منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۹ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په دهراوود کې د سليمان تخت په نوم مشاعره وشوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

ترينکوټ (پژواک ٦ غويى ٩١): د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د سلګونو کسانو په ګډون د سليمان تخت په نوم دوديزه مشاعره جوړه شوه.

د دهراوود ولسوال امين الله خان د غويي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې مشاعره کې د اروزګان، هلمند، زابل او کندهار ولايتونو شاعرانو او ليکوالانو ګډون کړى وو.

هغه زياته کړه، چې لسګونو شاعرانو په دې مشاعره کې خپل شعرونه ولوستل، چې ډېرى يې د سولې، بيارغونې او د هېوادپالنې په اړه وو.

ولسوال وويل، چې په دې مشاعره کې د ځايي چارواکو ترڅنګ په دې ولايت کې مېشتو بهرنيو ځواکونو هم برخه اخيستې وه.

د نوموړي په وينا، دوو تنو وسلوالو کسانو غوښتل چې د مشاعرې پر ګډونوالو بريد وکړي، چې له امنيتي پوليسو سره يې نښته رامنځ ته شوه.

امين الله خان وايي، چې په دې نښته کې يو وسلوال ووژل شو او بل يې په تېښته بريالى شوى دى.

خو هغه زياته کړه، چې د دې نښتې او بريد له امله مشاعره ګډوډه نه شوه او په نورمال ډول يې دوام وکړ.

له ترينکوټ څخه تللي د دې مشاعرې يوه ګډونوال نجيب الله پژواک اژانس ته وويل، چې مشاعره په ښه توګه ترسره شوه او د وسلوالو بريد پرې هېڅ اغېز ونه کړ.

هغه د سليمان تخت په اړه وويل، چې سليمان عليه السلام په خپل وخت کې د سفر پر مهال د اروزګان په يوه سيمه کې دمه کړې وه او اوس خلک دې سيمې ته (تخت سليمان) وايي.

د يادونې وړ ده، چې له دې مخکې د هېواد په نورو سيمو کې هم دوديزې مشاعرې ترسره شوې دي.