کابل ښار (پژواک ٨ غبرګولى ٩١): افغان خبريال سميع مهدي له ټولې نړۍ څخه د ٢٦٠ خبريالانو ترمنځ د زړور ژورنالېست نړيواله جايزه ترلاسه کړه.
دغه جايزه د (Knight International Journalism Awards) په نوم يادېږي او هر کال هغو خبريالانو ته ورکول کېږي، چې د ژورنالېزم په برخه کې له خپل ځانه زړورتيا ښودلې وي.
سږکال دغه جايزه افغان خبريال سميع مهدي او يوه صوماليايي خبريال ته ورکړل شوې ده. سميع مهدي د يک خصوصي تلويزيون د سياسي خپرونو او خبرونو مسوول دى؛ همدرانګه د کابل مناظره او د نقاب د خپرونې طراح دى، چې له يادو دوو خپرونو په خاطر نوموړي ته ياده جايزه ورکړل شوې ده.
مهدي چې نن له امريکا څخه هېواد ته راستون شوى، په يوې خبري ناسته کې وويل چې د دغې جايزه لپاره د نړۍ د ٢٦٠ خبريالانو له منځ څخه ټاکل شوى دى؛ خو نوموړي دغه جايزه ټولو افغانانو پورې اړونده وبلله.
دغه خبريال وويل: ((فکر کوم چې زه يې د دغې جايزه لپاره انتخاب کړى نه يم، بلکې افغانستان او افغان خبريالان يې د دغې جايزې لپاره انتخاب کړي دي.))
نوموړي، ټولو افغان خبريالانو ته د دغې جايزې د ترلاسه کولو په خاطر مبارکي وويله او زياته يې کړه، چې دغه کار له ده څخه شخصي ستاينه نه وه، بلکې له هغو ارزښتونو څخه ستاينه ده، چې افغان خبريالانو يې په اړه کار او هڅه کوي او په دې لاره کې يو شمېر خبريالانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړى دى.
مهدي هيله څرګنده کړه، چې دا ډول جايزې وکولى شي په افغانستان کې د خبريالۍ چاپېريال وهڅوي، ترڅو افغان خبريالان د مسووليت منونکي او عدالت غوښتونکي ژورنالېزم لپاره کار وکړي.
نوموړي د خبريالۍ او د خبريالانو د کار لپاره افغانستان يو تر ټولو ستونزمن چاپېريال وباله، ويې ويل: ((زورګويي، ترهګرۍ، بنسټ پالنې او تاوتريخوالي ته د ځينو قدرتمندانو مخ په زياتېدونکې علاقمندي د دې لامل شوى، چې افغانستان د حق د ويلو لپاره يو تر ټولو بد ځاى واوسي.))
دا په داسې حال کې ده، چې د سوېلي اسيا د ازادو رسنيو ټولنې (سفما) د تېر کال په راپور کې د خبريالانو د حالت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، په سوېلي اسيا کې د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي له اړخه، افغانستان په دويم ځاى کې بلل شوى و.
په راپور کې د هېواد په کچه په ٢٠١١ زېږديز کال کې د خبريالانو په وړاندې د وژنې د درېيو پېښو په ګډون له ٢٢ عمده پېښو څخه خبر ورکړل شوى و.
په همدې حال کې د نى (د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره) دفتر، سميع مهدي ته ستاينليک ورکړ.
د نى د دفتر اجرايوي مشر عبدالمجيب خلوتګر، د دغې جايزې د ترلاسه کولو په خاطر مهدي ته د مبارکۍ د ورکولو ترڅنګ وويل، چې دغه جايزه يواځې سميع مهدي پورې اړه نه لري، بلکې په ټولو افغانانو پورې اړه لري.










