منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۱ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د استاد خليلي جسد د کابل پوهنتون په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۷ کتنې

کابل ښار (پژواک ٩غبرګولى ٩١): د هېواد د نوميالي ليکوال او شاعر استاد خليل الله خليلي د جسد پاتې برخې له پاکستان څخه رالېږدول شوي او د کابل پوهنتون په انګړ کې د سيد جمال الدين د قبر ترڅنګ خاورو ته وسپارل شوې.

استاد خليلي د هېواد د ادبياتو د معاصر تاريخ يوه وتلې څېره ده، چې په ١٢٩٣ لمريز کال کې د کابل ښار په شهرارا باغ کې زېږېدلى دى او ١٦ کلن و، چې د کابل په ميربچه کوټ کې يې د ښوونکي دنده واخيسته.

استاد خليلي ديارلس کاله په عظمى صدارت کې دنده درلوده، خو تر هغې وروسته يو لړ سياسي مخالفتونه د دې لامل شول، ترڅو څلور کاله په جلاوطني او زندان کې تېر کړي، تر هغې وروسته د کابل پوهنتون د مرستيال، د افغانستان د مطبوعاتو خپلواک رييس، د پاچا محمدظاهر شاه مطبوعاتي سلاکار، په پارلمان کې د خلکو استازى او څه موده هم په عراق او عربستان کې د افغانستان د سفير په توګه دنده ترسره کړې ده.

دغه نوميالى ليکوال او شاعر د ١٣٥٧ کال د غويي د اوومې نېټې له کودتا سره سم او د سردار محمد داوود د حکومت تر ړنګېدو وروسته، امريکا ته ولاړ؛ خو د خپل وروستي کلونه يې په پاکستان کې د افغان کډوالو په منځ کې تېر کړل.

استاد خليلي د ١٣٦٦ کال د غويي په ١٤مه، د پاکستان د اسلام اباد ښار په يوه روغتون کې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې او د خپل  وصيت  له مخې، په پېښور ښار کې  د رحمان باباپه نوم د افغاني کډوالو د يوې هديرې ترڅنګ خښ کړاى شو.

د استاد خليلي د جسد پاتي شوني تر ٢٥ کلونو وروسته، له پاکستان څخه کابل ته راولېږدول شول او نن د غبرګولي په نهمه، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د کابل پوهنتون په انګړ کې د افغان سيد جمال الدين د قبر ترڅنګ، د ولسمشر حامد کرزي د فرمان او د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې، خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي د خښولو په مراسمو کې يو شمېر سياسي شخصيتونو، دولتي چارواکو، د ولسي جرګې رييس او غړو ګډون درلود.

د اطلاعاتو او کولتور وزير سيد مخدوم رهين، په دې مراسمو کې استاد خليلي د افغان ولس د دردونو او غمونو شاعر، ليکوال او ترانه ويونکى وباله او زياته يې کړه: ((دروند استاد داسې يو کس و، چې د خپل هېواد له غرور او  ملي وياړونو څخه يې دفاع وکړه او په دې توګه تلپاتى شخصيت شو.))

رهين زياته کړه چې استاد خليلي، نه يواځې شاعر، بلکې يو فرهنګي او سياسي شخصيت هم و، چې په دې برخه کې يې د ياد وړ کارونه کړي دي.

د اطلاعاتو او کولتور وزير په دې مراسمو کې اعلان وکړ، چې د استاد خليلي د پنځه ويشتم تلين او د نوموړي جسد د رالېږدېدو په درناوي به راتلونکې اونۍ، د دې وزارت له خوا په  کابل کې علمي-فرهنګي غونډه جوړه شي.

د استاد خليلي زوى او په افغانستان کې د اسپانيا سفير مسعود خليلي، د خپل پلار د جسد خښولو په مراسمو کې له ولسمشر، دولتي چارواکو، د ملي شورا له استازو، خلکو او د استاد خليلي د خښولو مراسمو د کمېسيون له غړو څخه مننه وکړه او ويې ويل: ((پلار مې د افغانستان په ټولو خلکو پورې اړه درلوده او کابل ته د ده د جسد په رالېږدېدو سره، د ده روح د تل لپاره سوکالتيا پيدا کړه.))

د استاد خليلي د جسد د خاورو سپارلو په مراسمو کې د پوهنې وزير فاروق وردګ، د لوړو زده کړو وزير عبيد الله عبيد او يو شمېر نورو خبرې وکړې او استاد خليلي يې د معاصر شاعر او د افغانستان د تاريخ تلپاتي شخصيت په توګه ياد کړ.

د يادونې وړ ده، چې له استاد خليلي څخه ٦٢ منظوم او منثور اثار د ادب، هنر، سياست، فلسفې او عرفان په برخو کې پاتې دي، چې ډېر يې د هېواد دننه او له هېواده بهر چاپ شوي دي.