منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۶ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

مدني ټولنې : په کابل کې د خميني د کاليزې نمانځل کولتوري تېرى دى

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

کابل (پژواک ١٣ غبرګولى ٩١): مدني ټولنو او ځوانانو د  بېلابېلو اعلاميو په خپرولو سره په کابل کې د ايران د مذهبي او سياسي مشر نمانځل وغندل او دا يې کولتوري يرغل وباله.

 پرون د (شوراى مديريت حوزه علميه کابل) په نوم د نامعلومو کسانو له خوا په کابل کې په لويه کچه د ايران د ستر مذهبي مشر ايت الله خميني کاليزه ونمانځل شوه، په دې مناسبت يې د کابل په ځينو سيمو کې غټې غټې لوحې، چې په کې د خميني تصويرونه چاپ شوي، هم لګول شوي وو.

 د افغانستان د مدني ټولنې د همغږۍ د مرکز له خوا د غبرګولي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له يوې مودې راهيسې د هېواد وياړلي او لرغوني فرهنګي ارزښتونه د ګاونډيو له يرغل او لاسوهنې سره لاس اوګرېوان دي.

 سرچينې زياته کړې، دا دی خبره تر دې ځايه راورسېده، چې ګاونډيان خپل سياسي او مذهبي مشران په کابل کې نمانځي.

 په خبرپاڼه کې زياته شوې: ((د خپلواکۍ او فرهنګي بډاينې  په اوسنۍ نړۍ کې داسې بېلګې ډېرې لږې دي، چې د يوه هېواد سياسي هژموني دې په زور پر بل هېواد وتپل شي او هغه هېواد چې د خپلو ګڼو نړيوالو شخصيتونو په نمانځنه کې د خپلو ستونزمنو شرايطو له امله پاتې راغلی وي.))

 د مدني ټولنو په اعلاميه کې راغلي، چې په کابل کې د  ايران د سياسي-مذهبي  مشر ايت الله خميني د درويشتم تلين  د نمانځلو پر وړاندې د زرګونو هېوادوالو غبرګون او لاريون دا ښيي  چې خلک د ګاونډيو د هر ډول يرغل او تېري پر وړاندې ډېر حساس شوي دي.

 پرون د کابل پوهنتون سلګونو محصلينو او ځوانانو د خميني د کاليزې د نمانځلو په غبرګون کې سوله ييز لاريون ترسره کړ.

 سرچينې زياته کړې، چې د افغانستان د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز په پوره جديت د خپل ولس د دغه پاڅون ننګه او ملاتړ کوي.

 په خبرپاڼه کې راغلي: ((موږ په افغانستان کې د هر راز لاسوهنې پر وړاندې د خپل ملت د هوښيارۍ او درېدو ستاينه کوو او په دې لاره کې د مدني ټولنې له ګډ دريځ څخه  د بشپړ ملګريتوب ډاډ ورکوو.))

 دغه راز د ويښ افغان اصلاحي او ټولنيز تحريک هم د خميني د کاليزې نمانځل غندلى او دغه کار يې له خپلو شخصيتونو سره جفا بللې ده.

 د يادې ټولنې له خوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تر اوسه ګاونډيانو په افغانستان کې لاسوهنې کولې، خو اوس يې دغه کار په بل ډول پيل کړى دى.

 په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې د ګاونډي هېواد ايران نيت د تل لپاره په افغانستان کې وراني، د وروڼو قومونو او يو ملت ترمنځ د ژبې او مذهب په نوم د درز اچول يې ځانګړې او پخوانۍ تګلاره ده.

 سرچينه کاږي، ايران هغه هېواد دى چې د بل هر ګاونډي هېواد په پرتله يې له افغان مهاجرينو سره سپک او ناوړه چلند کړى او تل يې په افغانستان کې د اور تازه کولو ته تېل شيندلي دي.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ (د غبرګولي ١٢مه) په کابل کې يو شمېر کړيو د ايران د مذهبي مشر ايت الله خميني د نمانځنې په موخه غونډه وکړه او هغه يې يو نړيوال اسلامي او وتلى شخصيت وباله.

 د سرچينې په وينا: ((دغه ډول غونډې او د پرديو مضرو کړيو د مشرانو نمانځل زموږ له نظره يو ملي خيانت دى او بايد د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت، ملي امنيت، سياسي ګوندونه او فرهنګي ټولنې يې پر وړاندې غبرګون وښيي او په کلکه يې مخنيوى وکړي.))