منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۱ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په سلګونه نجونې زده کوونکې له ټولګيو څخه برخمنې شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

  شبرغان ( پژواک١٥ غويى ٩١): په جوزجان ولايت کې ٥٠٠  نجونې زده کونکې،چې تر خېمو لاندې يې لوست کاوه، د يو ښوونځي په پرانېستلوسره له ټولګيو څخه برخمنې شوې.

د جوزجان د پوهنې رياست تدريسې مرستيال عبدالرووف ارين په وينا، دا ښوونځى پرون د شبرغان ښار په حسن اباد کلي کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د حسن اباد منځنى ښوونځى د دوه جريبو په مساحت په يوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى دى.

ارين پژواک اژانس ته وويل،چې  ياد ښونځى شپږ درسي خونې، اداره، مجهزتشناب، څاه او نورې ډيرى اسانتياوې لري،چې پر جوړولو يې شاوخوا ١٢٠ زره امريکايي ډالره لګښت راغلى دى.

د وړاندې شويو معلوماتو له مخې، ددې ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې د يونيسف دفتر لخوا ، د سويډن هېواد په مالي مرسته ترسره شوې دي.

د جوزجان د پوهنې رياست تدريسي مرستيال وايي،چې ددې ښوونځي د ودانۍ له جوړېدو څخه وړاندې، زده کونکو په سپين ميدان او يو شمېر نورو يې تر خيمو لاندې درس لوست.

 ددې ښوونځي يوه شپږه کلنه زده کونکې حليمه وايي: ((لومړى ځل دى،چې په منظم ټولګي کې لوست کوو.))

هغې پژواک ته وويل،چې له پخوا څخه يې هېله درلوده،څو په هغه ټولګې کې درس ووايي،چې ميز او څوکۍ ولري.

 ددې ښوونځي، د اتم ټولګي زده کونکې شګوفې پژواک ته وويل،چې څو ځله يې ليدلي،چې ټولګيوال يې د زياتې تودوخې له امله، تر خېمو لاندې ضُعف شوي دي.

هغې وويل، خوښه ده، چې ددې ښونځي په پرانيستلو سره ددوى ستونزې هوارې شوې .

 دا ښونځى په داسې حال کې په شبرغان ښار کې پرانيستل کېږي،چې ددې ولايت د پوهنې رياست د مسوولينو په وينا، تراوسه هم د جوزجان ١٦٠ ښوونځي ودانۍ نه لري.

د جوزجان د پوهنې رييس عبدالحي يشين پژواک اژانس ته وويل، په داسې حال کې ،چې په دې ولايت کې ٣٥٠ ښووڼحي فعاليت کوي، خو اوس هم د درسي ټولګيو له کمښت سره مخ دي.

د يشين دمعلوماتو له مخې، دمګړۍ څه باندې ١٧٠ زره زده کونکي ددې ولايت په ښوونځيو کې په زده کړو بوخت دي، چې درسي چارې يې د څه باندې ٤٠٠٠ ښوونکو لخوا پر مخ وړل کېږي.