منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۲ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په هرات کې د کب ۲۴مې ولسي پاڅون يادونه وشوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۶ کتنې

هرات ښار (پژواک ٢٤ کب ٩٠): د هرات ولايت د زرګونو اوسېدونکو په ګډون د کب د ٢٤مې پاڅون له ٣٣مې کليزې څخه يادونه وشوه.

 د سږکال مراسم له سختو امنيتي تدابيرو سره د بېلابېلو ډلو په لاريون د هرات ښار شمال لور ته د نوم ورکو شهيدانو د قبرونو پر لور پيل شو، چې يو شمېر دولتي چارواکو او جهادي شخصيتونو هم په کې برخه اخيستې وه.

 د هرات مرستيال والي اصل الدين جامي د خپلو خبرو په ترڅ کې په دې مراسمو کې وويل، چې د کب ٢٤مه، د کمونستي رژيم پر وړاندې د ولسي پاڅون پيل و، چې د خلکو د راوېښدو لامل شو.

 نوموړي وويل: ((د دې تاريخي ورځې يادونه د دې لامل ګرځي، څو د دين او وطن لپاره د پاڅون کوونکو سرښندنې او کړنې هېرې نه شي، د کمونستي رژيم او د هغه د پلويانو د بشر ضد اقداماتو او ظلم په اړه سپيناوى وشي.))

 د هرات د مرستيال والي په وينا، له دې پاڅون څخه وروسته د خلکو ويښتيا د دې لامل شوه، څو د پخواني شوروي له خوا پر افغانستان د يرغل پرمهال د مجاهدينو جبهه او مقاومت په هرات کې د پرديو ځواکونو او د کمونستي نظام پر وړاندې يو موټى او په بريالۍ توګه لاس په کار شي.

 خو جامي زياته کړه، چې په وحشيانه توګه د دې پاڅون ځپل او په هرات کې د جهاد او مقاومت د دوام په ترڅ کې زرګونو کسانو خپل ژوند، د بدن غړي او کورونه له لاسه ورکړي دي، چې بايد ورته لاسرسى وشي.

 نوموړي د دې ولايت له اوسېدونکو څخه وغوښتل، چې له د دې دورې څخه د راپيدا شويو دردونو او کړاوونو د کمولو په خاطر بايد د شهيدانو او معلولينو له کورنيو سره مرسته وکړي او د جګړې د ويجاړيو د رغولو په خاطر دې يو بل ته لاس ورکړي.

 د انجيل ولسوالۍ اوسېدونکي ٧٠کلن عبدالوکيل، چې په دې پاڅون کې يې برخه اخيستې وه، وويل چې دا ولسي خوځښت د اسلام له ارزښتونو او د افغانستان له خاورې نه د دفاع په خاطر ترسره شوى و.

 نوموړي وويل: ((هغوى “کمونستانو” غوښتل څو د خلکو ژوند چې په اسلامي عقايدو ولاړ و، بدل کړي؛ خو ولس په خپل پاڅون سره وښوده چې دې ته چمتو دي، څو د ځان په بيه د هغوى پر وړاندې ودرېږي.))

 د وکيل په وينا، د سرو لښکرو او د هغوی د لاسپوڅي رژيم پر ضد د افغان ولس د دې پاڅون قدرت او حقانيت او جهاد، څو کاله وروسته په افغانستان کې د کمونستانو د ماتې  او په پايله کې د شوروي د کمونستي رژيم د ړنګېدو لامل شو.

 د ١٣٥٧کال د کب په ٢٤مه، په هرات کې زرګونو کسانو د کمونستي رژيم پر وړاندې پاڅون وکړ او د ښار کنټرول درې ورځې د دوى په لاس کې وو؛ خو دا پاڅون د هغه وخت د رژيم له خوا د بمبار او بېلابېلو وسلو په کارولو سره وځپل شو.

 دا چې تر اوسه هېڅ يوې رسمي مرجع په دې پاڅون کې د وژل شويو کسانو شمېره نه ده ثبت کړې؛ خو عمومي باور دا دی، چې زرګونو کسانو په دې ورځ او وروسته له هغه په زندانونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او يا په ډله ييزه توګه د هرات په شمال کې خښ شوي دي.

 له معمول سره سم، سږ کال هم د کب د ٢٤مې په درشل کې د هرات ښار او يو شمېر ولسواليو او په ځانګړې توګه د ښار په شمال کې د ورکو شهيدانو مزار په زرغونو ټوټو، چې د دې پاڅون په ياد ويناوې او شعارونه په کې ليکل شوي و، ښکلي شوي وو.

 تېره شپه هم سلګونه کسان بامونو ته ختلي وو او د دې خونړي ولسي پاڅون په ياد يې د ((الله اکبر)) غږونه پورته کړل او د کب په ٢٤مه د مراسمو له ختمېدو وروسته يې د ورکو شهيدانو قبر ته د وژل شوو کسانو روح ته دعاګانې وکړې.