ژبه

مريم درانۍ: راکړل شوې جايزه د خدمت پر مهال د قرباني شويو کندهارۍ مېرمنو ده

کندهار (پژواک ٥ غويى ٩١): په کندهار کې د مېرمن راډيو مسووله مريم درانۍ چې په امريکا کې يې د زړورتيا جايزه ګټلې ، وايي: ((ما هېڅکله داسې فکر نه دى کړى، چې د زړورتيا راکړل شوې جايزه يواځې زما ده، بلکې دا د کندهار د هغو مېرمنو ده، چې د بېلابېلو ټولنيزو فعاليتونو پر مهال يې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړى دى.))

٢٧ کلنه مريم درانۍ، چې د کندهار د ولايتي شورا غړې او د خديجة الکبرا په نوم د ښځو د يوې ټولنې مشره هم ده، د روان ٢٠١٢ زېږديز کال د مارچ په اتمه يې د زړورو ښځو نړيواله جايزه ترلاسه کړه، چې د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزيرې هيلري کلنټن له خوا ورکړل شوه.

د امريکا د متحده ايالتونو د زړورو ښځو نړيواله جايزه هر کال هغو لسو ښځو ته ورکول کېږي، چې د ښځو د حقونو او ملاتړ د دفاع په مشرتابه کې ځانګړى جرئت لري.

دغه مېرمن تر دې وروسته په امريکا کې د خپرېدونکې ټايم مجلې له خوا د نړۍ په کچه د روان کال د ١٠٠ اغېز لرونکو وګړو په کتار کې هم راغله.

دغې خپرونې د مېرمن درانۍ په اړه ليکلي: ((هغه په کندهار کې د يوې سيمه ييزې راډيو، چې د ښځو د مسايلو لپاره ځانګړې شوې، د مسوولې او د ولايتي شورا د غړې په توګه په ډېره زړورتيا د مېرمنو د حقونو لپاره کار کوي.))

مريم درانۍ د غويي په ٥مه، پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې د جايزې پر مهال د خپلو احساساتو په اړه وويل: ((که زما پر ځاى کوم بل څوک واى، نو خوشحاله به وه؛ ځکه په دې توګه توانېدلې وه، چې د بهرنيو هېوادونو پام هغه ځاى ته واړوي، چېرې چې هغه ژوند کوي.))

هغې زياته کړه، دغه جايزه د کندهار د هغو مېرمنو ده، چې له ستونزو سربېره هره ورځ کار او فعاليت کوي، تر څو په ټولنه کې بدلون راولي، دغه راز دا جايزه د هغو مېرمنو ده، چې په دغه ولايت کې يې د ټولنيزو کارونو پر مهال خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړى دى.

مريم درانۍ د خپل ژوند او فعاليتونو په اړه وويل: ((د مهاجرت پر مهال زېږېدلې يم، لومړنۍ زده کړې مې هم د مهاجرت پر مهال کړي او اوسمهال د ورځنيو کارونو ترڅنګ په انلاين توګه د حقوقو پوهنځى هم لولم.))

د دې په خبره، تر اوسه يې واده نه دى کړى، خو له واده انکار هم نه شي کولى؛ ځکه دا يو اسلامي سنت دى، خو غواړي داسې څوک يې د ژوند ملګرى شي، چې په ټولنيزو کارونو او د مېرمنو د حقونو په برخه کې د هغې هڅوونکى وي.

دا وايي، کلونه وړاندې چې کله له کډوالۍ بېرته خپل هېواد ته راستنه شوه، نو لومړنى کار يې په کندهار کې د خديجة الکبرا په نوم د ښځو د ټولنې جوړول و، چې له همدې امله يې په ټولنه کې حضور پيدا کړ.

درانۍ زياتوي  ، هغه او د هغې په څېر نورې ځوانې نجونې، چې د کډوالۍ له ژوند څخه بېرته خپل هېواد ته را ګرځېدلې وې، له زياتو ستونزو سره مخ وې، ټولنې هغوى په اسانۍ نه شواى منلاى؛ ځکه هغوى په يوه بېل فرهنګ کې ژوند کړى و.

هغه وايي : ((بل پلو هغه مېرمنې وې، چې د جګړو پر مهال کډوالې شوې نه وې، هغوى د خپلو حقوقو، ژوند او نورو ټولنيزو چارو په اړه هغه پوهاوى نه درلود، چې نورو مېرمنو د کډوالۍ پر مهال ترلاسه کړى و.))

د نوموړې په باور، همدغه ټکي د دې لامل شول، چې په کندهار کې د خپلو نورو همکارانو په ملتيا د ښځو لپاره د خديجة الکبرا په نوم يوه ټولنه جوړه کړي، چې اوسمهال نږدې ١٥٠ تنې غړې لري.

دې وويل، د دغې ټولنې په چوکاټ کې يې لومړنى کار د مېرمنو د لاسي صنعت د ودې لپاره کړى، تر څو ښځينه صنايع ثابت بازار پيدا کړي او مېرمنې له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودرېږي.

نوموړې زياتوي، دغه راز د ټولنې په چوکاټ کې يې سلګونو مېرمنو ته تر دې مهاله د روغتيا، حقوقو، سواد، په سياسي او ټولنيزو برخو کې د وړتيا لوړولو روزنې ورکړې او دغه راز ګڼو مېرمنو ته يې د کارموندنې په برخه کې کار کړى دى.

