منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۶ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په بادغيس کې د ٤٥ کيلومټره سړک د کرېړ اچولو کار پيل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

قلعه نو (پژواک ٣١ ورى ٩١): د بادغيس ولايت د مرکز او بالامرغاب ولسوالۍ ترمنځ د نښلوونکي سړک د کرېړ اچولو کار پيل شو.

 د بادغيس د کليو د بياجوړونې او پراختيا رييس سيد رسول اکبري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سړک له بالامرغاب ولسوالۍ څخه د مقر ولسوالۍ د سنګ اتش تر سيمې پورې نږدې ٤٥ کيلومتره اوږدوالى لري.

 د نوموړي په وينا، دغه سړک چې د کرېړ اچولو کار يې نن (د وري ٣١ مه) پيل شو، د کليو د پراختيا او بياجوړونې د وزارت په مالي مرسته د کليوالي لارو د پروګرام له لارې جوړېږي.

 اکبري زياته کړه، چې د دغې پروژې لګښت ١١٨ ميليونه افغانۍ دى او کار يې د يوه کال په موده کې بشپړيږي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه سړک له کرېړ اچولو وروسته به د ولايت مرکز د بالامرغاب له ولسوالۍ سره ونښلول شي او د سيمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې به هوارې شي.

 سرچينې وويل، چې د دغه سړک د کار لپاره د مقر او بالامرغاب ولسواليو اوسېدونکي په کار ګومارل شوي دي.

 اکبري وويل، چې د دغه سړک کار په دوو سيمو کې پيلېږي، چې د سنګ اتش له سيمې څخه د منګان تر بند پورې او همدارنګه د بالامرغاب ولسوالۍ له مرکز څخه د منګان تر بند پورې دى.

 د سنګ اتش د سيمې قومي مخور حاجي معين الدين پژواک ته وويل: ((دغه سړک ډېر خراب دى، د موټر په واسطه او يا په پلي توګه تګ راتګ ستونزمن دى. ))

 د نوموړي په وينا، اوس مهال د سنګ اتش له سيمې څخه د ولايت تر مرکز پورې تګ راتګ اته ساعت وخت نيسي، چې د سړک د کار په بشپړېدو سره به دغه واټن درې ساعتونه ته راکم شي.

 د يادونې وړ ده چې د روان کال له پيل راهيسې، دا په بادغيس کې د بيارغونې لومړنۍ پروژه ده.