منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۶ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په ننګرهار کې ٢٧ کيلومتره سړک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

جلال اباد (پژواک ٢٤ ورى ٩١): چارواکي وايي، چې د ننګرهار په ده بالا ولسوالۍ ٢٧ کيلومتره سړک جوړ او رسماً ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د ننګرهار د فوايد عامې رييس حاجي فضل ربي د وري په ٢٤مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه سړک ٢٧ کيلومتره اوږدوالى او نهه متره سور لري، چې د ده بالا او کوټ ولسوالۍ سره نښلوي.

د هغه په وينا، دغه سړک په ننګرهار کې د ولايتي بيارغونې ډلې له خوا د ٦،٤ ميليونه ډالرو په لګښت د دوو کلونو په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړ او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

نوموړي زياته کړه، چې ياد سړک ١١٣ واړه پلچکونه، دوه لوى پلونه او درې ډامبرونه لري، چې په جوړېدو يې د شاوخوا اتو زرو کورنيو ترانسپورټي ستونزې هوارې شوې.

د ده بالا ولسوالۍ اوسېدونکي تاج محمد پژواک اژانس ته ددغه سړک په پخېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې دا يو حلقوي سړک دى او ډېر خلک پرې تګ راتګ کوي.

هغه وويل: ((تر دې وړاندې به مو ناروغان د څو ساعتونو له سفر وروسته د جلال اباد روغتون ته د ډېرو ستونزو په ګاللو سره وړل، خو له دې وروسته مو دغه ستونزه هواره شوه.))

ده بالا د ننګرهار سوېل ختيځ لوري ته د ډيورنډ پولې ته څېرمه پرته سرحدي ولسوالۍ ده، د دې ولسوالۍ امنيت تر نورو ښه دى.

د دې ولسوالۍ ختيځ ته پاکستان، شمال ته يې د ننګرهار،اچين،کوټ او رودات، شمال لوېديځ ته يې چپرهار او لوېديځ ته يې د پچير اګام ولسوالۍ موقعيت لري.