منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۶ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د سکانو د ويساک مېلې درې ورځني مراسم پيل شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

جلال اباد (پژواک ٢٣ ورى ٩١): په ننګرهار ولايت کې د درېيو ورځو لپاره د ويساک مېله او د سکانو د ديارلسم مذهبي مشر د زېږېدنې د نمانځنې مراسم پيل شول.

دغه مراسم د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په سلطانپور چينو کې پيل شول، ټاکل شوې سبا ته دغه مراسم د جلال اباد په مرکزي درمسال کې ونمانځل شي.

سکان په داسې حال کې د ويساک مراسم نمانځي، چې د کورنيو جګړو له امله په هېواد کې له ٣٧٤٦٤ سکهـ کورنيو څخه د هېواد په پنځو ولايتونو کې يواځې ٤٠٠ کورنۍ پاتې دي او له دې ډلې٨٤ يې د هېواد په دننه کې بې ځايه شوې دي.

په جلال اباد کې د سکانو مشر سنګهـ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې درې سوه ديارلس کاله مخکې د دوى لسم مذهبي لارښود ګوروبن سنگهـ له هندو ييزم څخه خپله لاره جلا او د سکهـ مذهب بنسټ يې کېښود.

د نوموړي په وينا، ځکه يې مذهبي مشران له هندو ييزم څخه جلا شول، چې د لمر او بتانو پر ځاى د يوه خداى عبادت وکړي.

رويل سنګهـ ګيله وکړه، چې افغان دولت ورته په کمه سترګه ګوري، تر اوسه د دوى په کابل، ننګرهار، کندهار، هلمند او غزني ولايتونو کې ٢٠٠ ملکيتونه د زورواکو له لوري غصب شوي او جعلي قبالې يې پرې جوړې کړې دي.

نوموړي زياته کړه، چې ماشومان يې له زده کړو څخه بې برخې دي او د ډېرې بېوزلۍ احساس کوي.

رويل سنګهـ زياته کړه، چې له هلمند پرته په يوه ولايت کې هم سکان ځانګړي ښوونځي نه لري.

نوموړى وايي، چې په کابل کې به د سکانو د ١١٠ کورنيو ٨٥٠ غړي درې ورځې وروسته غزني او يوه اونۍ وروسته به د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د سلطان پور (لال چشمو) ته د غسل کولو د مراسمو لپاره ولاړ شي.

هغه زياته کړه، چې د سلطان پور چينو ته د دوى لومړنى مذهبي لارښود (ګوروبابانانک) چې د پاکستان د شيخوپوره په نانکانه کې زېږېدلى وو (٤٩٢) کاله پخوا د څلوېښت ورځني عبادت لپاره راغلى و.

د رويل سنګهـ په وينا، هر کال د نومبر ٢٣مه د بابا نانک د زېږون ورځ د خپل کوچني اختر (بورن مايشي‎) په ډول نمانځي.

د مشرانو د جرګې د غړې په توګه د ولسمشر له لوري د انارکلي ورپېژندل او د سلاکار وزير په توګه د هندو مذهبه کرېشنا لال ګومارل رويل سنګهـ ښه شګون وګاڼه.

په جلال اباد کې د درمسال د ملکيتونو مشر حکيم جسبير سنګهـ پژواک ته وويل: ((موږ نن سهار له هر څه مخکې د سلطان پور په لال چشمو کې د لامبلو مراسم پر ځاى کړل.))

د هغه په وينا، چې په هېواد کې به د تلپاتې سولې او پرمختګ په هيله سبا د خپل مذهبي کتاب ٤٢ ساعته لوستنه د جلال اباد په دواړو درمسالونو کې پيل کړي.

د يادونې ده، چې درې لسيزې مخکې په هېواد کې د سکانو ٦٤ درمسالونه وو، چې اوس مهال يې ٩ فعال دي.