کابل ښار (پژواک ١١ غويى ٩١): د کابل چاپ د نننيو ورځپاڼو د سرمقالو د بحث اصلي محور د افغان سولې بهير او د هغې په اړه بېلابېل دريځونه، د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې او په افغانستان کې د نشه يي توکو د کر او قاچاق موضوع جوړوي.
د ويسا ورځپاڼې د افغانستان د سولې په اړه نويو پرمختګونو په اړه خپرو شوو رپوټونو ته اشاره کړې او په دې ترڅ کې يې د افغان دولت د سياسي اپوزېسيون د مشرانو د څرګندونو د څېړلو ترڅنګ ، په دې اند ده، چې دا ډول څرګندونې د سولې له پروسې سره د دغو مشرانو مخالفت ښکاروي.
دغه ورځپاڼه له طالبانو سره د ولسمشر کرزي له خوا د يوه ايتلافي حکومت د جوړښت اوازې د مخالفو سياسي مشرانو خندوونکى منطق ګڼي او په دغه نظر ده، چې دوى دا استدلال يوازې په هېواد کې د روان وضعيت د دوام په موخه کوي او که نه د ورځپاڼې په خبره ټول پوهېږي چې د طالبانو د امارت تجربه شوى نظام، سره له دې چې په امنيت كې تر اوسني سل ځله د ولس د تاييد وړ و، بيا نه شي راتلاى.
دغه ورځپاڼه د ولس د ژغورنې يوازېنۍ لاره د يوه ملي او ديني احساس له مخې د افغانانو په خپلو كې سره نږدې کېدل ګڼي، ترڅو نور د تفاهم او سره نږدې كېدو يو نوى بهير پيل شي او د ورځپاڼې په خبره د سولې او تفاهم يو داسې خوځښت پيل شي، چې په ملي حركت بدل شي.
خو د وحدت ورځپاڼه، چې د محمدمحقق په مشرۍ د خلکو د اسلامي وحدت ګوند د نظرياتو رسمي خپرندويه ده، بيا د ويسا ورځپاڼې پر خلاف د حکومت د سياسي اپوزېسيون د مشرانو خبرې تاييدوي او په رسنيو کې د هغې له ښه انعکاس څخه خبر ورکوي.
ورځپاڼه يو ځل بيا حکومت د ورځپاڼې په خبره پر يوه اړخيزتوب تورنوي او د تېر په شان بيا هم دا غواړي چې د تېرو لسو کلونو لاس ته راوړنې بايد د حاکم ټېم له لوري لوټ نه شي.
د ملي باور ورځپاڼه هم د افغانستان د سولې تر شا جګړه څېړې او د مشرانو جرګې په غونډه کې د کورنيو چارو وزير هغه څرګندونې يې را اخيستې دي، چې ويلي يې دي، د شيکاګو تر کنفرانس پورې به په هېواد کې د نا امنيو کچه نوره هم لوړه شي.
ملي باور ورځپاڼه په دې اند ده، چې د کورنيو چارو د وزير دا څرګندونې ښکاروي، چې ايران او پاکستان د افغان سولې د بهير پر وړاندې شوم نيتونه لري.
دغه ورځپاڼه له امريکا او د ناټو تړون له غړو هېوادونو څخه هيله لري، ترڅو په امنيتي، استخباراتي او ډيپلوماتيکو برخو کې له افغان دولت سره مرسته وکړي.
د چراغ ورځپاڼې هم د سولې پروسه څېړلې او دا پوښتنه يې مطرح کړې چې طالبان ولې د حامد کرزي له حکومت سره د سولې خبرې نه کوي؟ او په دې اند ده چې طالبان د تېرې نږدې يولس کلنې ترخې تجربې او له پخوانيو بې خونده کړنو څخه زده کړه کړې او نه غواړې ځان ډېر وړيا وپلوري.
دغه ورځپاڼه د امريکا له خوا د کابل له حکومت سره د طالبانو پر خبرو د ټينګار لامل دا ګڼي چې امريکا غواړي د دغو خبرو اترو له لارې د حامد کرزي حکومت ته مشروعيت ورکړي اوبيا به د ورځپاڼې په خبره امريکا له کرزي سره خپل تړونونه لاسليک کړي او په دې ډول به د اوږدې مودې لپاره پــه افغانستان کې خپلې عسکري اډې خــونــدي کړي.
