منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۳ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په پکتيا کې دکتابونو پلور او د مطالعې دود تر پخوا ډېر عام شوی دی

· ۵ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

ګردېز (پژواک ٢٩ کب ۹۰):  په پکتيا کې د کتابپلورنځيو مسوولين او د مدني ټولنو غړي وايي، چې په دې ولايت کې د کتاب پلور  او مطالعې دود تر پخوا ډېر عام شوی دی.

 د مدني ټولنو فعالين د اطلاعات او فرهنګ چارواکي په ياده سيمه کې د کتاب د مطالعې دود لوی ثبوت  په دې وروستيو څو مياشتو کې د ډېرو نويو کتابپلورنځيو او عامه کتابتونونو جوړېدل بولي.

 په ګردېز کې د علمي کتابپلورنځي مسوول قاري محمد نسيم سادات   د کب په ٢٩مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خپل کتابتون د پرانيستې په مراسمو کې وويل ، چې په نويو عصري کتابونو سمبال کتابتون يې له پخوا څخه ارمان وو.

 نوموړي وايي چې په کتابپلورنځي يې نږدې دوه ميليونه  افغانۍ لګښت کړی دی.

 هغه زياته کړه : (( په کابل کې مې هم کتابتون جوړولی شوای ، هلته له دې ډېره ګټه کوي خو دا مې ښه وګڼله چې په ګردېز کې کتابخانه خلاصه کړم او خپلو خلکو له دې لارې د علم زياتولو هڅه وکړم.))

 دی دا هم وايي چې پخوا تر دې يې په ښار کې په همدې نوم يو وړکی کتابپلورنځی لاره، د دې کار پراختيا ته يې د کتاب سره د خلکو مينې او پلور وهڅاوه چې خپل کتابپلورنځی نور هم غني  او پراخ کړي .

نوموړى وايي : ((اوس د ورځې ان تر دېرشو زرو افغانيو پورې کتابونه هم خرڅيږي.))

 سادات وايي چې په دې کتابتون کې يې فرهنګي،ادبي، تاريخي، اسلامي او د عامه معلوماتو اړونده نور کتابتونه شتون لري.

 په ګردېز کې د تجربوي لېسې د ۱۲ ټولګي زده کوونکي رحمت الله رحيمزي پژواک ته وويل  چې د نويو او عصري کتابپلورنځيو په جوړېدو سره به د دوى  شته ټولې ستونزې هوارې شي.

 نوموړي زياته کړه چې له لسم ټولګي څخه وروسته يې د کانکور امادګۍ کورسونه پيل کړي دي اوس چې په ۱۲ ټولګي کې دی نو مجبور دی چې نوي، نوي کتابونه په دې برخه کې پيدا  او مطالعه کړي ترڅو په کانکور ازموينه کې بريالی شي.

 ده وويل :(( مخکې به مو کتابونه له کابل او خوست څخه راغوښتل اوس دلته کتابخانې جوړې شوې دي، مشکل نه شته هر کتاب چې غواړو پيدا کوی يې شو.))

 په پکتيا کې د اوښتون کلتوري ټولنې غړی شاعر او ليکوال محمد اسمعيل لاروي پژواک ته د علمي کتابپلورنځي د پرانيستې پرمهال وويل چې دا په پکتيا کې د خپل ډول لومړی کتابپلورنځی دی، چې جوړيږي.

 نوموړی زياتوي چې درې کاله  وړاندې په ګردېز کې دوه کتابپلورنځي و چې په ډېر کم شمېر سره ټولنيز، ساينسي  او سياسي هر اړخيز کتابونه به پکې پيدا کېدلی شو خو اوس په دې وروستيو دوو کلونو کې د کتابتونونو  شمېر څه چې زيات شوی هر اړخيز کتابونه پکې په اسانۍ سره موندل کيږي.

