منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۵ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د ” خاکجبار د لرغوني کابل د تاريخ پيلامه ” کتاب مخ کتنه وشوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۷۸ کتنې

کابل(پژواک ،٥ غبرګولى ٩١): د پوهيالي محمد حسين احمدزي لومړي تاريخي کتاب (خاکجبار د لرغوني کابل د تاريخ پيلامه ) چاپ اومخ کتنه يې وشوه.

خاکجبار د لرغوني کابل د تاريخ پيلامه په ټوليزه توګه ١٦٠ مخه او څلور څپرکي لري ، چې په خاکجبار ولسوالۍ کې يې د يوې غونډې په ترڅ کې مخ کتنه وشوه .

د يادشوي کتاب د مخ کتنې په غونډه کې ګڼ شمېر استادانو، ليکوالانو ، شاعرانو او نور فرهنګيانو برخه اخيستې وه.

د خاکجبار د لرغوني کابل د تاريخ پيلامه په لومړي څپرکي کې د خاکجبار جغرافيايي موقعيت او په دويم څپرکې کې يې د خاکجبار تاريخي وضعې ته کتنه شوې ، په درېيم څپرکي کې يې په خاکجبار کې لرغونې سيمې او ودانۍ معرفي شوي او وروستى څپرکى يې د خاکجبار د مېشتو خېلونو په اړه بحث ته ځانګړى شوى ده .

ددې کتاب د مخ کتنې په غونډه کې د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو پوهنځي استاد پوهندوى محمد رسول باوري وويل: دا ډيره لويه دعوه ده ، چې وويل شي د کابل د تاريخ پيلامه له خاکجبار څخه شوې ده .

خو هغه زياته کړه ، چې د خاکجبار لرغونې تاريخ پيلامه هغه کتاب دى ، چې دغه خبره يې ثابته کړې ، چې د کابل مدنيت له خاکجبار ولسوالۍ څخه پيل شوى دى .

د ياد شوي کتاب ليکوال پوهيالي محمد حسين احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تر اوسه د خاکجبار د مدنيت په اړه چا څېړنه ، نه وه کړې او دا لومړى کتاب دى، چې د خاکجبار د تاريخ په اړه وليکل شو.

د هغه په وينا ، ده په خپل کتاب کې په ثبوت رسولې ، چې اريايان ، کوشانيان او کابل شاهان په کابل کې د لومړي ځل لپاره په خاکجبار کې مېشت شوي دي .

د هغه په وينا، بودايان، چې کله افغانستان ته راغلل، د ځان د استوګنې لپاره يې لومړى ځاى د خاکجبار سيمه غوره کړه او له دې ځاى څخه يې بوديزم د افغانستان نورو سيمو ته خپورکړ.

بودايان د دويمې او پنځمې زېږديزې پيړۍ په منځ کې په افغانستان کې اوسېدلي دي.

 پوهيالي محمد حسين احمدزي د پوهنې وزارت د تعليمي نصاب په برخه کې هم کار کړى او د اوم ، اتم او لسم ټولګيو د تاريخي کتابونو په ليکولو کې يې پوره مرسته کړې ده .