منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۵ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د فرهنګيانو او پوليسو ترمنځ مشاعره وشوه

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

پلخمري (پژواک، ٥ غبرګولى ٩١) : د شپې يوولس بجې وې، په داسې حال كې ،چې نرى نرى باران اورېده؛ خو لا هم په سلګونو لوړپوړي امنيتي چارواكي، قومي مشران او ځوانان د شعر اورېدو ته ناست وو.

د هېواد په شمال كې په لومړي ځل د فرهنګيانو او پوليسو ګډه مشاعره، تر سره شوه، چې د سيمې او د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو څخه پكې زيات شمېر شاعرانو ونډه اخيستې وه.

(د پوليس ارمان د شاعر په ژبه) تر سرليک لاندې ياده مشاعره د بغلان د فرهنګي ډلې (چونغر ادبي بهير) پر مټ د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ لخوا جوړه شوې وه.

د يادې مشاعرې يو تنظېمونكي او د چونغر ادبي بهير مسوول راز محمد راز د غبرګولي په ۵مه، پژواک خبري اژنس ته وويل، چې په بغلان كې په لومړي ځل داسې ستره مشاعره تر سره شوه، چې د بغلان سربېره ورته د هېواد له نورو څنډو هم فرهنګيان راغلي وو.

هغه زياته کړه: ((په نورو سيمو كې شاعران له شاعرانو سره مشاعرې كوي؛ خو موږ له پوليسو سره ګډه مشاعره وكړه.))

نوموړي وايي، چې يادې مشاعرې دوه برخې درلودې، لومړۍ برخه يې ويناوو ته ځانګړې شوه او دويمه يې هغه په شعرونو او سندرو ښكلې شوه.

راز وويل، چې د بغلان اوسېدونكيو په لومړي ځل په داسې ستره مشاعره كې ګډون كړى و، همدا وه، چې ورته خوښ و او د شپې تر ۱۲ بجو پورې مشاعره اوږده شوه.

د بغلان د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونكي عطاالله پژواک ته وويل، چې ده كله داسې مشاعرې نه وې لېدلې .

ده وويل : ((داسې مست پروګرامونه مې يوازې په يو نيم واده كې ليدل، نور مې نو والله داسې خوندور مجلس نه و ليدلى.))

نوموړي زياته كړه، چې پروګرام ته ډلې ډلې خلک راغلي و، شعرونه پكې وويل شول،سندرې په كې واورول شوې او ښه مست اتڼونه په كې هم وشول.

د هغه په قول،چې تېر درې څلور كلونو يې په سيمه كې د وسلوالو طالبانو په وېره كې تېر كړل، خو دغه ډول مشاعرې چې تر سره كېږي، نو دسولې او ارام ژوند زېرى له ځانه سره لري.

نوموړي د بغلان د فرهنګيانو تر څنګ د دغه ولايت له امنيه قوماندانۍ څخه مننه وكړه، چې د سيمې د امنيت ساتنې تر څنګ يې د افغاني فرهنګ د ودې لپاره هم هڅې پيل كړې دي.

له نورو ولايتونو څخه راغلو مېلمنو فرهنګيانو ته هم د مشاعرې چاپيريال خوند وركړى و.

له بلخ څخه يادې مشاعرې ته راغلي شاعر عصمت لله سكندر وويل، چې مشاعرې ځكه خوند وركړ، چې د ټولنيزو ارزښتونو له مخې يې نوښت درلود.

نوموړي زياته كړه، چې كه څه هم په مشاعره كې هنري شعرونه كم وويل شو، خو دا چې ياده مشاعر د پوليسو پر مټ د پوليسو په نامه جوړه شوې وه، نو چاپيريال يې خوندور و او ماته يې همدا نوښت ښكاري.

هغه وويل: ((كله چې د مشاعرو چاپيريال مست وي، نو د خلكو په كې زړه نه تنګېږي. د شعرونو په منځ منځ كې به سندرغاړي يوه نيمه سندره ويله، چې مشاعره يې مستوله.))

د بغلان ولايت امنيتي مسوولينو په ياده مشاعره كې پراخه ونډه اخيستې وه، چې د مشاعرې د امنيتي چارو د سمبالښت تر څنګ يې زيات ملګري د عامو خلكو په كتارونو كې د شعر اورېدو ته ناست و.

د دغه ولايت امنيه قومندان مل پاسوال اسدالله شېرزاد، چې د مشاعرې تر پايه يې غونډه كې برخه لرله، پژواک ته وويل، چې پوليس د ټولنې خدمتګار وي او دى هڅه كوي، چې دغه خبره پوليسو ته ور په ياد كړي او خلک پرې پوه كړي.

نوموړي زياته كړه، چې د تېرو څو كلونو جګړو له امله د پوليس او عامو خلكو تر منځ د بېلا بېلو لاملونو له امله واټن پيدا شوى و، چې اوس يې په ختمېدو دى.

 هغه وايي: (( په ټوپک، وطن ساتل كېږي او په قلم پرمختګ كوي؛ نو چې كله دغه دواړه په يو ټغر كېنول شي نو د يادو ستونزو د حل له ټولو ښه لاره جوړېږي.))

نوموړي زياته كړه، چې د شاعر ژبه خوږه وي او د نورو په پرتله په اسانه پيغام رسولى شي.

د هغه په قول يوه موخه يې دا وه، چې د افغاني فرهنګ د بډاينې لپاره هم كار وكړي، ويې پالي او ساتنه يې وكړي.

د مشاعرې په پاى كې يو شمېر شاعرانو ته امنيه قوماندانۍ له خوا ځينې د ستاينې ځينې نښانونه هم وركړل شول.

ياده مشاعره د بغلان په مركز پلخمري ښار كې د يو مېلمستون په انګړ كې جوړه شوې وه.