 هغه د کتابپلورنځيو زياتېدل او په نوي او عصري ډول سره جوړېدلو لوی لاملونه  د سواد د کچې لوړېدل، په پکتيا پوهنتون کې د پوهنځيو زيادښت او په ښوونځيو کې د زده کوونکو شمېر زياتېدل  ګڼي خو وايي چې کتاب لوستل د ننګرهار،خوست او ځينې نورو ولايتونو په څېر دلته هم يو ډول دود ګرځېدلی دی.

 د پکتيا پرېس کلب مشر، ليکوال او ژورناليست احسان الله مهجور هم پژواک ته وويل چې په پکتيا کې د کتابپلورنځيو زياتېدل د دې ښکاره ثبوت دی چې د کتابونو د مطالعې دود  زيات شوی دی .

هغه زياته کړه : ((که دا دود نه وی زيات شوی نو په عصري ډول او يو ښه معيار کتابپلورنځی به ډېر وروسته هم  دلته نه وی جوړ شوي.))

 نوموړی وايي چې څلور کاله وړاندې په ګردېز کې دوه کتابپلورنځي او يو عامه کتابتون و چې ډېر کم ليکوال او شاعران به ورتلل او کتابونه به يې پکې اخيستل او مطالعه کول  او ډېر وخت به په کتابپلورنځيو کې د خوښې وړ  کتابونه د اخيستو له پاره په ډېره سختۍ ورته پيدا کېدل.

 سرچينه زياتوي چې اوس په عامه کتابتون سربېره ښکلي،ښکلي کتابپلورنځي جوړ شوي دي چې زده کوونکي، ليکوال او هرڅوک د خپلې اړتيا وړ کتابونه پکې پيدا کولی شي.

 د پکتيا پوهنتون د تعليم او تربيه پوهنځي د پښتو څانګې زده کوونکي مسعود پژواک ته په خبرو کې وويل چې د مطالعې او کتابونو پېر او پلور  زياتوالي د دوى له پاره اسانتياوې رامنځ ته کړې دي.

هغه وايي : ((پخوا کتابخانو والا هڅه نه کوله چې هر رقم کتاب راوړي ځکه نه ورته خرڅېدل خو اوس  په هره کتابخانه کې هر رقم کتاب شته او خرڅيږي ورته)).

 د پکتيا د اطلاعات او فرهنګ رييس محمد شفا مشفق پژواک ته وويل چې دوى په دې ډېر خوشحاله دي چې په پکتيا کې له پخوا څخه اوس د کتاب اخيستونکو او مطالعه کوونکو په شمېر کې ښکاره زياتوالی راغلی دی.

 د نوموړي په وينا، د مطالعې دود ځکه زيات شوی دی چې د پکتيا له ټولو ګڼ نفوسو ولسواليو څخه دوئىته غوښتنليکونه  راغلي چې په  ولسواليو کې ورته عامه کتابتونونه جوړ شي.

 هغه زياته کړه : ((څمکنيو،احمدابا،سېدکرم،زرمت او نورو څو ولسواليو نه غوښتنليکونه راغلي دي چې کتابتونونه ورته جوړکړو)).

 ده زياته کړه  چې په ډېرو ولسواليو کې يې د عامه کتابتونونو جوړولو په موخه د ولسواليو په همکاري ځايونه هم موندلي چې په نږدې راتلونکي کې به د خلکو د غوښتنې د پوره کولو په موخه د ولايت په همکاري کتابتونونه پرانيزي.

 نوموړی دا هم زياتوي چې په پکتيا کې يو لوی عامه کتابتون لري چې ډېره برخه علمي کتابونه پکې شته، خو اوس له دې ورهاخوا په پکتيا کې مدني ټولنو هم کتابتونونه جوړ کړي  او وخت په وخت خلک ترې ګټه اخلي.

 د يادونې وړ ده چې يو کال وړاندې په پکتيا کې څلور کتابپلورنځي او يو عامه کتابتون و چې اوس په ګردېز کې ۱۳ کتابپلورنځي يو عامه کتابتون او يو د ښځو د مطالعې له پاره په ښځو چارو رياست کې عامه کتابتون او څلور مدني ټولنې د خلکو د مطالعې له پاره خپل، خپل کتابتونونه لري.