منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۶ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

فال ليدل حرام خو بازار يې ګرم دى

· ۹ دقیقې لوستل · ۱۴۶ کتنې

کابل (پژواک ٩ غبرګولى ٩١): که څه هم اسلام، فال ليدل منع کړي او فال ليدونکي له خلکو د پيسو د ترلاسه کولو په موخه له ځانه ناسمې وړاندوينې کوي، د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې خلک پر فال ليدونکو راټول وي او فالونه پرې ګوري.

دغه فال ليدونکي چې ډېر يې سکهان دي، د کابل ښار په زرنګار پارک، پامير سينما او ځينو نورو سيمو کې د خلکو فالونه ګوري.

د پژواک خبريال د پامير سيمنا او زرنګار پارک سيمو ته ولاړ او ويې شمېرل، چې په دې سيمو کې ٢٣ فال ليدونکي، چې ١٦ يې اهل سکهـ وو، پر پلو لارو ناست وو.

له دغو فال ليدونکو سره د (الدعوات الرمل، جامع الدعوات، بيان ابجد کبير، طالع العمل، مير الدعوات کبيره) او په بېلابېلو نومونو نور کتابونه چې ځيني يې په هندي ژبه هم ليکل شوي او بېلابېل شکلونه په کې رسم وو، اېښي وو.

د پژواک خبريال، چې شپږ مياشتې مخکې يې په خپله خوښه کوژده کړې، د دې لپاره چې د فال ليدونکو رښتيا او دروغ معلوم کړي، درېيو تنو فال ليدونکو ته ځان د کابل يو اوسېدونکى معرفي کړ او ورته ويل يې چې له يوې نجلۍ سره مينه لري، خو له ډېرو هڅو سره يې کوژده ورسره نه ده شوې.

خبريال له فال ليدونکو وغوښتل، چې فال يې وګوري او معلومه کړي، چې د چا له خوا د “بخت تړل” خو د دې لامل نه وي شوى چې له يادې نجلۍ سره يې کوژده نه کېږي.

د اهل سکهـ له فال ليدونکو څخه يو يې چې د زرنګار پارک ترڅنګ پر پلې لاره پر پلاستيکي بوجۍ ناست و او يو شمېر زاړه په هندي ژبه ليکل شوي کتابونه يې تر خوا اېښي وو، خپل ځان (بچه طوطي لُنګي سياه) معرفي کړ.

دغه فال ليدونکي چې خيرنې جامې يې پر ځان وې، د خبريال تر څرګندونو وروسته ورسره د “رمل” اته دانې (يو سانتي متر مکعب اوسپنې) پر کتاب وغورځولې او بيا يې د همدغه زاړه کتاب ٤٨مه پاڼه را واړوله او ويې ويل: “ستا فال وايي، ستورى دې ډېر لوړ دى، بخت دې لوړ دى، خو له هر لوري دې بخت تړل شوى، فال دې وايي چاره لرې، ستا مدعي ستا د کار مخينوى کوي.”

ياد شوي سکهـ ويل، چې د تعويذ له لارې دا ستونزه حل کېداى شي او دى د تعويذ په بدل کې ٥٠٠ افغانۍ غواړي او کار په ضمانت کوي.

خو کله چې خبريال دغه فال ليدونکي ته خپل ځان د خبريال په توګه ور وپېژاند او ورته ويې ويل، چې شپږ مياشتې مخکې يې کوژده کړې او د فال ټولې څرګندونې له ځانه او ناسمې خبرې دي؛ فال ليدونکي وويل، چې دى دروغ نه وايي او هر څه “د کف شناسۍ د اصولو” له مخې کوي.

دغه فال ليدونکي زياته کړه: “موږ څوک په زور نه راغواړو، دوى په خپله راځي، دا د دوى خپل مشکل دى، ځه وروره! ډېر وخت نه لرم نور مشتريان مې ناست دى.”

هغه له نورو څرګندونو ډډه وکړه.

د پژواک خبريال په پامير سيمنا کې د کوژدې ياده موضوع له بل مسلمان فال ليدونکي سره چې ځان يې د تخار اوسېدونکى معرفي کاوه خو نوم يې نه ښود، هم شريکه کړه.

 دغه فال ليدونکي هم د رمل تر اچولو او په دري ژبه د يوه کتاب تر کتو وروسته وويل: “ګرانه وطنداره، جلۍ ستا ډېره خوښېږي، محبت دې ډېر ښه دى، ستاسو دواړو قمر او ستوري ډېر سره نږدې دي، خو د دې نجلۍ پر ولور ډېر مصرف راځي، د جلۍ پلار ډېرې پيسې درنه اخلي.”

دغه فال ليدونکي وويل: “زه درته په مشک او زعفرانو د نجلۍ پر پلار د ژبې د بندېدو تعويذ ليکم، درې زره افغانۍ خرچه پرې راځي، خو سل په سله ستا کار کېږي.”

