منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د پکتيا د اطلاعاتو او کولتور رييس پر ټاکنې ناندرۍ روانې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

ګردېز (پژواک ۱۶ وری ۹۱): د پکتيا ولايتي شورا او مدني ټولنو ګډې جرګې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې اطلاعاتو او کولتور وزارت په دې تورن کړ چې د اداري اصلاحاتو په پروسه کې مداخله کوي.

 يوه مياشت وړاندې د ديارلسو ولايتونو د اطلاعاتو او کولتور له رييسانو څخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسيون لخوا ازموينه واخيستل شوه.

 نن (د وري ١٦ مه) له غرمې مخکې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې د پکتيا ولايتي شورا، مدني ټولنو ګډې جرګې او يو شمېر قومي مشرانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت په دې تورن کړ، چې په سيمه کې د مدني او فرهنګي ټولنو ترمنځ د بې اتفاقۍ په موخه د اداري اصلاحاتو په پروسه کې لاسوهنه کوي.

 د پکتيا د ولايتي شورا رييس ښايسته جان احدي په خبري ناسته کې وويل، چې په پکتيا کې د اطلاعاتو او کولتور رييس د اداري اصلاحاتو د ازموينې په ترڅ کې پکتيا ولايت ته بريالی شوی او په رسمي ډول بايد ور ولېږل شي.

 د هغه په وينا، د اطلاعاتو او کولتور وزارت د لايحې پر بنسټ د اداري اصلاحاتو په پروسه کې د پکتيا د اطلاعاتو او کولتور رييس محمد شفا مشفق ازموينه ورکړې او په لوړو نومرو بريالی شوی دی.

 نوموړي زياته کړه، که چېرې د اطلاعاتو او کولتور رييس په خپله دنده د لايحې مطابق ونه ګومارل شي، ولايتي شورا او د مدني ټولنو ګډه جرګه به يو ځای پر لاريونونو لاس پورې کړي.

 احدي وويل: ((که د اطلاعاتو او کولتور وزارت ژر تر ژره په دې برخه کې اقدام ونه کړي، نو د پکتياوالو له جدي غبرګون سره به مخ شي.))

 په پکتيا کې د مدني ټولنو د جرګې مشر حبيب الله مستعان هم وويل، چې د وزارت پر دغه کړنه ناخوښ دي او غواړي، چې د مدني ټولنو شته همغږۍ ته دې په دغه ډول کارونو زيان نه اړوي.

 په پکتيا کې د علمي بنسټ وياند احمدشاه احمدزي وويل، وزارتونه پرته له دې چې په پکتيا کې اداري ګډوډۍ ته لمن ووهي، بل هېڅ کار نه کوي.

 نوموړي هم زياته کړه، چې د پکتيا په فرهنګيانو کې يووالى شته او د همدې لپاره بايد اړوند وزارت لاسوهنه ونه کړي او غوښتنه يې ومني، که نه دوى به هم په لاريونونو لاس پورې کړي.

 بل خوا د لويې پکتيا په نوم د فرهنګي او خپرندويې ټولنې مشر سيدجمال الدين اصف خېل پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د اطلاعاتو او کولتور د پخواني رييس د بيا ټاکلو مخالف دي.

 د هغه په وينا، د پکتيا د اطلاعاتو او کولتور پخوانى رييس د اداري اصلاحاتو په ازموينه کې د لغمان ولايت ته نومول شوى دى.

 نوموړي زياته کړه، چې ياد شوي رييس په تېره څه د پاسه درې کلنه دوره کې په پکتيا کې په خپله ورسپارل شوې دنده کې پاتې راغلى او هېڅ يې نه دي کړي.

 په پکتيا کې د ازادۍ راډيو خبريال چې ځان د مدني ټولنو د جرګې وياند بولي، پژواک اژانس ته وويل، چې دى د جرګې په استازيتوب په پکتيا کې د اطلاعاتو او کولتور د پخواني رييس بيا ټاکنه غندي.

  هغه هم وويل، چې د اطلاعاتو او کولتور رييس په ازموينه کې د لغمان ولايت ته ورکړل شوى او يو شمېر خلک غواړي، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره چې په ياد رييس پورې تړلې دي، بېرته يې پکتيا ته راولي.

 د اطلاعاتو او کولتور وزارت وياند زريالي نوابي پژواک اژانس ته وويل، چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت او د اداري اصلاحاتو کمېسيون دا واک لري، چې هر رياست ته په خپله خوښه او د وړتيا له مخې رييسان وګوماري.

د هغه په وينا، دوى د پکتيا د اطلاعاتو او کولتور رياست ته نوى رييس ورلېږلى و؛ خو هلته د ولايتي چارواکو لخوا بېرته رالېږل شوى و.

 د ده په خبره، په دې کار کې دوى صلاحيت لري او نه غواړي چې د چا په خوښه او فرمايش څوک رياستونو ته وګوماري.