منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۹ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

توحيدي:که نړېوال له رسنيو سره مرستې ونکړي د سيمې استخبارات به يې تر ولکې لاندې راولي

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

کابل (پژواک ٨ غويى ٩١): د رسنيو د څار ادارې مشر وايي،چې که نړيواله ټولنه له افغاني رسنيو سره خپلې مرستې تر ٢٠١٤ وروسته بندې کړي،ښايي يوشمېر رسنۍ د سيمې هېوادونو د څارګرو ادارو تر واک لاندې راشي.

دا څرګندونې د رسنيو د څار ادارې مشر صديق الله توحيدي تېره ورځ (د غويي ٧ مه) ناوخته په کابل کې د مېديوټيک دفتر په هغه ناسته کې وکړې، چې د افغاني رسنيو او د هغو د ټولنيز مسووليت په اړه جوړه شوې وه.

توحيدي زياته کړه، چې داسې ګنګوسې او اندېښنې شته،چې ښايي تر ٢٠١٤ کال وروسته افغاني رسنۍ د بهرنيو هېوادونو مرستې له لاسه ورکړي او له سقوط سره به مخ شي.

د ده په وينا، که چېرې افغاني رسنۍ له ٢٠١٤ کال وروسته د مرسته کوونکو هېوادو مرستې له لاسه ورکړي، ښايي د سيمې د يو شمېر هېوادونو په ځانګړي ډول د تهران او اسلام اباد څارګرې ادارې به يو شمېر رسنۍ تر خپل واک لاندې راولي، چې دا به په هېواد کې د يوه لوى ناروين د رامنځ ته کېدو لامل شي.

نوموړي زياته کړه، له هغه وروسته، چې خپلواکو رسنيو د افغانستان د حاکم نظام پر وړاندې نېوکې پيل کړې، رسنيو د حکومت ملاتړ له لاسه ورکړ.

توحيدي پر رسنيو غږ وکړ،چې خپلې خپرونې دې د ژورناليزم له اصولو او د رسنيو ټولنيز مسووليت ته په پام سره  پر مخ بوځي.

هغه زياته کړه، چې رسنۍ بايد د اطلاع رسولو په چارو کې بې پلوي او د خلکو په شخصي حريم له مداخلې ځان وساتي او د رسنيو ټولنيز مسووليت ته په پام دې خپلې چارې پرمخ يوسي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت مسلکي مرستيال مبارز راشدي په دغه ناسته کې وويل،چې په هېوادکې رسنيو دکميت له پلوه ښه پرمختګ کړى، خو ترڅنګ يې بايد رسنۍ ټولنيز مسووليت ته هم ډېر پام واړوي.

هغه زياته کړه، چې رسنۍ بايد خپلې ټولې خپرونې په مسلکي ډول ترسره کړي  او د خبريالانو د مسلکي روزنې او وړتيا په برخه کې بايد ډېرې هڅې ترسره شي.

ده وويل: ((په روان ١٣٩١ کال کې به هڅې وکړو، چې د خبريالانو د مسلکي روزنې په برخه کې هم ډېر کارونه ترسره کړو.))

په افغانستان کې د جرمني هېواد سفير روديګر کونيګ  (Rudiger konig)په دې غونډه کې وويل،چې نړېوالې ټولنې د بن په ناسته کې ژمنه کړې، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به افغانستان يواځې نه پرېږدي.

هغه زياته کړه، چې هېواد به يې د توکيو په ناسته کې له افغانستان سره د خپلو مرستو اعلان وکړي، څو له مخې يې په هېواد کې د رسنيو تر څنګ د نورو ټولنيزو چارو په ترسره کولو کې هم مرستې وکړي.

د ده په وينا، دا چې نړېواله ټولنه له افغانستان سره مرستې کوي، دوى هم له افغانستان څخه غوښتنې او تمه لري ، چې بايد د افغانستان د خلکو په ژوند کې ښه والى او بدلون رامنځ ته کړي.

هغه يوځل بيا له افغانستان سره د خپل هېواد په ژمنو ټينګار وکړ او زياته يې کړه،چې د نړېوالې ټولنې په ګډون د المان هېواد به له افغانستان سره تر ٢٠١٤ کال وروسته هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي او افغانستان به يواځې نه پرېږدي.

په افغانستان کې GTZ  موسسې مشر اندرس ګلاين وويل، چې يادې موسسې د المان هېواد د افغان – جرمن د پراختيايي بنسټ په مرسته له ٢٠٠٢ زېږديز کال وروسته په افغانستان کې د بيارغونې کارونه ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه، چې دوى په افغانستان کې د اقتصاد او بهرنيو چارو له وزارتونو سره مرسته کړې او تردې وروسته به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.