خو دغه فال ليدونکي وروسته له هغه چې خبريال ورته ځان معرفي کړ، مخې ته پر اېښي کتاب کې يې د قران کريم ځينو ليکل شوو ايتونو ته ګوته ونيوه او زياته يې کړه: “هرڅه د قران کريم د ايتونو له مخې کوم، ته په دغه کتابونو کې ايتونه نه ګورې؟ اصلاً ته په تعويذ عقيده نه لرې.”

خو کله چې خبريال ورته وويل، چې همدا څو شېبې مخکې يې بېځايه څرګندونې کړې دي؛ ځکه چې ده مخکې کوژده کړې او له بل هېڅ نجلۍ سره مينه نه لري، فال ليدونکي وويل: “دا د وهابيانو عقيده ده چې په دم او تعويذ باور نه لري او ته هم فکر کوم چې د هغوى له ډلې يې، ځه درځه وخت مې مه نيسه!”

خبريال له دغه فال ليدونکي وغوښتل، چې مخې ته په اېښودل شوي کتاب کې د ” الشرح” مبارک سورت ولولي؛ فال ليدونکي ولوست خو د تجويد له مخې يې له ډېرو غلطيو سره ولوست.

کله چې دغه فال ليدونکي ته وويل شول، چې دى څنګه په داسې حال کې دم او تعويذ کوي، چې قران کريم له مخه نه شي لوستى؟ فال ليدونکي وويل: “بس دغه ډول يم که څوک زموږ په تعويذ عقيده لري راځي دي، کنه موږ په زور څوک نه دي راغوښتي او نه يې راغواړو… که رښتيا کار کوى ولاړ شئ، خلک منع کړئ.”

د پژواک خبريال د کوژدې د نه کېدو ياده موضوع د پامير سيمنا په سيمه کې له بل فال ليدونکي داسې ښکارېده چې په خپل نوم ډاډمن نه دى “ملا مدير” وښود، هم شريکه کړه.

ملا مدير تر ځينو پوښتنو وروسته خپلې تسبېح، چې په يوه مرۍ يې د الله (ج) او په بله يې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) نوم ليکل شوى و، را واخيستې او څلور، څلور يې اړولې.

ملا مدير د ورسره سل مرۍ لرونکو تسبېح نيمايې واړولې او پر کتاب يې د ځينو شمېرو تر ليکلو وروسته، خبريال ته مخ واړواوه او ويې ويل: “د نجلۍ ستورى په تا فوق دى، ستا ستورى خاکي د هغې اتشي دى، خو ستاسو له ستوري سره ډېر موافقت لري او کار مو کېږي، بس ستا ستورى لږ بندش لري، “باطلۀ جان شويي” درکوم، ترڅو ستورى دې پر هغې لوړ شي.”

ملا مدير ويل چې “باطلۀ جان شويي” د مينې يو ډول تعويذ دى.

ملامدير له خبريال څخه وغوښتل، چې باطلۀ جان شويي په اوبو کې واچوي، پر اوبو يې ځان ومينځي، وروسته نوې جامې واغوندي، دوه رکعته لمونځ دې ادا کړي، دعا دې وکړي او خپل مراد دې وغواړي.

ملا مدير ويل چې له يادې نجلۍ سره د کوژدې د کېدول لپاره د “باطله جان شويي” تر څنګ د “چهل کليد” په نوم بل تعويذ ته هم اړتيا ده او د دغو دواړو تعويذونو په بدل کې ٧٠٠٠ افغانۍ غواړي.

هغه وويل، چې که ياده کوژده ونه شي نو د دغو پيسو لس برابره تاوان ورکوي.

ده په دې اړه چې څومره او څه ډول زده کړې يې کړې دي؟ وويل: “ما ډېر کتابونه لوستي، لکه قران شريف، چهار کتاب، بېدل او حافظ، خو مختصر هغه کتاب دى چې يو ځل له مخې لوستل کېږي او بل ځل له بر نه، ډېر مشکل کتاب دى، هغه مې ونه لوست، بس د قران عاشق يم.”

 خو کله چې خبريال ورته ځان معرفي کړ، ملا مدير له څرګندونو ډډه وکړه.

پژواک هڅه وکړه، ترڅو له ځينو هغو کسانو سره خبرې وکړي چې پر يادو فال ليدونکو يې فالونه کتلي دي، خو له دغه کسانو څخه يوې عمرخوړلې ښځې چې هغې هم ځان نه معرفي کاوه، وويل: “هره ورځ راځم خپل فال ګورم، خو هېڅ ګټه نه لري، يواځې پيسې مې مصرفېږي.”