د ماندګار ورځپاڼه په خپله نننۍ سرمقاله کې د ولسمشرۍ پر راتلونکو ټاکنو بحث کړى او په دې اړه يې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون هغو خبرو ته ګوته نيولې چې ويلي يې دي، د ټاکنو په قانون کې تر ٥٠ سلنې پورې بدلون راوستل شوى دى.
ماندګار ورځپاڼه په دې اند ده، اوس چې د ټاکنو په قانون کې بدلون راغلى دى، بايد نور اقدامات هم ترسره شي، تر څو ازادې ، رڼې او د خلکو د غوښتنو مطابق ټاکنې ترسره شي.
دغه ورځپاڼه له ولسمشر کرزي څخه هم هيله لري، ترڅو په ټول صداقت او زړه ورتيا سره په تېرو ټاکنو کې ستونزې ومني او د ورځپاڼې په ليکنه په صادقانه ډول له خلکو سره ژمنه وکړي چې په راتلونکو ټاکنو کې به هېڅ ډول مداخلت نه کوي.
د افغانستان ورځپاڼه هم د افغانستان لپاره د راتلونکو ټاکنو پر اهميت بحث کړى او په دې اند ده، چې د اوسني نظام مشروعيت د هغه مدني او ډيموکراتيکو ارزښتونو له مخې دى، چې په اساسي قانون کې په پام کې نيول شوى او د ورځپاڼې په خبره که چېرې دغه ارزښتونه زيانمن شي، د نظام د مشروعيت پايې به هم زيانمنې شي.
د افغانستان ورځپاڼه په دې نظر ده، چې د افغانستان اوسنۍ سياسي فضا ته په پاملرنې سره راتلونکې ټاکنې له خورا زيات حساسيت څخه برخمنې دي؛ ځکه نو پر خپل قانوني وخت د ټاکنو ترسره کېدل او د ټاکنو ازاد او عادلانه والي ته پاملرنه د هېواد د راتلونکي سياسي وضعيت په پاملرنې سره د ارزښت وړ ګڼل کېږي.
د هشت صبح ورځپاڼه په افغانستان کې د نشه يې توکو د کر، توليد او قاچاق موضوع څېړي او په دې اړه له نشه يې توکو سره د مبارزې وزارت د مرستيال څرګندونو ته پاملرنه کوي، چې ويلي يې وو، د افغانستان د نشه يې توکو د سوداګرۍ ارزښت ٧٠ ميليارد ډالرو ته رسېږي.
دغه ورځپاڼه په افغانستان کې د نشه يې توکو د توليد او قاچاق د پراختيا لاملونه څېړي او په دولتي تشکيلاتو کې د نشه يې توکو د مافيا نفوذ او له نشه يې توکو سره د مبارزې په لار کې د يوې څرګندې تګلارې نه شتون، د دغه کار د سترو لاملونو په توګه يادوي.
هشت صبح، همدارنګه د نړۍ په کچه له دې پدېدې سره د جدي مبارزې نه شتون ته هم ګوته نيسي او ليکي چې په افغانستان کې د نشه يې توکو له توليد او سوداګرۍ سره د مبارزې په لار کې ضروري ده ترڅو يوه نړيواله اراده ولاړه شي او د هغې ترڅنګ يو ستراتيژيک پروګرام او يو جامع ميکانيزم دغې موخې ته د رسېدو لپاره جوړ کړاى شي.
د سرنوشت ورځپاڼه په افغانستان کې د پوځي ځواک درلودونکو د ځينو هېوادونو د چارواکو هغه څرګندونو ته پاملرنه کوي، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به هم د دوى يوه برخه ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي او دغه ډول څرګندونې د دغو هېوادونو د سياسي جنون په توګه تعبيروي.
دا ورځپاڼه د دغو هېوادونو کړنې، چې له خپل پارلمان سره په افغانستان کې د سرتېرو د پاتې کېدو او نه پاتې کېدو په اړه مشوره کوي، غندي او ليکي چې هېڅ بهرنى هېواد له کوم تړون پرته دا حق نه لري، چې تر ټاکلې مودې وروسته په افغانستان کې خپل سرتېري وساتي، که يې شمېر لږ وي او که ډېر؛ بلکې د ورځپاڼې په خبره دا حق په خپله د افغان حکومت دى، چې څوک پرېږدي او څوک وباسي.