درانۍ په کندهار کې د مېرمن راډيو د بنسټ اېښودلو په اړه وويل: ((له مېرمنو سره په بېلابېلو څانګو کې د ګډ کار پر مهال به مې د مېرمنو د يوې وړې ډلې لپاره کار او فعاليت کاوه، ما غوښتل ډېرې مېرمنې تر دغه پوښښ لاندې راولم، چې زما په اند يې تر ټولو ښه لاره راډيو وه، چې يوازې د ښځو اړوندو مسايلو ته ځانګړې شوې وي.))

دا وايي، کله چې له مېرمنو سره مخ کېږي، نو د درېيو څلورو تنو ترمنځ يوه مېرمن ضرور ورته وايي، چې له هغې سره يې کار کړى، يا يې د هغې په ټولنه کې زده کړې کړې او يا په کوم پروګرام کې ورسره همکاره وه.

نوموړې زياتوي: ((دغه چاره ما ته خوښي راکوي، چې په يوه لوى ولايت کې په دې توانېدلې يم، چې ګڼې ښځې په بېلابېلو ټولنيزو کارونو کې له ځان سره ولرم.))

د درانۍ په خبره، د جايزې تر ورکړې وروسته يې پر ځان باور ډېر شوى؛ اوس فکر کوي، چې مسووليتونه يې نور هم زيات شوي او بايد لوى هدفونه په مخ کې ولري.

دې وويل: ((ما ته د جايزې په راکولو سره د کندهار د مېرمنو روحيه لوړه شوه او په دې توګه هغوى هم پر خپلو ځانونو باوري شوې، چې د خپلې ټولنې لپاره ډېر څه کولى شي.))

نوموړې د جايزې د ترلاسه کولو په موخه امريکا ته د خپل سفر په اړه وويل: ((دا سمه ده، چې افغانه مېرمن له ډېرو ستونزو سره مخ ده، خو نه بايد خپل ځان کمزورى حس کړو، په بهر کې مې د مېرمنو ترمنځ احساس کړه، چې هغوى زموږ په پرتله له بل ډول ستونزو سره مخ دي، چې موږ ورسره مخ نه يو.))

هغه وايي: ((يو څه چې خپله يې په نظر کې لرم او خپلو افغاني مېرمنو ته يې هم وايم دا ده، چې موږ مسلمانان يو، هره ټولنه ځان ته بېل فرهنګ او کلتور لري، موږ بايد له خپل دين او کلتور سره سم عمل وکړو، موږ باور لرو، چې يوه ورځ مرو او په دې دنيا کې د کړو کارونو حساب ورکوو، څومره به ښه وي، چې داسې کارونه وکړو، تر څو راتلونکې نسلونه ترې سمه ګټه پورته کړي.))

مريم درانۍ په کندهار کې د مېرمنو د ورځني ژوندانه د وضعيت په اړه وايي: ((په کندهار کې امنيت نه يواځې د مېرمنو پر وړاندې، بلکې د نارينه وو پر وړاندې هم يوه لويه ستونزه ده، د دې ترڅنګ د کورنيو ټيټ اقتصاد، د سواد نشتوالى او نور د مېرمنو پر وړاندې جدي ستونزې دي.))

دا وايي، په وروستيو کلونو کې په کندهار کې د نارينه وو ترڅنګ په لسګونو مېرمنې د خپلو ټولنيزو کارونو د ترسره کولو پر مهال د هدفي وژنو په لړ کې له منځه تللې، خو له بده مرغه نه حکومت او نه هم نورو ټولنو د هغوى يادونه کړې ده.

د دې په خبره، تېرو درېيو لسيزو جګړو په خلکو کې بل ډول ذهنيت پيدا کړى، هغوى د مېرمنو په اړه فکر کوي، چې دويم جنس دي، هغه پاملرنه چې کورنۍ يې خپلو نارينه اولادونو ته کوي، ښځينه اولادونو ته يې نه کوي.

هغې د دغو ستونزو د حل لاره په زده کړه او د عامه شعور په لوړولو کې ګڼي او وايي، تر هڅه وړاندې بايد د خپل هېواد لپاره رښتينى فرهنګ پيدا کړو او خپلو اصيلو رواجونو ته درناوى ولرو.

درانۍ د مرکې په دوام د خپلو خاطرو له منځ څخه د خپلې يوې نه هېردونکې خاطرې يادونه هم وکړه، چې په وينا يې هغې ته تل خوښي وربښي.

دا وايي: ((يوه خاطره، چې زما له ذهنه نه وځي او تل خوښي را په برخه کوي، هغه دا چې د خياطۍ او سواد د زده کړې په برخه کې يوه مېرمن، چې په غوږونو يې سم نه اورېدل او له همدې امله يې خبرې هم سمې نه شوې کولى، په پيل کې ښوونکو نه منله، چې هغې ته زده کړه ورکړې؛ ځکه د هغوى لپاره يو لوى جنجال و، خو اوس هغې مېرمنې د خياطۍ تر څنګ ليکل او لوستل هم زده کړي، هغه چې کله هم د مطالعې لپاره د کتابونو د وړلو لپاره زما دفتر ته راځي، ما ته ليک پرېږدي، کله چې زه د هغې ليک لولم، نو زه ډېره خوشحالېږم.))

مريم درانۍ وايي، له امنيتي ستونزو او ګواښونو سربېره د مېرمنو د حقونو او ټولنيزو کارونو د پر مخ وړلو لپاره خپل کار ته دوام ورکوي، په داسې حال کې، چې دوه ځلې د کندهار پر ولايتي شورا د ډله ييزو ځانمرګو بريدونو څخه او يو ځل سپين بولدک ولسوالۍ ته د مېرمنو د اړوندې پروژې له کار څخه د څارنې پر مهال له چاودنې روغه وتلې ده.  

ورته موضوع