کندهارښار(پژواک،٢١غويى ٩١):د کندهار ښار ختيځ لور په عينو مېنه ښارګوټي کې د لومړي ځل لپاره د ښځينه پارک او روزنيز مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په دغو مراسمو کې د کندهار والي پوهنوال توريالي ويسا، مرستيال عبدالقديم پتيال، ملي سوداګر او د ولسمشر ورور محمود کرزي، د ښځو چارو رېيسې رقيې اڅګزۍ او نورو برخه لرله.
د کندهار والي په دې اړه دغويي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ښځينه پارک کې د مېرمنو لپاره په دوو پوړو کې د کسب او هنرونو د زده کړې ودانۍ جوړېږي، چې د غونډو لپاره به لوى تالار، ١١ خونې، پخلنځى، تشنابونه او نورې اسانتياوې ولري.
هغه زياته کړه، چې د دغه ښځينه پارک لپاره ځمکه د عينو مېنې ښارګوټي اړوند د اپکو دفتر لخوا ورکړل شوې، چې ١٣ ميليونه ٦٣٦ زره افغانۍ لګښت پرې راځي او د ښځو چارو وزارت لخوا ورکول کېږي.
د نوموړي په وينا، د ښځينه پارک د روزنيز مرکز د ودانۍ د جوړولو کار د باختر په نوم خصوصي شرکت ته ورکړل شوى، چې د ٦ مياشتو په اوږدو کې به بشپړ شي.
والي وويل، چې د دغه پارک او روزنيز مرکز له جوړولو څخه موخه کندهاريو مېرمنو ته د تفريح ترڅنګ د کسبونو او هنرونو زده کړه او په دې برخه کې ورته د کار او روزګار پيدا کول دي.
هغه زياته کړه، کندهار د هېواد د هغو ولايتونو په کتار کې راځي، چې پکې د مېرمنو لپاره د مېلې او تفريح وړ ځاى شتون نه لري.
نوموړي هيله وښودله، چې د دغه ښځينه پارک او روزنځاى له جوړېدو سره به تر ډېره بريده د مېرمنو ستونزې هوارې شي.
د ويسا په خبره، ولايتي اداره ژمنه ده، چې د ښځو چارو رياست سره په ګډه به د ټولو هغو ستونزو د هواري لپاره کار کوي، چې د مېرمنو په ورځني ژوند کې يې ستونزې او کړاوونه زېږولي دي.
هغه پر قومي مخورو او د يني عالمانو غږ وکړ، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخه ونيسي او په دې برخه کې د خلکو د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو لپاره کار وکړي.
د کندهار د ښځو چارو رييسې مېرمن رقيې اڅګزۍ پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ښځينه پارک کې به لومړى يوه ودانۍ جوړه شي، چې مېرمنو ته به پکې د مسلکي زده کړو روزنه ورکول کېږي او وروسته به دغلته د يوه لوى او پراخ پارک د جوړولو چارې پيل شي، چې مېرمنې به ورته د تفريح او مېلې لپاره راځي.
هغې د ښځو چارو وزارت څخه مننه وکړه، چې د ودانۍ لپاره يې ورسره د پيسو مرسته کړې ده.
د کندهار ګڼ شمېر مېرمنې د هغوى لپاره د دغه پارک پر جوړېدو خوښي ښيي، خو غوښتنه کوي، چې د دغه راز کارونو ترڅنګ دې، د ښځو په ژوند کې د بسټيز بدلون په برخه کې پر له پسې کار وشي، چې له ستونزو او کړاوونو وژغورل شي.









