ښرنه (پژواک ٢٥ کب ٩٠): د پکتيکا د کرنې او اوبو لګولو رياست چارواکي وايي، چې په راتلونکي پسرلي کې به د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې پر بڼوالو ٨٥زره نيالګي په وړيا ډول و وېشي.
د پکتيکا د کرنې او اوبو لګولو چارو رييس حميدالله توخي د کب په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اړوند وزارت او د نړيوالو مرستندويه موسسو په مرسته به دغه نيالګي په وړيا ډول و وېشي.
د هغه په وينا، هر باغوان ته به د مڼو د شپېتو نيالګيو ترڅنګ درې بورۍ کيمياوي سره، د ونو د ښاخونو د پرې کولو وسايل او يو شمېر زراعتي دواګانې ورکړل شي.
نوموړي وويل، چې له دې سره به د پکتيکا څوارلس سوه بزګران د باغونو خاوندان شي.
بلخوا د سيمي باغوانان وايي، چي دوى ته دې د پکتيکا په قوريو کې کرل شوي نيالګي ورکړل شي؛ ځکه چې له نورو هېوادونو او سيمو څخه راوړل شوي نيالګي په پکتيکا کي نتيجه نه ورکوي.
د پکتيکا د مرکز اړوند د خواجه خېلو د کلي اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک اژانس ته وويل، چې دا ازمويل شوې ده، چې د ګاونډي هېواد پاکستان او له نورو سيمو څخه راوړل شوي نيالګي په پکتيکا کې نتيجه نه ورکوي.
د هغه په خبره، د پکتيکا ګڼ شمېر خلکو تېر کال هم په خپلو پيسو او يا د رياست له خوا په وړيا ډول د نورو سيمو نيالګي تر لاسه کړي وو، خو له يو کال خوارۍ وروسته هم زرغون نه شول.
نوموړي د پکتيکا د کرنې او اوبو لګولو چارو له رياست څخه وغوښتل، چې دوى ته دې د پکتيکا له قوريو څخه اخيستل شوي نيالګي ورکړي.
خان محمد د سرروضې ولسوالۍ هغه بڼوال دى، چې تېر کال يې شپېته نيالګي په وړيا ډول ترلاسه کړي وو، هغه پژواک اژانس ته وويل، چې نيالګي يې ځکه نه دي لګېدلي؛ چې له پاکستان څخه راوړل شوي وو.
د ده په وينا، يواځې د ده نه، بلکې دغو پاکستانيو نيالګيو د ډېرو بڼوالو د کال خواري په اوبو لاهو کړه.
د کرنې يو ماهر خراساني زراعتوال پژواک اژانس ته وويل، ځکه د ګاونډي هېواد او يو شمېر نورو سيمو نيالګي نتيجه نه ورکوي؛ چې د پکتيکا له اوبو او هوا سره سر نه خوري.
نوموړي زياته کړه، چې دلته د پسرلي په لومړيو دوو مياشتو کې هم هوا يو څه يخه وي او بل دا چې دغه نيالګي له لرې ځاى څخه د راوړلو له امله يو څه زيانمن شوي وي.
د ده په خبره، په پکتيکا کې داسې قوريې شته، چې نيالګي يې په تېرو لسو کلونو کې تجربه شوي دي، چې نه يواځې ښه زرغونيږي، بلکې ښه حاصل هم ورکوي.
د خوست شېخ زايد پوهنتون د کرنې له پوهنځي څخه فارغ دوست محمد هم د ياد ماهر د خبرو پخلى کوي او وايي، چې ډېر وخت د نورو سيمو د نيالګيو د اېښودلو له امله د پکتيکا د بڼوالو وخت او خواري ضايع کېږي.
نوموړي زياته کړه، که د کرنې او اوبو لګولو رياست غواړي، چې د پکتيکا پر بڼوالو وېشل کېدونکي نيالګي ښې پايلې ولري، نو بايد نيالګي د پکتيکا له قوريو څخه واخيستل شي.
حاجي غني، چې د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې له تېرو لسو کلونو راهيسې د نيالګيو د کرلو قوريه لري، پژواک اژانس ته وويل، چې هر کال له خپلې قوريې څخه په زرګونو نيالګي خرڅوي، خو تر اوسه هم چا ورته د نيالګيو د نه زرغونېدو شکايت نه دى کړى.
نوموړي د کرنې په رياست او په دې برخه کې په مرستنديو موسسو نيوکه وکړه، چې د نيالګيو د اخيستلو پر مهال د نيالګيو د کيفيت پر ځاى قيمت په پام کې نيسي او هغه نيالګي اخلي، چې قيمت يې ټيټ وي.
د هغه په وينا، ډېرۍ وخت دغه ادارې د نيالګيو د اخيستلو پروژې شرکتونو ته په قرارداد ورکوي، هغوى خپله ګټه په پام کې نيسي او په ټيټه بيه داسې نيالګي رانيسي، چې نتيجه نه ورکوي.
د پکتيکا د کرنې او اوبو لګولو رييس هم د بزګرانو نيوکې پر ځاى بولي او وايي، چې دغه ځل د دوى رياست هم پرېکړه کړې، چې د پکتيکا له قوريو څخه به نيالګي رانيسي او نورو موسسو ته يې هم دغه شرط اېښى چې د پکتيکا ولايت له قوريو څخه به نيالګي پېري.
د هغه په خبره، په دې کې له يوې خوا د بڼوالو غوښتنه په پام کې نيول شوې او له بل پلوه د پکتيکا له قوريو څخه د نيالګيو پېرل د دغه ولايت د قوريه والو سره هم يوه مرسته ده.
د يادونې ده، چې تېر کال هم پر شاوخوا ١٥زره بڼوالو نيالګي وېشل شوي وو، چې زياترو يې وروسته د نيالګيو له نه زرغونېدو څخه شکايت کاوه.










