منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۶ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

دګډوډۍ له امله په ننګرهار کې د حج لپاره نوم ليکنه وځنډول شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

جلال اباد (پژواک ١٣ غبرګولى ٩١): د ننګرهار ولايت چارواکو وروسته له هغه د حج د فريضې ادا کولو په موخه د نوم ليکنې پروسه وځنډوله ،چې د نوم ليکنې لپاره راغلو زرګونو کسانو ګډوډي رامنځته کړه.

سږ کال د حج او اوقافو وزارت په ياده پروسه کې د درغلۍ د مخنيوي په موخه داسې پلان جوړکړى، چې د پچې اچونې پر ځاى به هغه کسان حج ته د تللو چانس پيدا کوي، چې تر نورو مخکې نوم ليکنه وکړي.

د ننګرهار په ګډون په ټول هېواد کې نن (د غبرګولي ١٣مه) د حج د پروسې لپاره د نوم ليکنې لړۍ پيل شوه، خو د ننګرهار د ١٥٠٠ سهميې لپاره زرګونه تنه د حج او اوقافو رياست  مخې ته راټول شوي وو.

له تېرې نيمې شپې را هيسې سلګونه کسان په جلال اباد ښار کې د حج او اوقافو د رياست مخې ته راغلي وو او د سهار له پيلېدو سره سم يې شمېر زرګونو ته ورسېد.

وروسته له هغه ، چې په سيمه کې د نوم ليکنې لپاره د خلکو ګڼه ګوڼه زياته شوه، پر شخړه واوښته، چې له امله يې چارواکو تر بل اعلان پورې دغه پروسه وځنډوله.

دن نګرهار د والي ويانداحمدضيا عبدالزي په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نوم ليکنې په بهير کې له رامنځته شوو ستونزو څخه له خبرېدو وروسته والي ګل اغا شېرزي د دې پروسې د ځنډولو امر وکړ.

هغه زياته کړه، چې ولايتي اداره به يوه داسې کړنلاره جوړه کړي، څو خلکو ته کار اسانه او حق  حقدار ته وسپارل شي.

د ننګرهار د ولايت مرستيال محمدحنيف ګرديوال پژواک اژانس ته وويل، چې له ولايتي شورا، اوقافو رياست او نور چارواکو سره يې نن په دې اړه مشوره او غونډه وکړه.

د هغه په وينا، کومه نوې طرحه چې د حج او اوقافو رياست جوړه کړې، ډېرې ستونزې پيدا کړې دي.

ګرديوال وويل، چې دوى په دې اړه يوه نوې طرحه جوړه کړه، چې د هرې ولسوالۍ استوګن چې حج ته د تلو اراده ولري، په خپله ولسوالۍ کې به ورته نوم ليکنه وشي.

د هغه په وينا، ياده نوې طرحه يې نن د حج او اوقافو رياست ته استولې او تر سبا ورځې پورې به ورته د دغې طرحې ځواب ورکړل شي.

د ننګرهار د حج او اوقافو رياست مخې ته ولاړ يوه ٨٠ کلن سپين ږيري باغچه ګل پژواک ته وويل: ((دا مې درېيم ځل دى چې نوم ليکنې ته راغلى يم، خو د حج اجر مې په نصيب نه شو.))

د هغه په وينا، سهار وخته په څلورو بجو په دې موخه راغلى و، چې تر نورو مخکې نوم ليکنه وکړي او د حج چانس ترلاسه کړي.

نوموړي وويل، که دولت دغه پروسه بېرته خپل زوړ حالت ته بدله نه کړي، ټول خلک به له ستونزو سره مخ کړي.

د عمران الله په نوم د بهسودو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي چې د خپل مور او پلار د نوم ليکنې لپاره راغلى و، هم بېرته مايوسه ستون شو.

هغه پژواک ته وويل: ((ډېر بې کفايته دولت دى، د دې پر ځاى چې خلکو ته اسانتياوې رامنځته کړي، ستونزې پيدا کوي، نن چې زه راغلم، نو زرګونو کسان نوم ليکنه کړې وه، دولت بايد يوه اسانه لاره رامنځته کړي.))

ديادونې وړ ده چې نن په کابل او سمنګان ولايتونو کې هم داپروسه ګډه وډه شوه او په کابل کې د زياتې ګڼې ګوڼې له امله ١٥ تنه ژوبل هم شول.