منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۸ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په بلخ کې د پاکو اوبو شبکه جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۱ کتنې

کابل (پژواک ٢٥ کب ٩٠): د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې به د المان د پراختيايي بانک د اتو ميليونو ډالرو په لګښت د پاکو اوبو له يوې شبکې څخه څه دپاسه پنځه زره تنه برخمن شي.

د دغې پروژې تړون نن (د کب ٢٥مه) د ښاري پراختيا وزير حسن عبداللهي، د افغانستان د ښارونو د اوبو رسولو او کاناليزاسيون د شرکت عمومي رييس محمد داوود بهير او د فاينر جرمن د ساختماني شرکت د استازي ترمنځ لاسليک شو.

د ښاري پراختيا وزير په ننني خبري کنفرانس کې وويل، چې په دې پروژه کې د دوو ژورو څاګانو کېندل، زېرمه، د اوبو رسولو د امريت ودانۍ، ګودام او د اوبو رسولو وسايل شامل دي.

عبداللهي وايي، چې د پروژې کار به په يو نيم کال کې بشپړ شي او د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د ٧٥٠ کورنيو اړوند ٥٢٥٠ تنه به له پاکو اوبو څخه برخمن شي.

د نوموړي په وينا، چې پر دې پروژې به د المان د پراختيايي بانک په مالي مرسته اته ميليونه ډالره ولګول شي او ساختماني کار به يې د فاينر جرمن د ساختماني شرکت له خوا ترسره شي.

د افغانستان د ښارونو د اوبو رسولو او کاناليزاسيون د شرکت عمومي رييس محمد داوود بهير د دغې پروژې لګښت د المان له وړياوو مرستو څخه وبلله او ويې ويل، چې په تېرو شپږو مياشتو کې د دې پروژه تخنيکي مطالعه شوې او دا په بلخ ولايت کې د اوبو رسولو لومړنۍ پروژو ده، چې کار يې د ياد شرکت له خوا څارل کېږي.

نوموړي څرګنده کړه، چې د اوبو زېرمه به د ٣٥٠ متر مکعبه مساحت کې جوړه شي او د ورځې دوه ځله به د نلونو له لارې خلکو ته اوبه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بلخ ولايت په ګډون د هېواد د شمال ولايتونو زياتره اوسېدونکي د پاکو اوبو د کموالي له ستونزې سره مخ دي او په ځينو يادو ولايتونو کې خلک له ولاړو او ککړو اوبو څخه ګټه اخلي.