کندهار ښار (١٦ ورى ٩١): د کندهار والي د کانګرس له غړي ګراهم سره په ليدنه کې د ځوانانو لپاره د لازمو بوختياوو او تفريح ځايونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د امريکا متحده ايالاتو د مشرانو جرګې غړي سناتور ګراهم Lindsey Graham، نن کندهار ولايت ته سفر وکړ او د امنيت، بيارغونې او نورو اړوندو مسايلو په اړه دوه اړخيزې خبرې وشوې.
د سرچينى د معلوماتو له مخې، د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، سناتور ګراهم ته د دې ولايت د امنيت، حکومتدارۍ او پر مختيايي چارو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې ولايتي اداره د هغو ټولو پرمختيايي پروژو ملاتړ کوي، چې د ولايت له پنځه کلن پرمختيايي پلان سره ټکر ونه کړي.
نوموړي د خپلو خبرو په لړ کې يادونه وکړه، چې کندهار مېشتي ځوانان له خپلو ورځنيو چارو او زده کړو څخه وروسته د تفريح او سالمو بوختياوو لپاره ټاکل شوي ځايونه نه لري.
هغه زياته کړه: ((کندهاري ځوانان دا مهال د ساعت تېري او وخت تېرولو لپاره ځانګړي سټيډيمونه او جمنازيمونه نه لري، چې له همدې امله ګڼ شمېر ځوانان د مخالفينو له ليکو سره يوځاى کېږي.))
والي له سناتور ګراهم څخه وغوښتل، چې د نورو چارو تر څنګ دې په دې برخه کې هم له کندهار ولايت سره مرسته وکړي.
فيصل زياته کړه، سناتور ګراهم په دې ليدنه کې ژمنه وکړه، چې تر وسه وسه به هڅه وکړي، چې په کندهار کې د ځوانانو لپاره د سالمو بوختياوو د مرکزونو د جوړولو په برخه کې کار وکړي.









