کابل (پژواک ٢٠ ورى ٩١): سلام وطندار چې د ٤٧ سيمه ييزو راډيوګانو له لارې د هېواد په ٢٩ ولايتونو کې خپرونې کوي، له نن وروسته به د يوې خپلواکې افغانې رسنۍ په توګه فعاليت پيل کړي.
د سلام وطندار راډيو د خپلواکۍ مسوول مجتبى عيان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا رسنۍ نهه کاله وړاندې د ((انټرنيوز)) نړيوالې موسسې په همکارۍ رامنځ ته شوه.
سرچينې زياته کړه، چې تراوسه د دې رسنۍ لګښت د انټرنيوز له خوا ورکول کېده، خو له دې وروسته به انټرنيوز ٥٠ سلنه لګښت ورکوي.
د هغه په وينا، سلام وطندار هڅه کوي، څو خپل ٥٠ سلنه لګښتونه د اعلانونو د خپرولو، د ځوانانو لپاره د تعليمي پروګرامونو د پراختيا، د کرنې په برخه کې د روزنيزو پروګرامونو او له داسې نورو لارو ترلاسه کړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، سلام وطندار غواړي چې په روان کال کې خپلې خپرونې پنځو نورو ولايتونو ته وغځوي؛ خو نوموړي دا ولايتونه په ګوته نه کړل.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو مرستيال تيمورشاه اسحق زي، سلام وطندار له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د همکارۍ يوه اغېزمنه بېلګه وبلله. نوموړي چې د افغان خپلواکې رسنۍ په توګه د سلام وطندار د پرانيستې په مراسمو کې يې ګډون درلود، زياته يې کړه، چې سلام وطندار يوه پېژندل شوې راډيو ده او په ټول هېواد کې د افغانانو نظريات خپروي.
د متحده ايالاتونو د پرمختيايي ادارې مشر ډاکټر کين يماشيتا، چې د سلام وطندار راډيو ((د نسل امېد د پروګرام)) د مراسمو په پاى کې يې خبرې کولې، وويل: ((د افغانستان راتلونکې د دې هېواد د ځوانانو په لاس کې ده او دا ځوانان دي، چې د خپل هېواد راتلونکې بايد جوړه کړي.))
نوموړي زياته کړه: ((تاسې ځوانان د مبارزې او جګړې په دوران کې لوى شوي او په جګړه کې زېږېدلي ياستئ او په جګړو کې مو زده کړې کړې دي؛ خو هيله لرم چې نور له جګړو خلاص شئ، له ټولو ستونزو سره سره تاسو دا توان او انرژي درلوده، څو نوښت وکړئ او سلام وطندار رامنځ ته کړئ.))
نوموړي وويل چې هغوى ژمن دي، څو له ٢٠١٤زېږديز کال څخه وروسته هم له افغانستان سره مرسته وکړي او د افغان ځوانانو لپاره کاري بوختياوې رامنځ ته کړي.
د سلام وطندار د مديره پلاوي مرستيال او د بي بي سي پخواني خبريال محمود کوچي وويل، لکه څرنګه چې د امنيتي مسووليتونو د لېږد بهير له نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته جريان لري، په ملکي ډګر کې هم دا پروسه د پرمختګ په لور روانه ده.
هغه زياته کړه، د سلام وطندار راډيو خپلواکه کېدل ستر ګام دى، څو افغانان له دې وروسته مسووليتونو ته اوږه ورکړي.
سرچينې زياته کړه، چې سلام وطندار د ټولنيزو، کلتوري او سياسي پروګرامونو په درلودو سره او د هغې سروې له مخې، چې په ٢٠١٠ کال کې د ((الټاى)) موسسې له لوري ترسره شوه، په افغانستان کې څه دپاسه لس ميليونه اورېدونکي لري.










