چې لاسي صنايعو ته مارکېټ پيدا شي، تر څو پېردونکي ومومي او د مېرمنو اقتصاد پياوړى شي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه مياشتې مخکې هم د غزني د ښځو چارو رياست له لوري ورته نندارتون پرانيستل شوى و.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس حميدالله سروري پژواک اژانس ته وويل، چې دا د دوى دنده ده، چې د لاسي صنايعو جوړونکي وهڅوي او بازار ورته پيدا کړي.
د هغه په وينا، مېرمنې د دې توان لري، چې د خپلو کورنيو اقتصاد پياوړى او خپلو توکو ته بازار پيدا کړي.
دغه نندارتون د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسب د درېيو ورځو لپاره پرانيستل شوى، چې په کې شاوخوا ١٠٠ بېلابېل ډول لاسي صنايع نندارې ته وړاندې شوي دي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن