منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۳ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په کونړ کې يو سړک ګټې اخيستنې ته چمتو شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۴۵ کتنې

اسعد اباد ( پژواک ٧ ورى ٩١ ) : په کونړ کې د سړک  او استنادي ديوال له جوړېدو سره سلګونه کورنۍ د سيندد اوبو له ګواښ څخه وژغورل شوې.

دغه پروژې نن دوري په ٧مه، د کونړ د والي سيد فضل الله وحيدي لخوا د ولايت د مرکز اسعد اباد ښار اړونده د کېرلې په سيمه کې پرانېستل شوې.

په دې پروژو کې دوه کيلومتره اوږد سړک او غاړو ته يې ٦٧٠ متره استنادي دېوال شامل دى.

د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي ددې پروژو دپرانېستنې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دې پروژو ٣٧٠ زره امريکايي ډالر لګښت راغلى، چې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې ( يو اېس ا ى ايي ډي) لخوا ورکړل شوى دى.

د نوموړي په وينا، ددې پروژو پر مهال د سيمې لسګونوتنو ته د کار زمينه برابره شوې وه او د پروژو له بشپړېدو سره اوه سوه کورنۍ ترې ګـټه پورته کوي.

د سيمې يو تن  اوسېدونکي حاجي عارف  پژواک ته وويل چې د دې سړک او استنادي ديوال له جوړېدو مخکې دوى د سيلابونو له ګواښ سره مخ و، چې له جوړېدو سره يې  د دوى دغه ستونزه هواره شوه.

د کرهالې دسيمې اوسېدونکى عاشق الله وايي : (( په دې سره موږ له زحمت نه خلاص شو، ښار کې مېشت وو خو ناروغ به مو په کټ کې روغتون ته وړولوو په دې پروژې  ډېر خوشحاله يو.))

دغه سړک او استنادي ديوال په داسې مهال ګټې اخيستنې ته سپارل کيږي،چې لاهم يوشمېر کليوالي سيمو ته غځېدلې لويې لارې نه دي جوړې شوي اوخلک يې له امله له ګڼ شمېرستونزو سره مخ دي