هغې له نورو څرګندونو پرته وويل، چې په ژوند کې ډېرې ستونزې لري او د خپل زړه د تسل لپاره پر فال ليدونکو فالونه ګوري.

د يادونې ده، چې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم فال ليدونکي شته او ځيني کسان تعويذونه هم کوي.

ديني عالم مفتي شمس الرحمن فروتن په دې برخه کې د حضرت محمد (ص) حديث داسې بيان کړ: “که څوک کف شناس، فالبين او غيب ګو ته ورشي او د هغه خبرې تصديق کړي، نو پر هغه څه چې پر حضرت محمد (ص) نازل شوي کافر شوى دى.”

دى وايي، چې هندو خو هسې هم کافر دى، خو که مسلمان په مسلکي او حرفوي ډول فالونه ګوري او غيب ويل کوي هغه هم د اسلام له دايرې څخه وځي.

هغه دا ډول کړنې خرافات وبللې او ويې ويل، چې په دغو کړنو سره هېڅوک خپل مقصد ته نه شي رسېدى.

د ده په وينا، هېڅوک هغه که پيغمبر، مسلمان، هندو، يهود، نصارا او هر څوک وي، نه شي کولاى د راتلونکي په اړه څه ووايي؛ ځکه چې غيب يواځې الله ( ج ) ته معلوم دي.

دى وايي: “که چېرې د دغو کاهنانو او فالبينانو تعويذونو ګټه لرلاى، نو دوى ولې خپل ځان ته تعويذ نه کوي؟ ولې خپل روزګار او ژوند نه پرې جوړوي؟ اصلاً دا کار ګټه نه لري، صرف د خپل وخت بې ځايه ضايع کول دي او بس.))

مفتي فروتن د تعويذ په اړه زياته کړه: “تعويذ هغه وخت جايز دى چې موږ د تعويذ په معنى پوه شو، تعويذ پناه غوښتل دي پر الله(ج) له يو شر يا بدۍ نه، طريقه دا ده چې دعاګانې بايد وويل شي په خپل ځان يا مريض چف شي، يا ځيني د قران کريم ايتونه يا ځيني احاديث چې دعاګانې وي خاص، خاص د خاصو، خاصو مرضونو لپاره، بهترين طريقه دا ده چې بايد هملته وويل شي او چف شي او که په ورقو کې ليکل کېږي اول دا چې کوم کس يې ليکي هغه بايد په قران او احاديثو عالم وي، هر څه واضح وليکل شي څو ولوستل شي او بله دا چې د تعويذ ليکونکي او اخيستونکي عقيده دا وي، چې موثر حقيقي الله (ج) دى، شفاء ورکوونکى الله (ج) دى او دا تعويذ يوه وسيله او ذريعه ده، په دې کې څه مشکل نشته او که کلمات مختلط وي او نه لوستل کېږي يا دا کس چې تعويذ ورکوي په قران کريم او احاديثو علم ونه لري يا د تعويذ ورکوونکي او تعويذ اخيستونکي عقيده داسې وي چې همدا تعويذ په ما تاثير کوي، په الله (ج) عقيده ونه لري، په دې صورت کې بيا جواز نه لري او حرام دى”.

د ده په وينا، د ارشاد حج او اوقافو وزارت د فال ليدلو او نورو دا ډول غير شرعي کړنو د مخنيوي په موخه جوړ شوى، خو په دغه وزارت کې يواځې د حج مسايل له ډېرو کړاوونو سره پر مخ وړل کېږي.

دى زياتوي: “دا د حج او اوقافو د وزارت مسووليت دى، دوى ځانګړې اداره، تخصيص او بوديجه لري، د ارشاد يوه خاصه اداره لري، دوى ته په کار ده چې پوليس له ځان سره بوځي، داسې کسان (فال ليدونکي او غيب ويونکي) بندي کړي، ترڅو له دا ډول کړنو منع شي.”

د ارشاد حج او اوقافو د وزارت مالي او اداري مرستيال داعي الحق عابد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى د ارشاد په برخه کې د جوماتونو د امامانو له لوري په دې برخه کې تبليغ کړى دى.

هغه زياته کړه، چې د ټول هېواد د جوماتونو امامانو ته دنده سپارل شوې، څو خلک په دې اړه د اسلام له لارښوونو خبر کړي.

خو دى وايي، چې د فال ليدونکو نيول او له بازاره ټولول د سترې محکمې د احتساب د څانګې دنده ده.

خو په دې اړه د قضايه قوې عمومې اداري امر عبدالمالک کاموي وويل، چې دا د سترې محکمې د احتساب د څانګې کار نه دى بلکې د ارشاد حج او اوقافو د وزارت دنده ده.

هغه په دې اړه وويل: “د احتساب برخه زموږ د داخلي چارو لپاره ده يواځې د قضا په برخه کې.”