قلعه نو (پژواک ۲۹ ورى ۹۱): د بادغيس د بالامرغاب ولسوال، د ماين چاودنې له امله د اخيستو ټپونو له کبله په روغتون کې سا ورکړه او ده ته د درناوي په خاطر سږ کال د پستې ګل جشن په دغه ولايت کې لغوه شو.
د بادغيس د والي مرستيال عبدالغني صابري نن (د وري ٢٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بالامرغاب ولسوال محمدهاشم حبيبي تېره شپه په بګرام کې د ايساف ځواکونو په روغتون کې سا ورکړه.
د ده په وينا، چاودنه هغه وخت وشوه، چې ولسوال د ولسوالۍ د مرکز پر لور روان و او په دې پېښه کې د اخيستو ټپونو له امله د بګرام روغتون د درملنې په موخه ولېږدول شو.
د صابري په وينا،د پستې درې ورځنى جشن به، چې هر کال د وري د مياشتې په وروستيو کې د بادغيس د چارواکو له خوا د کته قل په سيمه کې د پستې د ځنګله په منځ کې د پستې د ونو د نه پرې کولو په موخه د خلکو د تشويق لپاره جوړېده، لغوه شوى دى.
هغه له خلکو د بښنې په غوښتلو سره زياته کړه، چې دغه کار د محمدهاشم حبيبي د درناوي په موخه ترسره شوى دى.
د بادغيس د کرنې رييس حفيظ الله بينش پژواک ته وويل، چې په دغه جشن کې به ځانګړي پروګرامونه په پام کې نيول کېدل او هر کال په ځانګړې بڼه نمانځل کېده.
هغه وويل، چې سږ کال ټول پروګرامونه لغوه شوي او له مېلمنو بښنه غوښتل شوې ده.
د يادونې ده، چې هر کال د دغه درې ورځني جشن د ترسره کېدو په وخت کې، سيمه ييزې سيالۍ، د پهلوانۍ لوبې، د ډبرې غورځول او د سيمه ييزو هنرمندانو له خوا سندرې هم ويل کېدې.










