جلال اباد (پژواک ١٣ غويى ٩١): د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د اتصالات مخابراتي شرکت په مرسته په لومړي ځل ښځينه شاعرانو د سولې تر عنوان لاندې مشاعره جوړه کړه.
د اطلاعاتو او کلتور رييس اورنګ صميم د غبرګولي په ١٣مه د دې مشاعرې د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ادبياتو په پرمختګ کې د ښځو رول ځانګړى اهميت لري؛ ځکه يې وپتېيله چې ځانګړې ښځينه مشاعره ترسره کړي.
هغه زياته کړه، چې د ختيځو وليتونو لسګونو ښځينه شاعرانو په دغې مشاعره کې چې د جلال اباد ښار په سپين غر هوټل کې جوړه شوې وه، ګدون وکړ.
نوموړي وويل: ((ښځې تر هر چا ډېر سولې ته اړتيا لري، موږ غواړو د ځانګړو پروګرامونو په جوړولو هغوى وهڅوو.))
د مشاعرې په بهير کې د پوهنې رياست ځينو چارواکو ښځينه شاعرانې له رسنيو سره مرکې کولو ته پرې نه ښودې.
د اطلاعاتو کلتور رييس وويل، د پوهنې رياست ځيني محدوديتونه د بيان پر ازادۍ او کلتور يو ګوزار دى.
نوموړي زياته کړه، چې په مشاعره کې نجونو د زده کوونکو په توګه نه، بلکې د شاعرانو په بڼه ګډون کړى و، چې د پوهنې رياست يې د نظر ورکولو د مخنينوي حق نه لري.
د ښځو چارو د رياست فرهنګي مسوولې او شاعرې تورپيکۍ شينوارې پژواک ته وويل، چې دغه ډول مشاعرې پټ استعدادونه رابرسېره کوي او هغه خبرې د شعر په بڼه ټولنې ته راوباسي، چې خويندې يې په زړونو کې پټې ساتي.
د يادونې ده، چې د مشاعرې په بهير کې لسګونو پېغلو خپل ليکلي کلامونه دکلمه او ځيني يې د ترنم په بڼه ناستو کسانو ته واورول.










